د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۱

د روغتیا وزیر: شااوخوا ۴۰ سلنه ښځې او نجونې د وینې له کموالي سره مخ دي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د افغانستان د ښځو او په تېره په ښوونځیو کې د ښځینه زده کوونکو د وینې کمښت، د زده کوونکو د ذهني او جسمي سالمې ودې عمده خنډ ګڼي وايي، د " ایرون فولیک اسید" تابلېتونه کولای شي چې دغه ستونزه کمه کړي.

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۰۱» په کابل کې د هېواد د ۳۴ ولایتونو د پوهنې له رئیسانو سره په یوې ناسته کې وویل چې دمګړۍ د افغانستان ۴۰ فیصده ښځې او نجونې د وینې د کموالي له ستونزې سره مخ دي چې د ښځو او په تېره د ښځینه زده‌کوونکو پر ورځنیو فعالیتونو یې ناوړه اثر کړی دی.

ده وویل، هڅې تېزې شوي چې د خوارځواکۍ او د وینې د کمښت د ستونزې د کمولو لپاره د عامې روغتیا د وزارت او یونېسف د «ډبلیو، آی، اېف، اېس،» پروګرام په ټولو ولایتونو کې د پوهنې د رئیسانو په همکارۍ پلی کړي.

فیروزالدین فیروز
فیروزالدین فیروز

ښاغلي فیروز زیاته کړه:

"زموږ په ټولنه کې ۴۰ فیصده ښځې او ۳۰ فیصده نجونې د وینې د کمښت له ستونزې سره مخ دي، له دې امله د دوی د ودې او زده‌کړې توان هم لږ دی او د ټولنې د اوږو پېټی ګرځي، موږ کولای شو د یوې اسانې او ارزانې لارې نه چې د اوسپنې او فولیک اسید د تابلېتونو وېشل دي، دغه ۳۰ فیصده هدف وګرځوو او وده سمه کړو."

ده وویل، د هېواد په اوسنیو حالاتو کې ډېری خلک او په تېره زده‌کوونکي د بې‌وزلیو، ناامنیو او داسې نورو ستونزو له امله نه‌شي کولای کافي ویټامینونه واخلي او د یادو تابلېتونو کارول د موجوده ستونزې د حل یوه بدیله لاره ده.

د عامې روغتیا وزارت او د پوهنې د رئیسانو په ناسته کې د پوهنې سرپرست وزیر میرویس بلخي وویل، د زده‌کوونکو جسمي کمزوري پر زده‌کړو ناوړه اثر پرې باسي او ژمن یو چې دغه پروګرام د عامې روغتیا د وزارت او یونېسف په همغږۍ د تبلیغاتو له لارې پلی کړو.​

میرویس بلخي
میرویس بلخي

ښاغلي بلخي زیاته کړه:

"د زده‌کوونکو روغتیا او ذکاوت د پوهنې د کورنۍ عمده هدف دی چې د افغانستان راتلونکی نسل ذکي او په عین وخت له ذهني، روحي او جسمي پلوه توانمنده وي او ټولنې ته‌یې وړاندې کړو، موږ چمتو یو د پوهنې د ټولو شاخصونو تر څنګ، د زده‌کوونکو روغتیا ته هم پام وکړو."

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر دا هم وویل، په ځینو سیمو کې یو شمېر خلکو او د افغانستان دښمنانو داسې ډنډورې خپرې کړي چې ګواکې دغه درمل د انسان جنسي فعالیتونه زیانمنوي.

ده ټینګار وکړ چې دغه درمل د انسان ډېرې کمزورۍ له‌منځه وړلی شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG