د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۹

د قریشي خبرو ته د سرحدونو او قبایلو وزارت غبرګون: پاکستان نیابتي جګړه جاري ساتلې


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر وايي، پاکستان تل د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس‌وهنه کړې او په یوه نه، یوه ډول یې دلته خپله نیابتي جګړه روانه ساتلې.

محب‌الله صمیم چې نن‌یې «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۳۱» په کابل کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې وویل، پاکستان له پر ځان بسیا، پرمختللي او اباد افغانستانه وېره لري.

د ښاغلي صمیم په خبره، پاکستان اوس هم په افغانستان کې د خپلو ګټو په لټه کې دی او په چلند کې یې هېڅ ډول بدلون نه‌دی راغلی.

د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر د ډیورنډ کرښې په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي څرګندونې هم وغندلې او هغه‌یې د افغانستان د ملي ګټو خلاف وبللې.

د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محب‌الله صمیم
د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محب‌الله صمیم

ښاغلی صمیم زیاتوي: "لومړی د ډېورند کرښې په اړه د قریشي خبرې غندم او دا د افغانستان په چارو کې ښکاره مداخله ده. افغانستان دا درې لسیزې کېږي چې د خپلو ملي ګټو د تأمین لپاره، د پاکستان د نیابتي، مخامخ او نا اعلان شوې جګړې قرباني دی. د دې جګړو په هدف ټول پوهېږو او په دې هم پوهېږو چې څوک‌یې او ولې یې تمویلوي."

محب‌الله صمیم دغه‌شان د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هغه څرګندونې هم رد کړې چې ګنې د طالبانو مشران په افغانستان کې دي.

هغه وویل، د طالبانو د رهبرۍ شوراګانې په افغانستان کې نه، بلکې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې دي، هملته‌یې د تمویل او تجهیز مرکزونه شته او له دې سربېره‌یې د ټپیانو درملنه هم پاکستان کې کېږي.

ښاغلی صمیم داسې مهال دا څرګندونې کوي چې پرون د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم وویل، پاکستان دې د نیوکو پر ځای طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي.

له دې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم د پاکستان په اړه تُندې څرګندونې کړې وې او دا هېواد یې نه‌یوازې له طالبانو په ملاتړ تورن کړی و، بلکې یو داسې ځای یې بللی و چې خپل تاریخ او ان ویاړلي مشران هم نه‌لري.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب

خو پاکستان بیا تل دا تورونه رد کړي او وايي، له افغانستان سره ښې اړیکې غواړي. داسې اړیکې چې په خبره‌یې، د دواړو هېوادونو په ګټه وي.

له طلوع‌نیوز سره مرکه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خبرو ته په ټولنیزو رسنیو کې هم پراخ غبرګون ښودل شوي او ان د پاکستان د پارلمان غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مشر محسن داوړ هم شاه محمود قریشي ته له طالبانو د ملاتړ په خاطر هغه ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر خطاب کړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG