د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۲:۴۱

د زېږون ترمنځ واټن څه ګټه او زیانونه لري؟


ارشیف، د کابل په یوه روغتون کې د نويو زېږېدلو افغان ماشومانو یو انځور 19 October 2010
ارشیف، د کابل په یوه روغتون کې د نويو زېږېدلو افغان ماشومانو یو انځور 19 October 2010

د کندز د عامې روغتیا چارواکي له ټولو کورنیو غواړي چې د زېږون ترمنځ واټن په پام کې ونیسي.

د دوی په وینا، د زېږون ترمنځ د وقفې نه مراعتول د مور او ماشوم ژوند له ګواښ سره مخ کوي او سربېره پر دې کورنۍ له بېلابېلو ټولنیزو او اقتصادي ستونز سره هم لاس او ګرېوان کوي.

د کندز د عامې روغتیا رئیس ډاکتر احسان الله فضلي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

د کندز د عامې روغتیا رئیس ډاکتر احسان الله فضلي
د کندز د عامې روغتیا رئیس ډاکتر احسان الله فضلي

"د ولادتونو ترمنځ واټن دا د صحت د ډېرو مهمو مسایلو دی او هېڅ مشکل نشته او موږ د افغانستان د عامې روغتیا د پالېسۍ له مخې په ټولو صحي مراکزو کې د دې لپاره درمل لرو او دغه درمل د مور په خوښه او د هغې د کورنیو په خوښه او له هغوی سره مشوره کېږي چې تر څه وخته پورې واټن په پام کې نیسي او بیا ورته درمل ورکول کېږي."

ښاغلی فضلي زیاتوي چې په ښارونو کې تر یوه حده پورې کورنۍ د زېږون ترمنځ واټن مراعتوي، خو بیا په لېرو پرتو سیمو کې د کورنیو د پوهاوي د کچې ټېټوالي او د دوديزو مسایلو له کبله لاهم دغه ستونزه موجود ده.

په ورته وخت کې د کندز د حوزوي روغتون یو تن ډاکتر شمیم اکبري بیا وايي، که چېرې کورنۍ د زېږون ترمنځ واټن په پام کې ونیسي، نو ماشوم یې له خوارځواکۍ سره نه مخ کېږي او ترڅنګ یې د نورو ناروغیو مخه هم نېول کېږي.

دی وایي:

"کورنۍ باید د زېږون ترمنځ وقفه په پام کې ونیسې، ځکه یوه مور باید تر دوو کلونو پورې خپل ماشوم ته شېدې ورکړي او ترڅنګ یې مور د ویټامینونو او د وینې له کمښت سره نه مخ کېږي او دغه راز د مور او د ماشوم د مړینې مخه هم نېول کېږي."

له دې سره سم د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې د پوهځنې ښوونکې روګل هم ټېنګار کوي چې کورنۍ باید د زېږون ترمنځ واټن په پام کې ونیسي، ځکه واټن په پام کې نه نیول، کورنۍ له ډول ډول ننګونو او ستونزو سره مخ کوي.

دا زیاتوي:

"د زېږون ترمنځ وقفه مراعتول ډېره مهمه مسئله ده، ځکه د زېږون ترمنځ واټن نه مراعتول کورنۍ له بېلابېلو اقتصادي ستونزو سره مخ کوي او ترڅنګ یې کورنۍ د خپلو ماشومانو ښوونې او روزنې ته رسېدنه نشي کولای او په پایله کې یې کورنۍ له بېلابېلو ناخوالو او ستونزو سره لاس او ګرېوان کوي."

د کندز د عامې روغتیا د چارواکو په خبره، دوی د زېږون ترمنځ د واټن مراعتولو په اړه د بېلابېلو غونډو او ناستو له لارې خلکو ته پوهاوی ورکړی او لاهم دغه بهیر دوام لري.

د معلومات پربنسټ چې د زېږون ترمنځ واټن مراعتول د مور او ماشوم د مړینې کچه راټیټوي او دغه راز د مور او ماشوم صحت ته هم ګټه رسوي، ځکه په افغانستان کې زیات شمېر مېرنې د زېږون پرمهال خپل ژوند او یا هم ماشوم له لاس ورکوي او سربېر پر دې، کورنۍ له ډول ډول ټولنیزو او اقتصادي ستونزو سره مخ کوي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG