د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۰

ولې په افغانستان کې مېرمنې او نجونې ډېری د وینې له کمښت سره مخ دي؟


ارشیف
ارشیف

یو شمېر افغان ډاکتران وايي، هغه مېرمنې چې دوی ته د درملنې لپاره راځي ۹۰ سلنه یې د وینې له کمښت سره مخ دي.

کابل مېشته رحیمه له څو کلونو راهیسې کم د وینې له کمښت سره مخ ده.

هغه له ازادي راډیو سره خبرو کې وايي، یوې بېوزلۍ کورنۍ کې اوسېږي او نه شي کولای د ډاکترانو له لارښوونې سره سم خپله درملنه وکړي.

نوموړې وايي: "ډاکتران راته وايي چې باید ښه خواړه وخورم. شنه ترکاري، غوښه او هغه خواړه وخورم چې اوسپنه لري. له بده مرغه اقتصادي وضعیت مو ښه نه‌دی او هغه خواړه چې را ته لارښوونه یې کېږي، نه شم کولای چمتو یې کړم."

دا یوازې رحیمه نه‌ده چې د وینې له کمښت سره مخ ده، بلکې ډاکتران وايي، افغانستان کې زرګونه نجونې او ښځې شته چې دا ناروغي لري.

د نسايي ولادي ډاکترانو ټولنه وايي، په نجونو او ښځو کې دا ناروغي زیاته ده، خو کره ارقام یې نه‌شته.

د دې ټولنې رییسې نجم‌السما شفاجو د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په ښځو کې د وینې د کمېدو لامل خوارځواکي، د اوسپنې او د ویټامین ۱۲ کمی دی.

شفاجو وویل: "له بده مرغه په افغانستان کې د نورو ستونزو ترڅنګ د کره شمېرو نشتوالی دی، خو کله چې موږ ښځې معاینه کوو او امیندوارۍ پر مهال موږ ته راځي له ۹۰ سلنه یې زیاد له کم خونۍ سره مخ دي."

شفاجو زیاتوي، اوسمهال په افغانستان کې ۴۰۰ ډوله کم‌خوني په خلکو کې تشخیص شوې او کله کله د زېږون او له هغې وړاندې زیاته خون ریزي د ښځو د مړینې لامل کېږي.

یو شمېر نورې متخصصینې بیا وايي، د وینې کمښت نه یوازې په میندو، بلکې په نویو زېږېدلو ماشومانو هم اغېز لري.

د نسايي ولادي ناروغیو متخصصه یلدا سیلمان‌خېل په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "کله چې ماشوم پیدا کېږي، د ملا په تېر کې یو بېرون‌والی لیدل کېږي، شونډې او یا هم یې مرۍ شلېدلي وي او یا یې د زړه دهلیز سوری وي. دا ټول د مور په بدن کې د ویټامینونو د کم‌والي له امله وي. "

ارشیف
ارشیف

ډاکتران لارښوونه کوي، هغه کسان چې کم‌خوني لري باید ډېره غوښه او سبزیجات وخوري او همدا ډول له هغو خوړو ګټه واخلي چې اوسپنه ولري.

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت نظر هم واخلي، خو ویاند یې ځواب ورنه کړ.

د تېر جمهوري نظام پر مهال د روغتیا وزارت له‌خوا د پوهنې وزارت سره په همکارۍ په ښوونځیو او نورو روغتیايي مرکزونو کې زده‌کوونکو نجونو او ښځو ته فولیک اسید تابلیتونه وېشل، چې د روغتیايي متخصصانو په باور یو اغېزمن کار و.

XS
SM
MD
LG