د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۲

عمران خان: طالبان پر افغانستان نشي واکمنیدای د دولت چوکاټ کې دې مدغم شي


د پاکستان صدراعظم عمران خان
د پاکستان صدراعظم عمران خان

د پاکستان صدراعظم یو ځل بیا طالبانو تر غوږ تېره کړې چې نه‌شي کولای پر ټول افغانستان ولکه ټینګه کړې.

عمران خان یوه لیکنه کې چې نن سې‌شنبه (د چنګاښ ۱مه) نیویارک ټایمز او واشنګټن پوسټ خپره کړې لیکلي، طالبان نه‌شي کولای ټول افغانستان کې بري خپل کړي، خو د دې ډلې د بریا لپاره اړینه ده چې دوی یو دولت کې راونغاړل شي.

د پاکستان صدراعظم زیاتوي، هېواد یې چمتو دی چې له امریکا سره د افغانستان د سولې په پروسه کې همکاري وکړي، خو له دې هېواده د بهرنیو عسکرو وتل به د جګړې د لا زیاتېدو مخه ونیسي.

د عمران خان په لیکنه کې راغلي: "طالبانو وروستیو دوه میاشتو کې پر افغان ځواکونو خپل بریدونه زیات کړي، په ځانګړي ډول له هغې نېټې وروسته چې د امریکا جمهور رییس جوبایډن د سېپټمبر تر ۱۱مې له افغانستانه د خپلو ټولو عسکرو د ایستلو اعلان وکړ."

د پاکستان صدراعظم له پوځي لارې د افغانستان د شخړې له حل سره مخالفت ښودلی او زیاتوي، که شخړه دوام وکړي، کېدای شي یوې بلې کورنۍ جګړې ته لار پرانیزي.

ده ویلي، پاکستان په افغانستان کې هېڅ ډول لاس‌وهنې ته لېوال نه‌دی، خو چمتو دی چې د خلکو په خوښه له هر ډول جوړ شوي دولت سره همکاري وکړي.

خو افغان حکومت بیا د پاکستان له‌خوا په ټولو برخو کې د عملي ګامونو پورته کېدو ته په تمه دی.

وحید عمر
وحید عمر

د جمهوري ریاست د اطلاعاتو او عامه اړیکو ادارې مشر وحید عمر په دې اړه د ازادي راډیو د پوښتنې په ځواب کې وویل: "دا چې جمهور رئیس امریکا ته ځي او د پاکستان صدراعظم وار له مخه په واشنګټن پوسټ کې مقاله خپروي، دا په سیاسي لحاظ کېدای شي یو ګام وي، خو په عملي لحاظ د افغانستان خلک دې پایلې ته نه‌دي رسېدلي. دا څپه اوس هم پیل ده، که واضح‌یې ووایم په دې کې زموږ د ګاونډیانو په ځانګړي ډول د پاکستان ونډه روښانه ده. په سنګر کې هم، په اظهاراتو او سیاسي او نظامي فضا کې هم دا نقش روښانه دی."

له دې وړاندې هم جمهور رئیس غني له پاکستان او طالبانو غوښتي چې د یوه او بل ترمنځ د خپلو اړیکو په اړه وضاحت ورکړي. افغان حکومت پاکستان د طالبانو په ملاتړ او دې ډلې ته د پټن‌ځایونو په ورکولو تورنوي، خو پاکستان او طالبان‌یې ردوي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون دوشنبه (د غبرګولي ۳۱مه) بیا د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محب‌الله صمیم په یوه خبري غونډه کې پاکستان تورن کړ چې په افغانستان کې نیابتي جګړه مخ‌‌ته وړي او لا هم خپلې پټې موخې پر مخ وړي.

عمران خان داسې مهال د سولې او په یوه دولتي چوکاټ کې د طالبانو د ادغام خبره کوي چې په دوحه کې د سولې پیل شوې هېڅ پرمختګ نه لري.

دواړه لوري له کوچني اختر را وروسته دوه ځل سره ناست دي، خو داسې کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي چې هیله‌ بښوونکي وي او د جګړې بلې لمبې سړې کړي.

هاخوا د دې خبرو د چټکتیا لپاره دوحې ته د عبدالله عبدالله په مشرۍ د تلونکي پلاوي سفر هم ځنډېدلی دی.

د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محب‌الله صمیم پاکستان تورن کړ چې په افغانستان کې نیابتي جګړه مخ‌‌ته وړي..
د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محب‌الله صمیم پاکستان تورن کړ چې په افغانستان کې نیابتي جګړه مخ‌‌ته وړي..

دا پلاوی چې حامد کرزی، یونس قانوني، کریم خلیلي، اکرم خپلواک او بابرفرهمند په کې شامل و، تمه وه روانه اوونۍ د قطر پلازمېنې دوحې ته ولاړ شي، خو اوس یې سفر ځنډېدلی دی.

د ملي مصالحې عالي شورا دننه یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل، د سفر د ځنډېدو یوه موخه امریکا ته د جمهور رییس غني او عبدالله عبدالله تګ دی.

تمه ده دا دواړه مشران د جون په ۲۵مه سپینه ماڼۍ کې له جمهور رییس جوبایډن سره وګوري.

خو سرچینې دا و نه ویل چې د امریکا له سفر وروسته به، دا پلاوی کله دوحې ته ولاړ شي.

دوحې ته د دې پلاوي د سفر موخه د سولې هغو خبرو چټکتیا ښودل شوې چې دواړه پلاوي ورته نږدې لس میاشتې کېږي دوحه کې دي، خو تر اوسه یې د بریا وړ کومه پایله نه ده لرلې.

خو له دې سره سره، د افغانستان اسلامي جمهوري او طالب پلاوي وايي، د سولې خبرو پرمختګ ته ژمن دي او غواړي روانه جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG