د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۵

د افغانستان د نرسانو او قابلو شورا پرانيستل شوه


د افغانستان د نرسانو او قابلو شورا اجرائيوي مشره هیلۍ غرشين
د افغانستان د نرسانو او قابلو شورا اجرائيوي مشره هیلۍ غرشين

د عامې روغتيا وزير احمد جواد عثماني وايي، که څه هم د زېږون پر مهال د میندو مړینه د سیمې په کچه اوس هم په افغانستان کې ‌ډېره ده، خو د‌ ښه روغتيايي خدمتونه په وړاندې کولو سره هيله مندي شته چې دغه کچه د پام وړ راکمه شي.

ښاغلي عثثماني دغه څرګندونې، نن سې شنبه (د لېندۍ ۲۵مه) په کابل دې د نرسانو او قابله ګانو د شورا په پرانېست غونډه کې وکړې.

په دې پرانېست غونډه کې ښاغلي عثماني وويل، سره له ډېرو ستونزو چې په روغتيايي برخه کې موجودې دي د ميندو او ماشومانو د مړينې کچه اوس هم لوړه ده .

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر

خو ښاغلی عثماني زیاتوي، د ښه روغتيايي خدمتونه په وړاندې کولو سره هيله مندي شته چې دغه کچه د پام وړ راکمه شي: "اوس مهال په افغانستان کې د ميندو د مړينې کچه د سيمې د هېوادونو پرتله زیاته ده، خو د دې شورا له جوړېدو او د قابلو په مسلکي روزنې سره به دغه کچه په راتلونکې کې راکمه شي."

د عامې روغتيا وزير په خبره، دا چې دغه شمېر پخوا کلونو کې ولې د پام وړ ډېر و دليل يې د منظمې تګلارې نشتون او نرسانو او قابله ګانو ته د لازمو اسانتياوو نه شتون و.

افغانستان کې د زېږون پرمهال د میندو مړینه د سیمې په کچه لا هم ډېره ده

ښاغلی عثماني وايي، په پام کې لري چې په ټول هېواد کې د روغتيايي خونو په جوړولو سره روغتيايي خدمات لا ښه کړي.

د عامې روغتيا وزارت مخکې هم د روغتونونو او کلينيکونو تر منځ د يو شمېر روغتيايی خونو د جوړولو خبره کړې وه چې په وسایلو به سمبال او د نارينه او ښخينه ډاکټرانو تر څنګ به نرسانې او قابلې هم په کې وي.

نوموړی وايي، د نرسانو او قابلو د شورا په جوړېدو سره به د ميندو د مړينې په کچه کې په راتلونکې کالونو کې ۸۰ سلنه کموالي راشي، خو په خبره یې په دې شرط چې بنسټيز اقدامات ترسره کړي.

د عامې روغتیا وزیر وايي د‌ ښه روغتيايي خدمتونه په وړاندې کولو سره هيله مندي شته
د عامې روغتیا وزیر وايي د‌ ښه روغتيايي خدمتونه په وړاندې کولو سره هيله مندي شته

په ورته وخت کې د افغانستان د نرسانو او قابلو شورا اجرائيوي مشره هیلۍ غرشين وايي، دغه شورا به د نرسانو او قابلو د حقونو او د اسانتياو برابرولو په برخه کې جدي ګامونه پورته کړي.

نوموړې وايي: "اوس په افغانستان کې د قابله ګۍ وضیعت له پخوا ډير ښه شوی، زموږ قابله ګانې هڅه کوي چې ځان له بين المللي معيارونو سره برابر کړي، د نرسانو په برخه کې تاسو ته دومره ويلی شم اوس مهال په ټول هېواد کې له شپږ زرو زیاتې په روغتیايي سیستم کې کار کوي او د قابلو شمېر شاوخوا ۳۱ زرو ته رسیږي چې اوس مهال اووه زره په روغتیايي سیستم کې کار کوي، د نرسانو شمېر به په ۲۰۳۰ کال ۳۲ زره کسانو ته ورسیږي."

خو اغلې غرشين وايي، د حکومت د ملاتړ پرته دغه شورا خپل اغېزمن کارونه نه شي ترسره کولاي.

د دې شورا د معلوماتو له مخې هغه سروې چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې شوي له دې کال وړاندې په تېرو درې کلونو کې د ميندو د مړينې کچه د زېږون پر مهال په کلني ډول په ۱۰۰ زرو میندو کې ۱۶۰۰ وې چې دغه شمېر د په هڅو سره په روغتيايي برخه کې په ۲۰۱۸ او ۱۹ کلونو کې په ۱۰۰ زرو کې ۶۰۰ ته راکښته شو.

XS
SM
MD
LG