د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۵

د کابل یو شمېر اوسېدونکي: د پخوا په پرتله د سوالګرو شمېر ډېر شوی


ارشیف: د کابل په یوه سړک سوالګره مېرمن او د هغه ماشوم
ارشیف: د کابل په یوه سړک سوالګره مېرمن او د هغه ماشوم

د پلازمېنې کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، په دې ښار کې د پخوا په پرتله د سوالګرو شمېر ډېر شوی دی.

د کابل یوه اوسېدونکې چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې راپور کې واخیستل شي په دې ښار کې د سوالګرو له ډېرېدو شکایت کوي.

هغه وایي، که څه هم د طالبانو حکومت وایي سوالګر یې له ښاره راټول کړي، خو د دې په خبره د خلکو کورونو ته یې لېږلي دي.

نوموړې وویل: "هو دا خبر سمه ده چې دوی وایي، سوالګر مو له ښارونو ټول کړل، خو اوس یې دا سوالګر د خلکو کورونو د خلکو دروازو ته استولي دي. له سهاره تر ماښامه هره ورځ زموږ دروازې ته حد اقل پنځه تر لسو کسان درېږي، ښځې او ماشومان دي، خیرات غواړي."

د کابل یو بل اوسېدونکی احسان الله خرم هم ورته خبره کوي او وايي، ډېری خلکو خپلې دندې له لاسه ورکړي، فقر او بېوزلي هم ترپخوا ډېره شوې ده.

خرم وویل: "سوالګر خو د پخوا په پرتله زیات شوي دي، ځکه چې فقر زیات شوی دی، پخوا به یې د سړکونو په سر او په څلورلارو کې سوال کاوه او اوس د خلکو کورونو ته ورځي، توپیر همدا دی."

شکېبا د تېر جمهوري نظام د یوه نظامي مېرمن ده.

هغه وایي، طالبانو ترې دنده اخیستي او خاوند یې دوه کاله وړاندې نامعلومو وسله والو وواژه.

دا وایي، اوس اړه ده چې د خپلو ماشومانو لپاره سوال وکړي.

شکېبا وویل پخوا یې یوې موسسې کې د خیاطۍ او ګلدوزۍ کار کاوه ۸۵۰۰ افغانۍ يې اخیستلې، د کور او ماشومانو ګوزاره یې کېده، خو موسسه بنده شوه دا او ماشومان یې کور په کور سوال ته اړ شول.

هغې زیاته کړه: "ماشومان مې د سوال لپاره کورونو ته لېږم څوک څه ورکوي هم نه. د خدای په هیله ناست یو. نه جرابې، نه جمپرونه لري، ډېر سخت وضعیت کې دي، یخ هم دی، بخارۍ هم نه وي. ماشومان هم چې د چا کور ته لېږم، یخ وي، که د چا زړه وي ورکوي یې او د چا چې زړه نه وي نه یې ورکوي. زه خپله لس روپۍ نه لرم چې بچیانو ته مې څه واخلم."

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ له پیل راهیسې په افغانستان کې بېکاري او بېوزلي اوج ته رسېدلې ده.

په همدې حال کې د طالبانو حکومت د ټولنیزو چارو وزارت سلاکار محمد احمد ریاض وایي چې رییس الوزرا د اقتصادي معاونیت تر چتر لاندې د بېلابېلو وزارتونو ګډه کمېټه کار کوي او له ښاره مستحق کسان راټولوي او مرستې ورسره کوي.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "سره میاشت مستحق او حرفوي سوالګر یوې خواته کوي. کار او امور اجتماعي بې سرپرسته ماشومان چې سړک غاړې کې کار کوي هغوی ټولوي، دوی ته سر پناه ځای برابروي، روزنتون کې ځای ورکوي او دوی باندې درس وایي. کورنیو چارو وزارت د ښار له بېلابېلو ځایونو سوالګر ټولوي او بایومټریک کوي، ثبت کېږي. خلک چې دا ادعا کوي چې سوالګر د مخکې څخه ډېر شوي، دا خبر موږ په کلکه ردوو، ځکه اوس کم شوي دي."

دا زیاتوي چې تر اوسه پورې دوی له بېلابېلو ځایونو ۲۸۵۰۴ سوالګر چې ۱۲۲۷۹ یې ښځې ۱۲۵۰۵ یې ماشومان او ۳۷۲۰ یې نارینه دي راټول کړي او دوی ته د میاشتې دو زره افغانۍ ورکوي.

XS
SM
MD
LG