د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۳

رامزالاکبروف: افغانستان د نړۍ په کچه له ستر بشري ناورين سره مخ هېواد دی


کابل کې له بې‌وزلو خلکو سره د وچې ډوډۍ مرسته، انځور - ارشيف
کابل کې له بې‌وزلو خلکو سره د وچې ډوډۍ مرسته، انځور - ارشيف

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال او د بشري مرستو همغږي کوونکي رامزالاکبروف ویلي، افغانستان لا هم په نړۍ کې له ستر بشري ناورین سره مخ هېواد دی.

کونډه زهرا چې، د درې اولادونو مور او د کور سرپرسته ده د کابل ښار یو سرک تر غاړې سوال ته ناسته ده.

دا مېرمن وايي، په داسې حال کې چې یوه لور یې معیوبه ده او دوامدارې درملنې ته اړتیا لري له مجبوریته سوال کوي، ځکه په خبره یې له ډېرو هڅو وروسته هم نه‌ده توانېدلې چې ځانته کار پیدا کړي.

"درې اولادونه لرم، له مجبورۍ سوال کوم، د ماشومانو لپاره د ورځې دوه درې سوه افغانیو ته اړتیا لرم

نوموړې وايي: "درې اولادونه لرم، له مجبورۍ سوال کوم، د ماشومانو لپاره د ورځې دوه درې سوه افغانیو ته اړتیا لرم، کور کې یوه سپین سرې مور لرم، یوه لور مې معیوبه ده، دکور سرپرسته زه یم، کار نه‌شته، څه وکم مجبوره یم د سرک پر سر سوال وکم."

دا چې د تېر جمهوري حکومت پر مهال یې په یو خصوصي دفتر کې د صفا کارې دنده درلوده له تېر نږدې یو کال راهیسي بې‌کاره شوې ده.

يوه بې‌وزلې مېرمن، ارشيف
يوه بې‌وزلې مېرمن، ارشيف

طالبانو په افغانستان کې واک ته له رسېدو سره سم په ډېرو دولتي ادارو کې ښځې له کار کولو راګرځولي او د تېر کال په دسمبر میاشت کې یې په نا دولتي مؤسسو کې هم د دوی پر کار بندیز ولګاوه.

د کابل ښار د چهلستون د سیمې یوه اوسېدونکې چې نه‌غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې خپور شي وايي، خاوند یې له سهاره تر ماښامه د کابل په ښار کې لاسي کراچۍ چلوي خو ماښام د نه کار له امله ناهیلی کورته ستنیږي.

دا مېرمن وايي: "زه مخکې په کاپیسا کې په یو ښوونځي کې ښوونکې وم، د جنګونو له امله کابل ته راغلو، اوس دلته په یو کرایي کور کې ژوند کوو، زه هم بې‌کاره یم او خاوند مې هم هم بې‌کاره دی، د کور لګښتونه ډېر په سختۍ پیدا کوو او ژوند مو له سختو ستونزو سره مخ دی."

پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ له پیل راهیسي په دې هېواد کې بې‌وزلي او بې‌کاري تر بل هر وخت زیاته شوې ده.

د ملګرو ملتونو په ګډون بېلابېلو نړیوالو بنسټونو ویلي دي چې، په روان کال کې په افغانستان کې میلیونونه وګړي بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

تازه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال او د بشري مرستو همغږي کوونکي رامزالاکبروف ویلي، سره له دې چې روان کال په سوریه او ترکیه کې ویجاړونکې زلزلې وشوې خو افغانستان لا هم په نړۍ کې له ستر بشري ناورین سره مخ هېواد دی.

د ملګرو ملتونو سازمان په ویب پاڼه کې راغلي، چې نوموړي له کابله په انلاین بڼه نیویارک کې خبریالانو ته ویلي، ملګري ملتونه او شریکان یې سږ کال له افغان وګړو سره د مرستې لپاره د ۴،۶ میلیارده ډالرو غوښتنه کوي.

ښاغلی رامزالاکبروف ویلي، په تېرو ۱۸ میاشتو کې، ناخالصه کورنۍ تولید (GDP) په سلو کې ۳۵ کم شوی، د لومړنیو خوراکي توکو بیه په سلو کې ۳۰ او بې‌کارۍ ۴۰ سلنې ته لوړه شوې ده.

دغه شان، د خلکو نږدې ۷۵ سلنه عاید اوس یوازې په خوړو مصرفيږي.

رامزالاکبروف
رامزالاکبروف

له دې وړاندې هم ګڼو نړیوالو خیریه بنسټونو د افغانستان د بشري وضعیت د خرابېدو خبرداری ورکړی و او ویلي وو چې، د دې هېواد له نیمايي نفوس زیات ۲۸ میلیونه وګړي د لوږې له ګواښ سره مخ دي.

په افغانستان کې د بشري وضعیت د خرابېدو اندېښنې هغه مهال لا زیاتې شوې چې، یو شمېر نړیوالو مرسته رسونکو ادارو په افغانستان د طالبانو د حکومت له‌خوا په نا دولتي مؤسسو کې د ښځو د کار د ممنوعیت د پرېکړې په غبرګون کې خپل فعالیتونه وځنډول.

طالبانو په افغانستان کې له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونه د نجونو پر زده‌کړو هم بندیز لګولی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال او د بشري مرستو همغږي کوونکي رامزالاکبروف ویلي، سره له دې چې ملګري ملتونه په دې اړه د طالبانو له حکومت سره کار کوي، خو په خواشینۍ سره چې تر دې دمه د نجونو د زده‌کړو په برخه کې هڅونکی یا د پرمختګ کوم خبر نه‌شته.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG