د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۴

قریشي ته د اتمر ځواب: د ملي امنیت د سلاکار خبرې، د ټولو افغانانو اندېښنه ده


د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر او دده پاکستانی سیال قریشي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر او دده پاکستانی سیال قریشي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د خپل پاکستاني سيال د هغو څرګندونو په اړه غبرګون ښودلی چې پرون شنبه (د غبرګولي ۱۵مه) یې د پاکستان په ملتان کې کړي.

شاه محمود قریشي د کارګر ګوند یوې غونډې ته وینا کې ویلي، دوی له حمدالله محب سره اړیکې پرې کړي، ځکه د ده په خبره د پاکستان په اړه يې شرموونکي خبرې کړي.

خو ښاغلي اتمر د شاه محمود قریشي د څرګندونو په ځواب کې وایي، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار خبرې، د ټول افغانستان او خلکو اندېښنه ده.

ښاغلي اتمر د یک‌شنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۶مه) په هرات کې يوې خبري غونډې ته وویل، ښاغلي محب په افغانستان کې د وینې توېیدنې د پای او په دې هېواد کې د سولې پروسې په پرمختګ ټینګار کړی او دا موضوعات د پاکستان له همکارۍ پرته ممکن نه‌دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر

ښاغلي اتمر ویلي: "افغان دولت او خلک یې په دې پوهېږي چې افغانستان کې د وینې توېیدنې پای او سوله د پاکستان له همکارۍ پرته پرمختګ نه‌شي کولای. له پاکستانیانو او دولت سره یې اړیکې اړینې دي او په دې باور یو چې باید دا اړیکې وساتل شي."

ښاغلي اتمر ټینګار کړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوسنۍ ترینګلتیا په اړه خپه دی او نه غواړي دا حالت د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو پر وړاندې خنډ وګرځي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پرون شنبه (د غبرګولي ۱۵مه) د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د څرګندونو په اړه غبرګون وښود او ويې ویل، دوی له حمدالله محب سره اړیکې پرې کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، هېواد یې له هېر رسمي لارو افغان دولت ته ویلي چې هېواد به یې له دې وروسته له ښاغلي محب سره کوم تعامل و نه لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي پاکستان به له حمدالله محب سره کوم تعامل ونه لري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي پاکستان به له حمدالله محب سره کوم تعامل ونه لري.

ښاغلي قریشي په ملتان کې د کارګر ګوند غونډې ته‌ وویل، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار باید د پاکستان په اړه د خپلو څرګندونو په اړه وشرمېږي او دا ډول خبرې، د افغانستان د سولې په روان بهیر هم ضعیفولای شي.

خو حمدالله محب تېره اوونۍ شنبې ویلي و، له پاکستان سره اړیکې ورته مهمې نه دي او په وینا یې دا هېواد دې له ده سره د اړیکو د پرېکون پر ځای د ترهګرو ډلو ملګرتیا پرېږدي.

د ښاغلي محب او پاکستان ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا وروسته تر دې زیاته شوه چې هغه په ننګرهار د کوچني اختر په دویمه د غوایي په ۲۳مه پاکستان بې تاریخه هېواد وباله و زیاته کړې یې وه، دا هېواد خپله هېڅ نه لري او ان په خپلو وسلو او لارو یې د افغان مشرانو نومونه اېښي.

هغه پاکستان په افغانستان د جګړې په دوام او له طالبانو په ملاتړ تورن کړ.

بل‌لور ته د نړیوالو اړیکو شنونکي وايي، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار سره د اړیکو پرېکون د پاکستان او افغانستان پر اړیکو اغیز نه‌لري.

له دوی یو طارق فرهادي ازادي راډیو ته وویل: "اوس اړیکې ترینګلي شوي او دا حالت د پاکستان په ګټه دی، ځکه دوی به نړیوالو ته وايي چې وګورئ، په افغانستان کې په لوړه کچه د پاکستان په اړه بدبيني شته، خو اصلاً داسې نه ده، ځکه موږ د پاکستان له دولت او پاکستاني جنرالانو سره د هغوی د سیاست پر وړاندې ستونزه لرو."

ښاغلی فرهادي زیاتوي، افغان چارواکي باید د پاکستان په اړه له احساساتي خبرو تېر شي او ستونزې باید له پاکستاني دولت سره د خبرو له لارې حل شي.

پاکستان له دې وړاندې هم اسلام اباد کې افغان سفیر د ښاغلي محب د څرګندونو په غبرګون کې احضار کړی و او په دې اړه یې خپله اندېښنه ورسره شریکه کړې وه.

XS
SM
MD
LG