د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۶

د روغتيا سازمان: افغانستان کې د زېږون پر مهال د مور او ماشوم د مړينې کچه اوس هم لوړه ده


ارشيف
ارشيف

د روغتیا نړیوال سازمان د یوه راپور په خپرولو ویلي، په افغانستان کې په ۲۰۲۰ کال کې د میندو د مړینې کچه په يو لک زېږونونو کې ۶۲۰ وه، چې د دې سازمان په وینا په اسیا کې د میندو د مړینې تر ټولو لوړه کچه ده.

دغه سازمان په یوه راپور کې ویلي، په افغانستان کې په ۲۰۲۰ ميلادي کال کې ۸۷۰۰ ښځې د زېږون پر مهال مړې شوې دي.

دا راپور چې د پنجشنبې په ورځ خپور شو، د ۲۰۰۰ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځ د میندو د مړینې کچه په نړیوالو او سیمه‌ييزو اټکلونو او رجحاناتو په اساس اټکل شوې ده.

د روغتيا سازمان د راپور له‌مخې، په افغانستان کې د ميندو د مړينې کچه د شپږو ګاونډيو هېوادونو په پرتله لوړه ده.

د روغتیا نړیوال سازمان، په دغه راپور کې ویلي، په نړۍ کې په هرو ۲ دقیقو کې یوه ښځه د امیندوارۍ او یا د زېږون پر مهال مري، په داسې حال کې چې پر وخت روغتیايي پاملرنې سره د ډېرو مړینو مخنيوی کېدای شي.

په افغانستان کې د طالبانو د لومړي ځل واکمنۍ پر مهال، په ۲۰۰۰ کال کې په هر يو لک ژوندیو زېږونونو کې، د میندو د مړینې کچه ۱۳۴۶ ښودل شوې وه، خو ویل شوي چې د ۲۰۰۱ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځ د میندو د روغتیا په برخه کې د پر مختګ له امله دغه شمېر را ټيت شوی و.

انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

د راپورونو له‌مخې، د طالبانو له بيا ځلې واکمنېدو سره، د بېلابېلو لاملونو له وجې روغتیايي خدمتونو ته په ځانګړې توګه د ښځو لاس‌رسی کم شوی دی.

ومو غوښتل چې په افغانستان کې د میندو د روغتیا د اوسني وضعیت په اړه نوي معلومات ترلاسه کړو، خو د طالبانو حکومت د عامې روغتیا د وزارت ویاند شرافت زمان په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

یو شمېر نسايي او ولادي متخصصین په افغانستان کې د میندو د مړینې یو له اصلي لاملونو څخه د ماشوم زېږون پر مهال او د اميندوارۍ پر مهال د پاملرنې او روغتیايي خدمتونو ته پر وخت نه لاس‌رسی ګڼي.

"روغتيايي خدمتونو ته نه لاس‌رسی د ميندو د مړينې يو له عمده لاملونو څخه دی

ډاکټرې نوريې مشکل ازادي راډيو ته وويل: "روغتيايي خدمتونو ته نه لاس‌رسی د ميندو د مړينې يو له عمده لاملونو څخه دی، دويم له وخته مخکې ودونه، د حمل پر مهال د ميندو د سمې تغذيې نشتوالى، د زېږون پر مهال روغتيايي مرکزونو ته د ميندو د لېږد لپاره د ترانسپورت نشتوالى، د اميندوارۍ پر مهال بېلابېلې ناروغۍ لکه لوړ فشار، انتانات او شدیده خونریزي چې د زېږون پرمهال میندو ته پېښیږي او همدارنګه د زېږون تر منځ د واټن نه مراعات کول په افغانستان کې د میندو د مړینې له عمده لاملونو څخه دي."

کابل کې يو روغتون، ارشيف
کابل کې يو روغتون، ارشيف

د اغلې مشکل په وينا، د ميندو مړينې د مخنيوي په موخه، په لرې پرتو سيمو او کليو کې د روغتيايي مرکزونو جوړول، د ښځو د زده‌کړې کچې لوړول او له اتلس کلنۍ مخکې د ودنو څخه مخنيوی، اړين دي.

تر دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي وو، د افغانستان روغتیايي سیستم تر فشار لاندې دی او د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو بيا ځلي واکمنېدو وروسته د اقتصادي ستونزو له امله په دغه هېواد کې د ډېرو روغتیايي مرکزونو فعالیت د بندېدو له ګواښ سره مخ دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG