د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

سېف د چلډرن افغانستان کې د ماشومانو د مړينې پر ډېرېدو اندېښنه ښودلې


يو شمېر خوارځواکي ماشومان، ارشيف
يو شمېر خوارځواکي ماشومان، ارشيف

د ماشومانو د ژغورنې صندوق (سېف د چلډرن) وايي، په افغانستان کې د سړې هوا له امله ماشومان د مړینې په حال کې دي.

د کندهار يوه اوسېدونکې چې نه‌غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي وايي، د خیاطۍ په یوې کورنۍ مؤسسه کې یې کار کاوه، خو په نا دولتي کورنیو او نړیوالو مؤسسو کې د طالبانو د حکومت له‌خوا د ښځو په کار د بندیز له امله وزګاره شوې او اوس په کور ناسته ده.

"خپله د کور سرپرسته یم، په ۲۴ کلنۍ کې کونډه شوې یم

هغه وايي: "خپله د کور سرپرسته یم، په ۲۴ کلنۍ کې کونډه شوې یم، یوازې زه نه دا ټولې ښځې دغسې مجبوره وې، غریبانې وې، د کور سرپرستي یې په غاړه وه، یوه حلاله روزي مو پیدا کوله، د خیاطۍ په برخه کې مو کار کولو، خو متاسفانه چې زموږ کار و بار اوس بیخي په ټپه ودرېد، او ټولې ښځې، بې‌وزله، بې‌چاره، غریبانې، په کور کښېناستې."

دا مېرمن وايي، دوی له همدې لارې خپل ماشومان مړول او ښوونځیو ته یې لېږل.

دا په داسې حال کې ده، چې د ماشومانو د ژغورنې صندوق (سېف د چلډرن) یو ځل بیا په افغانستان کې د سخت ژمي له امله د ماشومانو د ترینګلي وضعیت خبر ورکوي.

يو خوارځواک ماشوم، ارشيف
يو خوارځواک ماشوم، ارشيف

د ماشومانو د ژغورنې صندوق په خپل یوه تازه راپور کې ویلي، دا وضعیت وروسته له هغې رامنځته شوی چې، طالبانو نږدې دوه میاشتې مخکې په نا دولتي مؤسسو کې د ښځو کار کول منع کړل.

دغه سازمان وايي، دې چارې د دوی له ۵۰سلنې زیات د مرستې رسولو بهیر اغېزمن کړ چې په‌کې د دوی په وینا د کورنیو په ځانګړي ډول د دوی د ماشومانو د لومړنیو اړتیاو پوره کولو لپاره نقدي مرسته هم شامله وه.

د ماشومانو د ژغورنې صندوق په خپل دغه تازه راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ یې په خپله وېب‌پاڼه خپور کړی ویلي، ښځې په داسې حال کې په افغانستان کې په نا دولتي مؤسسو او سازمانونو کې له کار کولو منع شوي چې دغه هېواد له اقتصادي رکود او وچکالۍ سره مخ دی چې، دې کار بې‌کاري زیاته کړې، د خوراکي توکو بیې یې لوړې کړي او په ټوله کې یې یو انساني ناروین رامنځته کړی دی.

د دغه سازمان د شمېرو له‌مخې په افغانستان کې ۲۸ ملیونه خلک چې ماشومان او لویان دواړه په‌کې شامل دي د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.

يو شمېر خوارځواک ماشومان چې يوه روغتون کې يې درملنه کېږي، ارشيف
يو شمېر خوارځواک ماشومان چې يوه روغتون کې يې درملنه کېږي، ارشيف

خو د ماشومانو د ساتنې صندوق په وینا، دې وضعیت بیا ښځې تر نارینه‌و ډېرې ځپلې دي او ۹۶ سلنه هغه ښځې چې د خپلو کورنیو یوازنۍ ډوډۍ ګټونکې دي پر نجونو او ښځو د لګول شوي کاري محدودیت له امله کافي خواړه نه‌خوري.

د دغه سازمان اجراييه مدیر ډېوېډ رایټ ویلي، اوس د دې وخت نه‌دی چې نړیواله ټولنه په ځانګړي ډول مرسته کوونکي هېوادونه افغانستان ته شا کړي.

د ماشومانو د ژغورنې صندوق وايي، په افغانستان کې پنځه زره کارکوونکي لري چې نیمايي یې ښځې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یونېسف ویلي، چې په جنوري میاشت کې په افغانستان کې د سړې هوا او ناروغیو له امله سلګونه ماشومان مړه شوي دي.

یونېسف د دوشنبې په ورځ ناوخته دا خبره په خپله ټوېټر پاڼه کې کړې ده، خو دقیق شمېر یې نه‌دی ښودلی او نه یې ویلي، چې د افغانستان په کومو برخو کې.

د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق ویلي، د دوی ټیمونه په ټول افغانستان کې په ژمي کې له کورنیو سره مرسته کوي.

د ماشومانو د ژغورنې صندوق وايي، په افغانستان کې پنځه زره کارکوونکي لري چې نیمايي یې ښځې دي.

د طالبانو حکومت په ډسمبر میاشت کې په نادولتي کورنیو او نړیوالو مؤسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه چې، دې کار د ماشومانو د ساتنې د سازمان په شمول افغانانو ته د ډېری مرسته کوونکو مؤسسو او سازمانونو چارې ټکنۍ کړې.

طالبانو پر افغان نجونو او ښځو د کار د بندیز ترڅنګ له شپږم ټولګي پورته په ښوونځیو کې او دغه شان په پوهنتونو کې پر زده‌کړو هم بندیز لګولی چې دې کار نه یوازې افغانان، بلکې نړیوال هم اندېښمن کړي دي.

طالب ویاندویانو مخکې ویلي، دوی پر یو طرزالعمل کار کوي ترڅو ډېر ژر پر ښځو او نجونو د زده‌کړو او کار بندیز ته د دوی په وینا د شریعت په چوکاټ کې حل لاره پیدا کړي.

تازه د بشري حقونو او د افغان نجونو او ښځو لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړې استازې رینا امیري په یو ټويټ کې لیکلي چې، په دوحه کې یې د خپل سفر پر مهال د هغه هېواد د بهرنیو چارو له مرستیال وزیرې لوله الخاطر سره فوق العاده لیدنه درلوده.

مېرمن امیري لیکي، غواړي معلومه کړي چې، څنګه کولای شي د افغان ښځو او نجونو په ملاتړ هغه هڅې چې مېرمن الخاطر او د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې ریتنو مارسودي په بالي کې رهبري کړي، پیاوړې کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG