د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۸

خصوصي سکټور ته د وزیر اکبر خان روغتون سپارلو په اړه د ډاکټرانو غبرګون!


خصوصي سکټور ته د وزیر محمد اکبر خان روغتون د یوې برخې د سپارلو په اړه، د افغانستان د حکومت او خصوصي سکټور ترمنځ تر هوکړې وروسته، د یاد روغتون یوشمېر ډاکټران د خپل نامعلوم برخلیک په هکله اندېښمن دي.

دوی وايي، په روغتیايي سکټور کې د بدلون مخالف نه دي بلکې غواړي دا بدلون د خصوصي سکټور له خوا داسې وي چې ټولو افغانانو ته یوشان اسانتیاوې برابرې کړي نه داچې بېوزلي خلک د دغه روغتون له وړیا خدمتونو بې برخې شي.

د دغه روغتون دوو ډاکټرانو عارف حارث او وحید لله ازادي راډیو سره خپلې اندېښنې داسې شریکې کړې:

"۱- د روغتون جغرافیايي موقعیت په داسې ساحه کې دی چې ټول خلک ورته لاسرسی لري، خو ډاکټران له دې له امله اندېښمن دي چې کوم خدمتونه ناروغانو ته رسېږي غیر فعالېږي، حال داچې د افغانستان په اساسي قانون کې راغلي چې په دغه روغتون کې روغتیايي خدمتونه وړیا دي."

۲-ممکن دغه روغتون له بنسټه لېرې او بل ځآی ته ولېږدېږي او هغه هم په دې شرط چې ودانۍ ورته پیدا شي او که داسې ونه شي، دغه روغتون به له منځه لاړ، پرسونل به یې بې سرنوشته او ګڼ خلک به له خدمتونو بې برخې شي."

دغو ډاکټرانو داهم وویل چې پخوا تردې هم یوشمېر دولتي روغتونونه خصوصي سکټور ته سپارل شوي خو، ښه نتیجه یې نه ده ورکړې.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي چې د یوې هوکړې له مخې، د دغه روغتون یوه برخه به د عامه او خصوصي سکټور ترمنځ د مشارکت په هدف، د اماراتو یوه خصوصي سکټور ته ورکړل شي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، دغه اماراتي شرکت چې د نړۍ په یوشمېر هېوادونو کې ۱۴۰ روغتونونه او د درملو ۹ کمپنۍ لري، ورسره به له هوکړې وروسته یاد شرکت په راتلونکو ۱۵ کلونو کې، په افغانستان کې د درملنې او د روغتیايي روزنو یو مجهز او مدرن مرکز جوړ کړي.

د عامې روغتیا مرستیال وزیر احمد جان نعیم ازادي راډیو ته وویل چې د وزیر محمد اکبر خان د روغتون خدمتونه به د اوس په څېر په یوې ځانګړې ودانۍ کې، د اوسني پرسونل له خوا جاري وي.

نوموړي زیاته کړه:

احمد جان نعیم
احمد جان نعیم

"دغه روغتون له منځه نه وړل کېږي، دا د وزارت ژمنه ده چې که دغه شخصي کمپنۍ د افغان حکومت په مشوره یاد روغتون ترپوښښ لاندې راولي خدمات به یې په بشپړه توګه ساتل کېږي، ځکه موږ اړتیالرو چې خلک مو ترې استفاده وکړي، موږ نه شوکولی چې ويې تړو."

د عامې روغتیا وزارت وايي، افغانان په خپله درملنه په نورو هېوادونو کې هر کال له ۳۰۰ نه تر ۳۵۰ میلیونو ډالرو پورې لګوي.

ښاغلي نعیم وویل، بهرنۍ کمپنۍ ته د وزیر محمد اکبر خان د روغتون سپارل دا ګټه هم لري چې د درملنې په هدف به بهرته د افغانانو د تګ او زیاتو پیسو د لګولو مخه ونیول شي.

راپور خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG