د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۵

د کابل موزیم د سلګونو بودايي مجسمو د رغولو وروستی پړاو پیلېدونکی دی


د دغو ماتو مجسمو د رغولو چارې د امریکا د شیکاګو پوهنتون او افغانان لرغون پوهانو له خوا په ګډه مخته وړل کېږي.
د دغو ماتو مجسمو د رغولو چارې د امریکا د شیکاګو پوهنتون او افغانان لرغون پوهانو له خوا په ګډه مخته وړل کېږي.

د افغانستان د ملي موزیم چارواکي وايي، د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د ماتو شويو بودا مجسمو د جوړونې کارونه دریم پړاو ته داخل شوي دي.

د دغه موزیم رئیس محمد فهیم رحیمي، له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د مجسمو د رغونې دویم پړاو بشپړ شوی او دریم او ورستۍ پړاو یې د پېلېدو په حال کې دی.

ښاغلي رحیمي وویل، د دغو مجسمو رغولو چارې د امریکا شیکاګو پوهنتون او افغانان لرغون پوهانو له خوا په ګډه مخته وړې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د دغو مجسمو شمېر ۲۵۰۰ ته رسیږي او د رغونې کارونه یې یو کال وړاندې پیل شول.

"هغه اثار چې د طالبانو په وخت کې مات شوي، هغه بېرته ترمیموو او له ترمیم وروسته به یې نندارې ته وړاندې کړو. لومړی او دویم پړاو یې نږدې بشپړ دی او په دریم پړاو کې عملا د ترمیم چارې پیلیږي چې په درېیو کلونو کې به بشپړ شي."

د افغانستان د ملي موزیم د رئیس د معلوماتو له مخې، د دغو مجسمو شمېر ۲۵۰۰ ته رسیږي او د رغونې کارونه یې یو کال وړاندې پیل شول.
د افغانستان د ملي موزیم د رئیس د معلوماتو له مخې، د دغو مجسمو شمېر ۲۵۰۰ ته رسیږي او د رغونې کارونه یې یو کال وړاندې پیل شول.

د افغانستان د ملي موزیم رئیس وویل،په ۲۰۰۱ میلادي کال کې طالبانو د خپلې واکمنۍ پرمهال د کابل ملي موزیم کې د ولاړو مجسمو سرونه مات کړل او هغه یې د اسلامي عقیدې خلاف وبلل.

دا چې دغه مجسمې او لرغوني اثار په کومې دورو پورې اړوندې دي، د افغانستان د ملي موزیم د لرغونو اثارو د ترمیم څانګې مسلکي غړی شیرازالدین سیفي یې په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"دغه اثار چې مات شوي، په دویمې او دریمې میلادي پېړۍ پورې اړه لري، د جلال اباد د هډې سیمې دي چې بېلابېلو ډولونه لري، هر یو مختلف تاریخونه بیانوي چې زیات با ارزښته دي."

د افغانستان د ملي موزیم د لرغونو اثارو د ترمیم څانګې مسلکي غړی شیرازالدین سیفي وايي؛ ددغو بودايي اثارو لرغونتوب دویمې او دریمې میلادي پېړۍ ته رسي.
د افغانستان د ملي موزیم د لرغونو اثارو د ترمیم څانګې مسلکي غړی شیرازالدین سیفي وايي؛ ددغو بودايي اثارو لرغونتوب دویمې او دریمې میلادي پېړۍ ته رسي.

د افغانستان ملي موزیم سل کال وړاندې د پخواني پاچا امان الله خان د واکمنۍ پر مهال جوړ شوی.

د موزیم د چارواکو په وینا اوس مهال هلته ۴۷۰۰۰ قلمه لرغوني اثار چې ۱۵۰۰۰۰ زره پارچې کیږي ساتل کېږي.

د افغانستان د ملي موزیم رئیس وايي، د دغو بودايي مجسمو شمېر ۲۵۰۰ ته رسیږي او د رغونې کارونه یې یو کال وړاندې پیل شول.
د افغانستان د ملي موزیم رئیس وايي، د دغو بودايي مجسمو شمېر ۲۵۰۰ ته رسیږي او د رغونې کارونه یې یو کال وړاندې پیل شول.
د افغانستان د ملي موزیم رئیس وویل، په ۲۰۰۱ میلادي کال کې طالبانو د خپلې واکمنۍ پرمهال په دغه موزیم کې د ولاړو مجسمو سرونه مات کړل او هغه یې د اسلامي عقیدې خلاف وبلل.
د افغانستان د ملي موزیم رئیس وویل، په ۲۰۰۱ میلادي کال کې طالبانو د خپلې واکمنۍ پرمهال په دغه موزیم کې د ولاړو مجسمو سرونه مات کړل او هغه یې د اسلامي عقیدې خلاف وبلل.

XS
SM
MD
LG