د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۲۹

افغانستان

بلخ کې په زیړي اخته ماشومانو ته د وینې د لېږد نوی پروګرام پیل شوی

په افغانستان کې د زېړي په ناروغۍ اخته ماشومانو لپاره د وينې د تبادلې لومړی پروسيجر ترسره شو.
په افغانستان کې د زېړي په ناروغۍ اخته ماشومانو لپاره د وينې د تبادلې لومړی پروسيجر ترسره شو.

په افغانستان کې د زېړي په ناروغۍ اخته ماشومانو لپاره د وينې د تبادلې لومړی پروسيجر ترسره شو.

دغه پروسیجر د بلخ د ابوعلي سینا روغتون د ماشومانو د څانګې مسوول ډاکتر عبدالروف فروغ ترسره کړی.

هغه وايي چې ماشومانو ته د وينې د لېږد پروګرام له يوې مياشتې راهيسې پيل شوى او تر اوسه تر ٢٠ زياتو ماشومانو کې دا پروسيجر سر ته رسېدلی دی.

فروغ وايي، تر دې وړاندې خلک د دې پروسيجر د ترسره کولو لپاره له افغانستانه بهر تلل.

ډاکتر فروغ وايي، د دې ناروغۍ لامل په نويو زېږېدلو ماشومانو کې د مور د وينې له ګروپ سره د هغوی د وينې د ګروپ نه مطابقت دی چې د دغو ماشومانو د وينې د سرو حجرو د تخريب لامل کېږي.

د نوموړي په وينا، هغه ميندې چې EBO لري يا د وينې د ګروپونو نشتوالى لکه صفر هم په نویو زېږېدلو ماشومانو کې د زيړي لامل کېږي.

ډاکتر فروغ ازادي راډيو ته وويل، ځينې نوي زېږېدلي ماشومان زيړی یا يرقان لري، دا داسې يو حالت دی چې د ماشومانو بيليروبين په وينه کې لوړ وي او يا هم د ځيګر خاموالي له امله په طبيعي ډول د وينې زيړی لري.

هغه زیاته کړه: "د نوي زېږېدلي ماشوم د نوم خلاصېدل چې دوه شريانونه او يو وريد لري، د شريان له لارې د صفر يا 0 منفي آر اچ وينه ناروغ ته تطبيقېږي، داسې چې د مور لس لس سي سي وينه له هغې اخيستل کېږي او ماشوم بدن ته داخلېږي. کله چې ۵۰ سي سي وينه د ماشوم بدن ته دننه شي، د يوه وارمر ماشين لاندې چې د اکسيجن مخزن وي او همدا رنګه مانيتور شتون ولري چې د ماشوم حياتې علامې چک شي، په دغه وخت کې يې وينه تعویضېږي، هغه نوې زېږېدلي ماشومان، چې وزن يې له درې نيم کيلو څخه پورته وي، ۱۶۰ سي سي منفي او آر اچ وينه او که د درې نيم کيلو څخه کم وزن ولري ۱۸۰ سي سي ډبل وليوم اکسچينج ترانسفيشن تطبيقېږي چې ماشومان ژوندي پاتې کېږي او ژوند ته دوام ورکوي."

ډاکتر فروغ زياته کړه چې په کابل کې د يوې ازمایشې دورې وروسته د دې پروسیجر په تر سره کولو بريالی شو.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

اوچا: په افغانستان کې روغتیایي اړتیاوې زیاتې دي خو کافي بودیجه نه لري

د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره اوچا وایي، په افغانستان کې روغتیایي اړتیاوې له هغه څه زیاتې دي چې دا اداره وکولای شي هغه تمویل کړي. اوچا د یکشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې ګرځنده روغتیايي ټیمونه یې د افغانستان د بشري مرستو د صندوق په ملاتړ، په لیرې پرتو سیمو کې خلکو ته د ژوند ژغورنې روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي. خو د دې ادارې په خبره اړتیاوې له موجودو سرچینو ډېرې دي. اوچا وایي د روغتیا سکټور یوازې ۳۷ سلنه تمویل شوی او تراوسه د اړتیا وړ ۱۹۱ میلیونو ډالرو له جملې ۷۱ میلیونه ډالر ترلاسه شوي دي.

UNDP: د افغانستان کلیوالي سیمې له کافي بریښنا بې برخې دي

ارشیف
ارشیف

د ملګروملتونو پراختیایي پروګرام UNDP وایي، په افغانستان کې د باور وړ برېښنا نشتوالی لا هم د روغتیايي خدمتونو، زده‌ کړو، د خلکو د معیشت او سیمه ‌ییزو اقتصادونو لپاره یوه ستره ننګونه ده. د افغانستان لپاره د دې پروګرام څانګې د یکشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې

د افغانستان یوازې شاوخوا ۴۰ تر ۴۲ سلنه خلک له ملي برېښنا شبکې سره وصل دي او په کلیوالو سیمو کې ډېری خلک لا هم له کافي برېښنايي خدمتونو بې برخې دي.

د دې پروګرام په خبره د افغانستان شرایطو ته په پام لیرې پرتو سیمو ته د ملي برېښنا شبکې غځول لا هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي او له همدې امله، د غیرمتمرکزې نوي کېدونکې انرژۍ کارول د عملي او دوامدارو حل‌لارو له ډلې یوه تر ټولو مناسبه لار بلل کېږي.

UNDP وایي، دغه وضعیت ته په پام یې په افغانستان کې د نوي کېدونکې انرژۍ پروژې پیل کړې چې له مخې یې په ښوونځیو او روغتیايي مرکزونو کې لمریز برېښنايي سیستمونه نصب شوي دي.

په سنمګان کې د یوې ترافیکې پېښه له کبله درې کسان مړه شوي

په سنمګان ولایت کې د یوې ترافیکې پېښه له کبله درې کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.

د دې ولایت د امنیه قومندان ویلي،" ټپیان د خلم ولسوالۍ سیمه ییز کلینیک ته انتقال شوي دي".

پېښه نن یکشنبې د سهار پنځه بجې شوې ده.

د پېښې علت د موټر د سرعت زیاتوالی یاد شوی.

جنوبي کوریا له اړمنو افغانانو سره درې میلیونه ډالره مرسته اعلان کړې

جنوبي کوریا له اړمنو افغانانو سره درې میلیونه ډالره مرسته اعلان کړې.

د خوړو نړیوال پروګرام(ډبلیو اف پي) نن یکشنبه پر خپلې ایکس پاڼې لیکي،" دغه درې میلیونه ډالره شوې مرسته به په افغانستان کې پر اړمنو ښځو او ماشومانو تر راتلونکو ۱۲میاشتو وویشل شي".

دا مرسته د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزارت له اړمنو افغانانو سره کړې ده.

د ازادو سیالیو لوبغاړي جاوید بشارت خپل بلجیمي سیال مات کړ

جاوید بشارت
جاوید بشارت

د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړي جاوید بشارت نن یکشنبه سهار د "پي‌اف‌ال" سازمان په لوبه کې خپل بلجیمي سیال موسار ایبرګیموف ته ماتې ورکړه.

د ازادو سیالیو په لوبو کې دا د ښاغلي بشارت۱۷مه بریا وه.

د ازادو سیالیو بل لوبغاړي نصرت حق پرست بیا د "یواف‌سي" سازمان په سیالۍ کې نن له خپل امریکايي سیال کریس پادیلا ماتې وخوړه.

دا د ښاغلي حق پرست اوومه ماتې وه.

نن یکشنبه د هېواد په ۱۲ولایتونو کې د وروښتونو اټکل شوی

نن یکشنبه د هېواد په ۱۲ولایتونو کې د وروښتونو اټکل شوی.

د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلنډ وزارت د هوا پیژندنې ریاست په بدخشان، تخار، پنجشیر، بغلان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست، غزني او پکتیکا ولایتونو کې د باران او له کبله يې د سیلونو د راوتو خبرداری ورکړی دی.

وړاندې په مرکزي، ختیځو، سویل ختیځو او لویدیځو ولایتونو کې د تیزو بادونو او خارورو د رالوتو اټکل هم شوی دی.

وروستیو شدیدو بارانونو او سیلونو د نورستان په ګډون په ختیځو ولایتونو کې خلکو ته پراخ ځاني او مالي زیان رسولی وو.

طالبانو په ټول هیواد کې هر ډول مظاهرې منع اعلان کړې

د طالبانو د عدالیې وزارت اعلان وکړ چې د پولیسو لپاره یې یو نوی قانون تصویب کړی چې په ټول افغانستان کې هر راز مظاهرې منع کوي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا قانون، چې دوه څپرکي، ۵ فصلونه او ۵۳ مادې لري، د دوی د مشر هیبت الله اخوندزاده له لوري توشیح شوی او په رسمي جریده کې خپور شوی دی.

د دې قانون په پنځوسمه ماده کې ویل شوي چې د افغانستان په ټوله خاوره کې هر ډول مظاهرې منع دي.

د دې قانون تطبیق د کورنیو چارو وزارت دنده بلل شوې او د پولیسو، چې دوی پرې شرطه نوم ایښی، ځینې نور مسوولیتونه هم یاد شوي دي.

د امریکا فدرال قاضي د ۷۵ هېوادونو د اتباعو لپاره د ویزو د بندیز پالیسي لغوه کړه

د امریکا یوه فدرالي قاضي د ۷۵ هېوادونو د اتباعو لپاره د کډوالۍ ویزو د صادرولو بندیز لغوه کړی دی.

فدرال قاضي جینټ وارګاس د جمعې په ورځ، د اګست ۲۱مه، په خپل حکم کې دغه پالیسي له قانون سره په ټکر کې بللې او ویلي یې دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د دې پالیسۍ په پلي کولو کې له خپل قانوني صلاحیت څخه اوښتی دی.

دې پالیسي، چې د روان کال له جنورۍ راهیسې عملي شوې وه، د افغانستان، برازیل، مصر، ایران، عراق، نایجیریا، سومالیا، تایلنډ او یمن په ګډون د ۷۵ هېوادونو د اتباعو لپاره د کډوالۍ ویزو د صادرولو بهیر درولی و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه مهال ویلي و چې د دې پرېکړې هدف دا و چې کډوال له دولتي مرستو څخه ناوړه ګټه وانخلي او د امریکا پر ټولنې د مالي بار په توګه بدل نه شي.

د محکمې د حکم له مخې، هغه ویزې چې یوازې د همدې پالیسۍ پر بنسټ رد شوې دي، باید لغوه‌ نه شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د محکمې د دې پرېکړې په اړه څرګندونې نه دي کړې. د امریکا حکومت کولای شي د دغه حکم پر وړاندې د استیناف غوښتنه وکړي.

دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې واک ته د ډونالډ ټرمپ له بېرته ستنېدو وروسته د امریکا د کډوالۍ په سیاست کې پراخ بدلونونه راوستل شوي او د کډوالو د راتګ د کمولو او د هغوی د ایستلو د بهیر د زیاتولو لپاره یې سخت اقدامات پیل کړي دي.

په ازبکستان کې یو افغان د نشه‌یي توکو د قاچاق په تور نیول شوی

د ازبکستان د ترمذ ښار په نړیوال سوداګریز مرکز کې یو افغان وګړی د نشه‌یي توکو د قاچاق او پلورلو په تور نیول شوی دی.

ازبکستاني رسنیو د شنبې په ورځ، د اګست په ۲۲مه، راپور ورکړ چې دغه افغان هغه مهال ونیول شو چې ادعا کېږي په پټه یې پر یوه پیرودونکي د ۲۵۰۰ ډالرو په بدل کې تریاک پلورل.

د راپور له مخې، له دغه ۲۳ کلن افغان سره د نیول کېدو پر مهال ۵۰۶ ګرامه تریاک موندل شوي دي.

په همدې حال کې، له افغانستان څخه منځنۍ اسیا او له هغه ځایه اروپا ته د نشه‌یي توکو قاچاق لا هم د سیمې د هېوادونو لپاره یوه جدي اندېښنه بلل کېږي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي عایشې وهاب ته د بریا مبارکي ورکړې

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي عایشې وهاب ته د بریا مبارکي ورکړه.

هغه نن شنبه د (اګسټ۲۲مه) پر خپلې ایکس پاڼې لیکي،" خوشاله یم چې یوه افغان اصله ښځه د لومړی ځل لپاره د امریکا کانګرس ته لار پیدا کوي او دا بریا ورته مبارکي وايم".

ښاغلي کرزي وړاندې لیکي،"که چیرته د افغانستان دننه او بهر ښځو او نجونو ته مناسب فرصتونه برابر شي کولی د ټولنې په وده او پرمختګ کې رغنده رول ولوبوي".

عایشه وهاب لومړنۍ افغان اصله امریکايۍ ده چې له کالیفورنیا ایالت څخه کانګرس ته بریالۍ شوې ده.

هغې په ۲۰۱۸ کال کې د ټاکنو له لارې د هایوارډ ښار د شورا غړیتوب ترلاسه کړې و.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG