د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۱

افغانستان کې ځينې کورنۍ: د بې‌وزلۍ له امله مو ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي دي


يو شمېر په خوارځواکۍ اخته ماشومان، ارشيف
يو شمېر په خوارځواکۍ اخته ماشومان، ارشيف

د افغانستان په بېلابېلو برخو کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د شمېر زیاتېدو خبر ورکړل شوی دی.

زیات ماشومان د افغانستان په هغو ولایتونو کې په خوارځواکۍ اخته شوي، چې د بې‌وزلۍ اندازه په‌کې لوړه ده.

سړې هوا روغتیايي مرکزونو ته د دغو ماشومانو لېږد خورا ستونزمن کړی دی.

یوازې د غور ولایت د مرکز فېروزکوه روغتون ته روان لمریز کال شا و خوا ۶۰۰ ماشومان ور وړل شوي دي.

۱۸ میاشتنۍ الینا هم په دې روغتون کې بستر شوې، چې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو لپاره د اختصاص شویو بسترو شمېر یې لسو ته رسېږي، خو د ورځې تر ۳۵ پورې ماشومان په خراب وضعیت کې ورته رسول کېږي.

په خوارځواکۍ اخته يو ماشوم
په خوارځواکۍ اخته يو ماشوم

د الینا مور، چې خپل نوم یې نه‌دی اخیستی وايي، بې‌وزلي یې لویه ستونزه ده.

نوموړې وايي: "په کور کې د خوراک لپاره هېڅ نه‌لرو، د خوراک څه نه پیدا کېږي، خاوند مې هم کوم کار نه‌لري."

د روغتیا نړیوال سازمان پرون یو وار بیا وویل، چې د اټکل له‌مخې به په ۲۰۲۳م کال کې په شدیدې خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر اته لکه او ۷۵زره وي، چې یولک او ۲۵زره به یې روغتیايي اختلالات ولري.

د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان څانګه وايي، روان میلادي کال به د هغو ماشومانو شمېر دوو ملیونو او درېیو لکو ته ورسېږي چې په منځنۍ سطحه په خوارځواکۍ به اخته وي.

د طالبانو له روغتیا وزارت مو په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د درملنې په باب پوښتنه وکړه، خو ویاند یې زموږ اړیکه ځواب نه‌کړه.

د روغتیا نړیوال سازمان زیاتوي، چې په دې بهیر کې به اته لکه او څلوېښت زره هغه میندۍ هم له سختۍ خوارځواکۍ کړېږي، چې یا امیندوارې دي یا هم خپلو ماشومانو ته شیدې ورکوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG