د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۷

طالبانو په مزار کې د اس سپرو مجسمې ړنګې کړي


د مزار شریف ښار په کامګار څلور لارې کې د څو اسونو او اس سورو مجسمې چې د اوزلوبې د دودیزې لوبې صحنه یې ښودله، کلونه مخکې د جمهوري نظام پر مهال جوړې شوې وې او د شنبې په ورځ ړنګې شوې.
د مزار شریف ښار په کامګار څلور لارې کې د څو اسونو او اس سورو مجسمې چې د اوزلوبې د دودیزې لوبې صحنه یې ښودله، کلونه مخکې د جمهوري نظام پر مهال جوړې شوې وې او د شنبې په ورځ ړنګې شوې.

طالبانو د بلخ ولایت د مزار شریف ښار په یوې څلور لارې کې د اس سپرو مجسمې ړنګې کړي دي.

د ټولنیزو شبکو یو شمېر زیاتو کارونکو د بلخ ولایت د مزار شریف په کامګار څلور لارې کې د اس سپرو د مجسمو ړنګول غندلي دي.

د شنبې په ورځ چې کومه ویډيو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه په کې لیدل کېږي چې د وروستي اس مجسمه هم لوېږي.

دې ویډيو د ټولنیزو رسنیو د ډېریو کارونکو غبرګونونه راپارولي دي.

دوی نیوکه کوي او وايي چې باید د افغانستان د خلکو فرهنګي ارزښتونو ته درناوی وشي او د دغو مجسمو ړنګول چې د دوی په خبره سیمې ته یې ښکلا وربخښلې وه د دغه هېواد له خلکو سره څرګنده دښمني بولي.

د مزار شریف یو اوسېدونکي چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم او غږ یې راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته په یو پيغام کې لیکي: "په بلخ کې حاکمې ډلې هغه څلور لارې چې د اسونو مجسمې په کې وې او د خلکو د فرهنګ او ورزش نښه وه ړنګې او ثابته یې کړه چې تاریخي او فرهنګي ارزښتونو ته هېڅ درناوی نه لري او دوی دا هم ثابته کړه چې د اولې دورې په شان دي او بدل شوي نه دي."

د مزار شریف ښار په کامګار څلور لارې کې د څو اسونو او اس سپرو مجسمې چې د اوزلوبې د دودیزې لوبې صحنه یې ښودله، کلونه مخکې د جمهوري نظام پر مهال جوړې شوې وې او د شنبې په ورځ ړنګې شوې.

اوزلوبه د افغانستان د شمالي ولایتونو د اوسېدونکو لرغونې لوبه ده.

د طالبانو حکومت دا مجسمې داسې مهال ړنګې کړي چې د طالبانو په لومړی ځل واکمنۍ کې په افغانستان کې د اوزلوبې په لوبه بندیز لګېدلی و.

خو په بلخ ولایت کې د طالبانود حکومت د اطلاعاتو فرهنګ رییس عطا محمد ساهو په یو پيغام کې ازادي راډیو ته لیکي چې د دغه مجسمو ړنکولو کوم ځانګړی دلیل نه درلود.

د ازادي راډیو خبریال له هڅو سره سره ونه شوای کړای د کامګار شرکت نظر ترلاسه کړي.

طالبان د مجسمو جوړول د شرعيت خلاف عمل بولي.

دوی تر دې مخکې په کابل پوهنتون کې هم مجسمې او دغه شان په بامیانو کې د وحدت اسلامي ګوند د پخواني مشر عبدلعلي مزاري مجسمه رنګه کړې وه.

دوی دغه شان د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د امان الله خان او یو شمېر نورو شخصیتونو انځورونه هم له دېوالونه پاک کړي دي.


د یادونې ده چې طالبانو په افغانستان کې د لومړي ځل واکمنۍ پر مهال د افغانستان د تېر تاریخ ښکارندویه د بودا مجسمه هم ړنګه کړې وه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG