د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۹

بلخ کې لرغونو اثارو ته ور پېښ ګواښ؛ "نمناک او ژوبل ځای کې ساتل کیږي"


ارشیف، د مزارشریف یوه څنډه، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، د مزارشریف یوه څنډه، عکس تزئیني بڼه لري

بلخ چې یو وخت د لرغونو شتمنیو او تاریخي اثارو د لرلو له پلوه له نیشاپور، بخارا او هرات سره یو شان بلل کېده، خو اوس دې ولایت کې د موزیم نشتون لرغوني اثار لکه د طلا په اوبو لیکل شوی انجیل، د بودا او پرتې غوا مجسمه او لسګونه نور اثار په یوه نمناک او ژوبل ځای کې ساتل کېږي.

د بلخ د اطلاعاتو او کلتور ریاست مشر مطیع الله کریمي، ازادي راډیو ته وویل چې دا لرغوني اثار د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.

دی وايي، حکومت دې باید د لرغوني انجیل او د بودا مجسمې او داسې نورو اثار ساتنې ته پامرنه وکړي: "د موزیم د جوړېدو او د تجهیزاتو پیسې یې باید د حکومت له لوري مهیا شي. موږ شدیداً یوه موزیم ته اړتیا لرو، څو په بلخ کې شته لرغوني اثار وساتل شي او نندارې ته وړاندې شي."

د بلخ د اطلاعاتو او کلتور مشر وايي، له دغې ادارې سره شته اثار تفکیک او رده بندۍ ته اړتیا لري.

ده وویل، لا هم د شته لرغونو اثارو د ساتنې لپاره حفاظتي او د مینځلو مواد نشته.

ښاغلی کریمي وايي، د خصوصي سکتور په مرسته یې د موزیم جوړېدو لپاره ۵ جریبه ځمکه ځانګړې کړې ده او په وینا یې شااوخوا پنځو میلیونو افغانیو ته اړتیا لري.

په بلخ کې اوسېدونکي او ګرځندویان وايي، دلته د موزیم نشتون دوی د یادې سیمې د تاریخ پېژندنې په برخه کې له ستونزې سره مخ کړي.

۲۸ کلن حمیدالله اکبري، د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ اوسېدونکی وايي، د لرغونو ابدو د لېدو لپاره بلخ راغلی.

هغه ازادي راډیو ته وویل چې بلخ ولایت کې ډېرې لرغونې سیمې شته خو د موزیم نشتون دی حیران کړی: "په بلخ کې د موزیم نشتون چې لرغونتوب یې د ژبو په سر دی، زه حیران کړم. واقعاً کله چې راځئ او لرغونې سیمې ګورئ، ډېر څه وینئ، خو په پای کې کله چې غواړئ موزیم ته ولاړ شئ او باستاني آثار وګورئ، نو بیا به متعجب او حیران شئ."

د بلخ د اطلاعاتو او کلتور اداره وايي، د یوه موزیم په نه جوړېدو سره به په اوږد مهالي کې به بلخ کې شته لرغوني اثار له منځه ولاړ شي.

د دغې ادارې مشر زیاتوي چې د موزیم په شتون کېدای شي چې له خلکو سره شته لرغوني اثار هم راټول او نندارې ته وړاندې شي.

مطیع الله کریمې په بلخ کې په خپل‌سر د لرغونو سیمو د کېندنو په اړه هم اندېښمن دی وايي، په بلخ کې څه باندې ۱۳۰ تاریخي او لرغوني ابدې شته چې اکثراً په ناامنو سیمو کې موقعیت لري او په همدې دلیل په خودسرانه توګه کیندل کېږي.

XS
SM
MD
LG