د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۴

افغانستان کې لوږه او بې‌وزلي؛ خلک: ايا د څلور لارو ورانول او بېرته جوړول لومړيتوب دی؟


مزار شريف کې د اس سورو مجسمه چې تازه د طالبانو د حکومت له‌خوا ويجاړه شوه.
مزار شريف کې د اس سورو مجسمه چې تازه د طالبانو د حکومت له‌خوا ويجاړه شوه.

د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي او وایي دوی ډوډۍ او د ژمي په دې سړه هوا کې ګرمې جامې نه‌‌لري، خو د طالبانو حکومت تیارې جوړې څلور لارې ورانوي او بېرته یې په خپل زړه جوړوي.

د کابل يو اوسېدونکی نجیب وايي، ژوند یې بې‌‌کارۍ او بې‌وزلۍ ور تریخ کړی دی.

نجیب ازادي راډیو ته وویل، د سون توکو د رانیولو له پاره یې پیسې نه درلودلې، خونې یې سړې وې، له همدې وجې یې دوه ماشومان یخ وهلي او اوس په روغتون کې بستر دي.

نجیب زیاتوي، په داسې شرایطوکې چې خلک له لوږې او سړې هوا مري، ایا د څلور لارو جوړول لومړیتوب دی؟

نوموړی وايي: "همدا اوس هم زما دوه ماشومان د ډېرې یخنۍ له وجې ناروغ او په روغتون کې بستر دي. د ژمي په پیل کې په دې ونه توانېدم چې د سوخت څېزونه واخلم، کوټې سړې وې ماشومان ناروغ شول، اوس یې په روغتون کې هم د لګښت توان نه‌لرم، مجبور یم چې بېرته یې کورته بوځم. د طالبانو حکومت د دې پر ځای چې د خلکو لومړنۍ اړتیاوې برابرې کړې څلور لارې ورانوي بېرته یې جوړوي."

انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

د بلخ اوسېدونکې نرګس بیا وایي، چې د شپږ کسيزه کورنۍ نفقه ورترغاړې ده، د طالبانو له بیا وکمنۍ وروسته یې خپله دنده هم له لاسه ورکړې او اوس که یو وخت ډوډۍ ور ورسیږي بل وخت وږې وي.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل، دا چې تیارې جوړې شوې څلور لارې ورانېږي او بیا له سره جوړېږي د طالبانو حکومت دې په دې پیسو د خلکو تن پټ او نس موړ کړي.

"د خواشینۍ ځای دا دی چې په دې بدو شرایطوکې چې خلک له لوږې او یخنۍ څخه مري

اغلې نرګس وايي: "د خواشینۍ ځای دا دی چې په دې بدو شرایطوکې چې خلک له لوږې او یخنۍ څخه مري حکومت هغه څلور لارې چې بیا جوړونه نه‌غواړي له سره جوړوي، زه اصلآ دا اړینه نه ګڼم، چې یو جوړ ځای وران کړه له سرنه یې بیا جوړ کړه، دا پیسې دې خوار او غریبو ته ورکړي چې خپل ژوند ورباندې وژغوري."

د اعتراضونه ورسته له هغه دي، چې د شنبې په ورځ د بلخ ولایت په مزار شریف ښار کې طالبانو د ګامکار په نوم څلور لارې کې د اس سورو مجسمې ړنګې کړې.

په بلخ کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس عطا محمد ساهو ازادي راډیو ته دې اړه په یو پیغام کې لیکلي، له دې کار موخه د څلور لارې د نما بدلول دي او بل کوم مشخص دلیل نه‌لري.

په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم په دې ورستیو کې ځيني څلور لارې له سره او ځیني نوې جوړې شوې دي.

په پلازمېنه کابل کې هم د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې کابل ښاروالۍ په دې ورستیو کې څو څلور لارې تازه جوړې کړي، چې په‌کې د دان باغ او انصاري څلور لارې هم شاملې دي.

"څه چې جوړ شوي دي هغه د ځینو سوداګرو په مرسته او د ښاروالۍ د خپلو عواید په پیسو رغېدلي دي

خو د کابل ښاروالۍ لپاره د طالبانو حکومت ویاند نعمت الله بارکزی وايي، ښاروالۍ ځان ته بودیجه لري، له خلکو څخه عواید ټولوي بېرته یې د ښار په ښکلا لګوي او د ده په خبره، ښاروالي خلکو ته د ډودۍ ورکولو مسوولیت نه‌لري.

نوموړی وايي: "څه چې جوړ شوي دي هغه د ځینو سوداګرو په مرسته او د ښاروالۍ د خپلو عواید په پیسو رغېدلي دي، د ډوډۍ د ورکولو له پاره نور وزارتونه شته چې کار کوي، ښاروالي خلکو ته د دوډۍ ورکولو مسولیت نه‌لري موږ مستقله بودیجوي اداره یو او هغه عواید چې راټولوو یې بېرته یې پر ښار مصرفوو که څلور لارې جوړیږي سړک یا هم پارک دا زموږ کار دی موږ یې کوو."

خو په ولسي جرګه کې د نګرهار د خلکو پخوانۍ استازې صایمه خوږیاڼۍ هم انتقاد کوي وايي، حکومتولي په دې ډول نه کېږي چې په بدو شریطو کې هم هر وزارت او هره اداره خپلې پیسې ځان ته وساتي.

افغانستان کې پر بې‌وزلۍ ګڼو نړيوالو سازمانونو اندېښنې ښودلي دي.
افغانستان کې پر بې‌وزلۍ ګڼو نړيوالو سازمانونو اندېښنې ښودلي دي.

د نوموړې په خبره دا سمه ده چې د ښاروالۍ دنده د خلکو اقتصادي ستونزې حلول نه دي، خو په خبره یې کله چې خلک له یخنۍ او لوږې مري بیا د ښاروالۍ د عوایدو لګول هم منع نه‌دي.

اغلې خوګیاڼۍ ازادي راډیو ته وویل، چې په بېړني حالت کې باید دولت بودیجه ولري، که یې نه‌لري، بیا په خبره یې د نورو ادارو له عوایدو باید استفاده وشي.

نوموړې وويل: "خلک مړه کیږي دوی څلور لارې څه کړي؟ دغه د ښاروالۍ بودیجه باید واخلي او مصرف یې کړي، وږي او په یخنۍ کې ګېر خلک د ښار ښکلا څه کړي؟ پر ځای د دې چې طالبان بیا جوړنې وکړي لومړیتوب دې د خلکو ژوند ته ورکړي، دا مهمه نه‌ده چې د ښاروالۍ پیسې دي، حکومت یو حکومت دی."

د یادونې ده، چې په افغانستان کې مخکې هم ډېری څلور لارې د نظامونو او چارواکو په بدلېدو سره په وار وار له سره جوړې شوي، چې په ځینو کې د ښاریانو د ستونزو د هوارۍ په موخه بدلونونه راغلي او په ځینو کې بیا د تغیر موخه یوازې نما او ډول و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG