د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۶

بامیانو کې د بودا د مجسمو له نړیدو شل کلونه وروسته


د 2001 م کال د فیبرورۍ د میاشتې په پای کې طالبانو په بامیانو کې د بودا د دوو سترو مجسمو د نړولو هوډ څرګند کړ. د همدې کال د مارچ په دویمه نیټه یې ددې مجسمو نړول پیل کړل چې د مارچ تر یولسمې یې دوام وکړ.

د افغانستان د څو لسیزو اوږدې جګړې یوازې د بودا مجسمې نه دي زیانمنې کړي، بلکې په دې هیواد کې ډیر لرغوني اثار په بیلابیل ډول زیانمن شوي. پر جګړو سربېره غیرې قانوني کیندنې، د لروغونو اثارو قاچاق، طبیعي افات او نه پاملرنه نور ګواښونه دي چې افغانستان کې لرغونې او تاریخي اثار ګواښي.

طالبانو تازه په یوه اعلامیه کې تر خپلو واک لاندې سیمو کې د لرغونو اثارو په خوندیتوب ټینګار کړی.

تر شنه اسمان لاندې ددې اونۍ په خپرونه کې په بامیانو کې د بودا نړیدلو مجسمو ته تم شوي یوو. ددې مجسمو په لرغونتیا، اهمیت او دا چې ولې یې طالبانو د نړول پریکړه وکړه؟ بحث شوی.

همدار راز د لرغونو اثارو د ساتنې په اړه د طالبانو په وروستۍ اعلامیه هم غږیږو. او په دې هم خبرې کوو چې په روانو حالاتو کې د افغانستان لرغونې اثار څنګه خوندي کیدای شي.

په بحث کې راسره د کابل پوهنتون استاد پوهاند رسول باوري چې د افغانستان د لرغونو اثارو په برخه کې یې پراخې څیړنې کړي ملتیا کړې. همدارنګه فرهنګي شنونکی عبدالحنان همت هم راسره په دې بحث کې برخه اخیستې. نوموړي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د طلوع افغان او هیواد ورځپاڼو د مسول مدیر او همدارنګه د باختر خبري اژانس د ریس په توګه دندې ترسره کړي دي.

دا بحث له دې ځایه اوریدلی شئ.

تر شنه اسمان لاندې - بامیانو کې د بودا د مجسمو له نړیدو شل کلونه وروسته
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:53:07 0:00
مستقیم لېنک
  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

XS
SM
MD
LG