د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۸

د کندز ښار ته نږدې جګړې؛ ښاریان: اوبه او وچه ډوډۍ نه پیدا کیږي


د کندز ښار
د کندز ښار

له څلور ورځو راهیسې د کندز ښار نږدې څنډې د وسله والو طالبانو او د افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ د درنې جګړې شاهده دي.

د خلکو په وینا اوس مهال د دې ښار ختیځ لوري ته د چله مزار سیمه کې، شمال لوري ته د کله ګاو، ملاسردار او د چپرمه سیمه کې، لویدیځ لوري ته د زر خرید، سې صد فامیلو، قر اول تپه او د زاخېلو سیمو کې او جنوب لوري ته د علي خېلو او د سې درک سیمو کې جګړه روانه ده.

دې روان وضعیت خلک سخت اندېښمن کړي دي.

د کندز ښار یوه اوسېدونکي اسدالله زرغون په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "بد حال دی، هرې خوا جګړه ده، خلک در په در دي، نه اوبه پېدا کیږې، نه ډوډۍ پېدا کېږي او نه برق شته، ګرمي ده ماشومان چغې وهي."

امینتي ځواکونو وايي دې ښار ته تازدمي سرتیري رسیدلي.
امینتي ځواکونو وايي دې ښار ته تازدمي سرتیري رسیدلي.

د جګړې شدت، د اوړي ګرمي، د کرونا د ویروس ګواښ او ترڅنګ د برښنا او د څښاک اوبو نشتوالي دا هغه ستونزې دي چې کندزیان یې له جدي ننګونو سره مخامخ کړي دي.

د کندز ښار یو بل اوسیدونکی عبدالمجید په دې اړه ازادي راډیوته وویل: "دکانونه بند دي، خلک درپه دره شول. نه چاته اوبه پېداکېږې او نه چاته ډوډۍ. یوه ډوډۍ په ۲۰ روپۍ شوه."

۴۰ کلن عبدالودود وايي، له درې ورځو راهیسې په کور کې د څښاک اوبه نه لري: "نانواي ګانې بندي دي، ډوډۍ نشته، ډېر په سختۍ پېدا کېږي، اوبه نشته ، هېله لرم چې حکومت خلکو د اوبو سیستم فعاله کړي."

د کندز د ولایتي شورا یوه غړي امرالدین ولي هم د کندز روان وضعیت د اندېښنې وړ بولي او له مرکزي حکومته غواړي دغه ولایت ته تازه دمي ځواکونه راولیږي.

د کندز د ولایتي شورا یو غړی امرالدین ولي
د کندز د ولایتي شورا یو غړی امرالدین ولي

ښاغلي ولي زیاته کړه: "خلک له سختو ستونزو سره مخامخ دي، جګړه له خلکو قرباني اخلي او خلکو دومره توانايي نه لري چې خپلې کورنۍ نورو ولایتونو ته وباسي. جنګ دننه ښارته را رسېدلي. که دولت ډېر ژره تازه دمي ځواکونه راونه لېږي او ښايي په کندز کې یو انساني ناورین رامنځته شي."

خو د کندز امنیتي چارواکي بیا خلکو ته ډاډ ورکوي، دغه ولایت ته تازه دمي ځواکونه را رسېدلي او ډېر ژر به د کندز روان وضعیت کې مثبت بدلون راولي.

وسله والو طالبانو په داسې حال کې د کندز ښار په نږدې څنډو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړي چې په دې وروستیو کې د کندز ټولو ولسوالیو د وسله والو طالبانو په لاس سقوط کړي او اوس مهال یوازې د کندز ښار او د علي اباد ولسوالۍ د افغان ځواکونو ترواک لاندې دي.

XS
SM
MD
LG