د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۰

د عامې روغتیا وزیر: د ښوونځي او سواد رول د روغتیا په ښه والي کې مهم دی


آرشیف/ په هرات ولایت کې د نجونو د یوه ښوونځي انځور
آرشیف/ په هرات ولایت کې د نجونو د یوه ښوونځي انځور

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د روغتیا نړیواله ورځ د روغتیا د ټولو لپاره او د ټولو له خوا ونماځله.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر وايي، سالمه تغذیه او د میندو او خویندو روغتیا ته پاملرنه په هېواد کې د روغتیايي وضعيت د ښه کېدو لامل ګرځي.

فیروز الدین فیروز د یکشنبې په ورځ په کابل کې د روغتیا د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل چې دوی له همدې امله د پوهنې وزارت په همکارۍ د ښوونځیو له لارې روغتیايي پروګرامونه پیل کړي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز

​ده وویل:

"د ښوونځي او سواد رول د روغتیا د ښه کېدو په برخه کې ډېر مهم دی، د افغانستان روغتیا وزارت د پوهنې وزارت په مرسته په اوونۍ کې یو ځل له څو ميلیونو زیاتو نجونو ته د فولیک اسید ټابلیټونه ورکوي، ځيني وايي چې دا پروګرام په ځای نه دی، خو د عامې روغتیا وزارت وايي چې دا ډېر ښه پروګرام دی، یعنې یوازنی پروګرام چې د خپلو میندو او خویندو روغتیا پرې یقیني کولای شو، د فولیک اسید وېش دی."

نوموړي وویل چې د هېواد په اوسني وضعیت کې ډېری خلک په ځانګړي ډول، د ښوونځیو زده کوونکي د بېوزلۍ، نا امنۍ او یو شمېر نورو مواردو له امله نه شي کولای چې په کافی اندازه ویټامین واخلي چې فولیک اسید یې بدیله لار کېدای شي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په داسې حال کې د دغه هېواد په ښوونځیو کې د روغتیايي پروګرامونو له خپرېدو خبر ورکوي چې لا هم د افغانستان په لېرو پرتو سیمو کې اکثره میندې د وینې د کمښت له امله د زېږون پر مهال مري.

مخکې تر دې دغه وزارت ویلي وو چې ۴۰ سلنه ښځې او نجونې په دغه هېواد کې د وینې له کمښت سره مخ دي.

د کابل د ملالۍ لېسې ښوونکې ګلالۍ په دې اړه چې فولیک اسید ټابلیټونه نجونو ته څومره ګټور دي، وايي:

"دا د کم خونۍ ټابلیټونه د زده کوونکو د ستړیا د لېرې کولو لپاره ډېر ګټور دي، اکثرو نجونو ویلي چې د دغو ټابلیټونو په استفادې سره یې میاشتنۍ ناروغۍ ښې شوې دي، ځيني دا هم وايي چې د دغو ټابلیټونو په خوړلو سره د ستړیا احساس نه کوي، ان اکثرو دا ټابلیټونه د خپلو میندو او خویندو لپاره چې وینه یې کمه ده، له مونږه غوښتي دي."

طوبا او مریم هغه دوه زده کوونکې دي چې له درېیو کلونو راهیسې فولیک اسید ټابلیټونه استفاده کوي.

دوی وایي:

"ډېر شمېر زده کوونکي چې اکثره وخت د درس پر مهال به ضعف کېدل، د دغو ټابلیټونو په استفادې سره يې اوس دا ستونزه لېرې شوې ده او اوس له ښې روغتیا برخمن دي."

"د فولیک اسید ټابلیټونه چې هره اوونۍ مونږ ته توزېع کېږي، زمونږ د روغتیا لپاره ډېر ګټور دي او زمونږ د وینې د کمښت ستونزه یې هواره کړې ده."

په ورته وخت کې د افغانستان د پوهنې سرپرست وزیر میرویس بلخي چې په دغه ناسته کې یې ګډون کړی و، په ښوونځیو کې یې د روغتیايي پروګرامونو په پلي کېدو ټینګار وکړ.

د افغانستان د پوهنې سرپرست وزیر میرویس بلخي
د افغانستان د پوهنې سرپرست وزیر میرویس بلخي

ده وویل:

"مونږ هره ورځ زده کوونکو ته لومړني روغتیايي کوډونه تکراروو او بل ډېر ښه پروګرام چې امکان لري له عامې روغتیا وزارت سره به یې له راتلونکې اوونۍ پیل کړو، په ټول هېواد کې د لومړیو ټولکیو د زده کوونکو روغتیايي معاینات دي."

ښاغلی بلخي وايي، د ښوونځیو له لارې د روغتیايي پروګرامونو په پلي کېدلو سره به په زده کوونکو کې د وینې د کمښت او ذهني کمزورتیا ستونزې چې پر دوی ناوړه اغېز لري، هوارې شي.

راپور: فیروزې عزیزي

XS
SM
MD
LG