د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۹

کندهار کې په تلسمیا د اخته ماشومانو شمېر زیات شوی؛ چارواکي: ۶۵۰ یې ثبت دي


په تلسمیا اخته ماشومان
په تلسمیا اخته ماشومان

د کندهار میرویس روغتون ته لسګونه ماشومان هره ورځ د وینې اخېستلو لپاره راوستل کېږي، په دې ولایت کې په تلسمیا ناروغۍ د اخته ماشومان شمېر زیات شوی دی.

له دې ماشومانو څخه یوه یې ۱۴ کلنه شمسيه ده چې د تېرو ۱۴کلونو راهیسې د دغه ناروغۍ څخه کړيږي.

شمسیه اوس په شلو ورځو او ان کله-کله په اوونۍ کې هم وينې اخیستلو ته اړتيا پيدا کوي.

شمسيه زیاتوي: "کله چې وينه مې خلاصه شي، پښې مې درد کوي، بدن مې سستي کوي، خوراک ته مې زړه نه کېږي، پر سر مې درد وي او د تګ پر وخت چپه شم."

د شمسيې پلار محب الله وایي، دوه نور اولادونه یې هم په دغه ناروغۍ اخته دي چې یو ماشوم یې د دې ناروغۍ له امله مړ شوی هم دی.

هغه د خپلو اولادونو په ګډون په دې ناروغۍ د ټولو اخته ماشومانو د درملنې لپاره د حکومت همکاري غواړي.

محب الله زیاتوي: "درې ماشومان مې په تلسمیا ناروغۍ اخته وو، یو مړ شوی او لور ته مې د تېرو ۱۴ کلونو راهیسې وینه ورکوم او زوی ته مې د تېرو درېيو کلونو راهیسې هره میاشت وینه ورکوم، له حکومته مې غوښتنه دا ده چې یوازې زما د اولادونو نه بلکې د دغه ډول ټولو ناروغه ماشومانو د درملنې لپاره بهر ته زمینه برابره کړي."

په کندهار کې د ميرويس حوزوي روغتون د ماشومانو د وارډ مسوول ډاکټر محمد صديق تلسميا يوه ارثي ناروغي ګڼي او وايي، دا ناروغي د مور يا پلار څخه ماشوم ته انتقالېږي.

د ډاکټر صدیق په وینا د دغه ناروغۍ له امله د ناروغ د وينې سره کرويات تخريبیږي چې له امله ناروغ یې د وينې په کمېدو اخته کېږي.

په کندهار کې د ميرويس حوزوي روغتون د ماشومانو د وارډ مسوول ډاکټر محمد صديق تلسميا يوه ارثي ناروغي ګڼي
په کندهار کې د ميرويس حوزوي روغتون د ماشومانو د وارډ مسوول ډاکټر محمد صديق تلسميا يوه ارثي ناروغي ګڼي

ډاکټر محمد صديق زياتوي: "تلسمیا د ویني د کمښت ناروغي ده چې ډېر وخت ويل کېږي په خپلوانو کې د واده کولو له امله د تلسميا ناروغۍ پيدا کېږي، خو دا خبره سل فيصده باوري نه ده، مګر يوه اندازه رول په دې برخه کې لري."

ډاکټر صدیق وايي، له دوی سره په تلسميا ناروغۍ اخته ۶۵۰ ماشومان ثبت شوي چې یو شمېر یې په میاشت او یو شمېر نور یې په څو اوونیو کې ویني اخېستلو ته اړتیا پیدا کوي او دوی ورته د وينې له بانکه وينه ورکوي

ډاکټر صدیق وايي: "د دغه ۶۵۰ ماشومانو د وينې اخیستلو وخت توپير کوي چې ځينې یې په يوه اوونۍ کې ځينې یې په پنځلس ورځو کې او يا هم په يوه مياشت کې وينې اخیستلو ته اړتيا پيدا کوي، مثلاً موږ تېره مياشت ۷۸۲ ماشومانو ته وينه ورکړې ده."

روغتیا پالان وايي، په افغانستان کې په تلسمیا ناروغۍ د اخته ماشومان د درملنې امکانات نشته او دوی یوازې په دوامداره توګه د وینو ورکولو د لارې د هغوی ژوند ژغوري.

XS
SM
MD
LG