د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۰۷

افغانستان کې د جګړې زیاتېدو د لرغونو اثارو د زیانمنېدو او لوټېدو اندېښنې راپارولي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وايي، په دې ډله کې طالبانو د بودا مجسمې ویجاړې کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وايي، په دې ډله کې طالبانو د بودا مجسمې ویجاړې کړي.

افغانستان کې د جګړې په زیاتېدو سره، د جګړې جغرافیه هم ورځ تر بلې پراخېږي.

خو د نورو اندېښنو ترڅنګ د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د جګړې له امله د تاریخي میراثونو او لرغونو اثارو ته د زیان اوښتو او د لوټ له امله‌یې اندېښمن دی.

د دې وزارت سرپرست محمد طاهر زهیر د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۰۲» په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، په جګړه کې فرهنګي میراثونه او لرغوني ابدات د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ کېږي او همدا ډول‌یې مافیايي ډلې د لوټولو هڅه کوي.

ښاغلي زهیر له خلکو وغوښتل چې د خپلو سیمو د فرهنګي میراثونو او لرغونو اثارو د ساتنې په برخه کې له حکومت سره مرسته وکړي.

دی زیاتوي: "د افغانستان له شریفو او قدر وړ خلکو غوښتنه کوو چې د تاریخي ابداتو د ساتنې په برخه کې پام او همکاري وکړي او اجازه ورنه‌کړي چې له اوسني وضعیت مافیايي کړۍ، قاچاق کوونکي او هغه کسان چې د فرصت په تمه ناست دي استفاده وکړي او خدای مه‌کړه فرهنګي میراثونو او لرغونو اثارو ته لاس وروړي او د خپلو ګټو لپاره‌یې وکاروي."

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر طاهر زهیر
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر طاهر زهیر

د ښاغلي زهیر په خبره، تېرو څلورو لسیزو کې ډېر شمېر فرهنګي میراثونه ویجاړ او زرګونه تاریخي اثار لوټ او له هېواده دباندې قاچاق شول.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وايي، په دې ډله کې طالبانو د بودا مجسمې ویجاړې کړي او همدا ډول‌یې لسګونه نور فرهنګي میراثونه چې د بوداییزم له دورې سره‌یې اړیکه درلوده، له‌منځه یوړل.

خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا ازادي راډیو ته وویل، په بامیان کې د بودا مجسمې د دوی د واکمنۍ پر مهال د یوې محکمې د حکم له مخې ونړول شوې او له هغې پرته، دوی د فرهنګي میراثونو په ورانولو کې لاس نه‌لري.

د ښاغلي مجاهد په خبره، دا ډله د دوی په سیمه کې د شته لرغونو اثارو ساتنه کوي او د وضعیت په عادي کېدو سره به، ټول د افغانستان ملي موزیم ته ولېږدوي.

له دې سره په خوا کې یو شمېر فرهنګیان په دې اند دي چې د جګړې پر مهال د فرهنګي میراثونو ساتنه سخت کار دی.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پخوانی وزیر سید مخدوم رهین وايي، په نا امنه او جنګي حالاتو کې به د تاریخي اثارو قاچاق زیات او د تاریخي میراثونو ساتنه به هم سخته وي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پخوانی وزیر سید مخدوم رهین
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پخوانی وزیر سید مخدوم رهین

ښاغلی رهین وايي: "وضعیت ګورئ چې څه ډول دی. بدبختانه جګړه، بې‌وزلي او د امنیت نشتوالی، دا ټول هغه څه دي چې د فرهنګي میراثونو له ساتنې سره مرسته نه‌کوي. له خلکو د همکارۍ غوښتنه ښه کار دی، خو هغه خلک چې د جګړې له امله خپل کورونه پرېږدي او وېرېږي چې کوچنیان‌یې په مرمیو ونه‌ویشتل شي، څه ډول به مرسته وکړای شي."

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معلوماتو پر بنسټ، اوس‌مهال افغانستان کې نږدې ۵ زره ملموس فرهنګي میراثونه ثبت شوي، خو په غیر ملموس ډول بیا ۲۰ فرهنګي میراثونه ثبت دي او دا بهیر لا هم روان دی.

This item is part of
XS
SM
MD
LG