د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳ غویی ۱۴۰۰ کابل ۰۱:۱۱

افغانستان

یونسکو د کلتوري میراثونو د خوندیتوب برخه کې د افغانانو ملاتړ کوي

پرېوتی بودا، د صلصال او شمامې د نړيدو تراژيدي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:16:12 0:00

پرېوتی بودا، د صلصال او شمامې د نړيدو تراژيدي

یونسکو یا د ملګرو ملتونو علمي او کلتوري سازمان په بامیان کې د بودا مجسمو د ړنګېدو د شلمې کلیزې په مناسبت ویلي چې د کلتوري میراثونو د خوندیتوب په برخه کې د افغانستان د خلکو ملاتړ کوي.

دغه سازمان تېرماښام پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د بودا مجسمو د نړولو غمیزې دا روښانه کړه چې د نړۍ په سطح تر خطر لاندې کلتوري اثارود خوندیتوب اړتیا شته.

یونسکو زیاتوي، د افغانستان په بامیان ولایت کې په قصدي ډول د دې لرغوني میراث له منځه وړل د یوې تُندلاري ایډیالوژۍ څرګندويې کوي چې هدف یې د یوه کلتور، هویت او تاریخ له منځه وړل دي او ښیې چې څنګه د یوه میراث تخریبول د سیمه ییزو خلکو پر وړاندې د یوې وسلې په توګه کارول کېږي.

طالبانو ۲۰ کاله مخکې د ۱۳۷۹ کال د کب په ۲۱مه په بامیان ولایت کې د بودا دوه سترې مجسمې چې یوې یې ۵۵ او بلې یې ۳۵ متره لوړوالی درلود ونړولې چې دا کار یې د نړیوالو له پراخ مخالفت سره مخ شو.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د پاکستان لوی درستیز: په افغانستان کې سوله د پاکستان سوله ده

د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه

د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه یو وار بیا وویل چې په افغانستان کې سوله د پاکستان سوله ده.

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي څانګې د راپور له مخې، جنرال باجوه دا خبره نن په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ په مرکزي دفتر کې د افغانستان له سفیر نجیب‌الله علیخېل سره په کتنه کې وکړه.

د پوځ له خبرپاڼې سره سم، باجوه ټینګار وکړ چې یوازنی هدف‌یې دا دی چې په افغانستان کې سوله وشي او دا هېواد خپلواک، ولسواک، باثبات او سوکاله وي.

د غزني د ده یک ولسوالۍ سرپرست امنیه قوماندان ووژل شو

ارشیف، غزني کې یو شمېر افغان پولیس د عملیاتو پر مهال

د غزني د ده یک ولسوالۍ سرپرست امنیه قوماندان د دولت له وسله‌والو مخالفانو سره په نښته کې ووژل شو.

د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه‌زاده د دې پېښې په اړه ازادي راډیو ته نن وویل: "د ده‌یک سرپرست امنیه قوماندان ساتنمن جاوېد تېره شپه له وسله‌والو طالبانو سره په جګړه کې ووژل شو."

جمعه‌زاده همداراز وویل چې په دې نښته کې د غزني د مرکز د لومړۍ امنیتي حوزې امر جاوېد خلجی ټپي شوی دی.

د ده په وینا طالبانو ته هم درنه مرګ‌ژوبله اوښتې، خو د تلفاتو د دقیق شمېر په اړه څه نه‌شي ویلی.

له څو ورځو راهیسې د غزني په قره‌باغ، مقر، اب بند او ده‌یک ولسوالیو او د غزني د مرکز په ارزو سیمه کې سختې جګړې روانې دي.

دیبرا لاینز: د سولې د خبرو لپاره ښه فرصت چمتو شوی 

د افغانستان لپاره د ملګروملتو ځانکړې استازې دیبرا لاینز

د افغانستان لپاره د ملګروملتو ځانکړې استازې دیبرا لاینز چې قطر کې له ښکېلو خواوو سره له څو ورځې خبرو وروسته بېرته کابل ته راغلې وايي چې د سولې د خبرو لپاره ښه فرصت برابر شوی دی.

دې نن (پنجشنبه د غویي په دوهمه نېټه)پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د سولې د خبرو له لارې د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره به په هلوځلو کې ځنډ رانه ولي.

اغلې لاینز همدا راز ویلي چې ملګري ملتونه د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د طالبانو له استازو سره خبرو ته دوام ورکوي چې د پر له پسې خبرو له لارې په دې هېواد کې تلپاتې سوله وشي.

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د چرګانو ۶ زره فارمونه جوړوي

د هېواد په کچه د چرګ پالنې څه باندې نهه زره فارمونه فعالیت لري

د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې سږکال د هګیو د چرګانو نږدې شپږ زره فارمونه جوړوي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن پنجشنبه (د غويي ۲مه) ازادي راډیو ته وویل، د خلکو په ګډون د کرنې او مالدارۍ پروژې په مرسته به په یو شمېر ولایتونو کې پنځه زره او ۸۰۴ مېرمنو ته پنځه زره او ۸۰۴ د هګیو چرګانو ۳۰ او ۶۰ قطعه یي فارمونه جوړ کړي.

نوموړی زیاتوي چې د شمېرو له مخې اوس مهال د هېواد په کچه د غوښینو، هګیو او تکثیري چرګ پالنې نهه زره او ۲۴۷ لوی او واړه فارمونه فعال دي.

په دغو فارمونو کې د هګیو چرګانو درې زره او ۵۲۰ فارمونه، د غوښینو چرګانو پنځه زره او ۷۲۳ فارمونه او د چرګانو څلور تکثیري فارمونه شامل دي.

کرونا؛ د اسیا پراختیایي بانک، افغانستان سره ۵۰ میلیونه ډالره مرسته کوي

افغانستان کې یوه روغتیاپال ته د کرونا ضد واکسین پلی کیږي

د افغانستان د مالیې وزارت وايي چې د اسیا پراختیايي بانک په دې هېواد کې د کرونا واکسین تطبیق د ملاتړ لپاره ۵۰ میلیونه ډالرو مرسته تصویب کړه.

د دغه وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، افغانستان به دغو مرستو ۶ میلیونه ډوزه خوندي او باکیفیته واکسین وپېري.

د اسیا پراختیايي بانک غړیو هېوادونو لپاره له کرونا سره د مبارزې په هدف ۹ میلیارده امریکايي ډالر ځانګړي کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د امریکا متحده ایالاتو هم له افغانستان سره د ۳۰۰ میلیونه ډالره ملکي مرستو اعلان کړی دی.

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل او د امریکايي قوماندانو غوښتنې

افغانستان کې یو شمېر امریکايي سرتیري

امریکایي قوماندانان په خوندي توګه له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره له پنټاګونه په سیمه کې د یوې الوتکې وړونکې کښتۍ د ځای پرځای کولو غوښتنه کوي.

دا خبره یوه امریکایي چارواکي پرون رویټرز خبري اژانس ته کړې.

دغه چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط دې اژانس ته ویلي چې د امریکا دفاع وزیر لوېډ اسټن تراوسه دغه غوښتنه نه ده منظور کړې، خو تمه ده چې په نژدې ورځو کې به په دې اړه پرېکړه وکړي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره اوونۍ اعلان وکړ چې متحده ایالات به خپل ټول ځواکونه د سېپټمبر تر ۱۱مې له افغانستانه وباسي.

په اوس وخت کې دوه نیم زره امریکایي ځواکونه په دې هېواد کې دېره دي.

د رویټرز د راپور له مخې دا معمول ده چې په حساسو ماموریتونو کې چې کله امریکا له بهرنیو هېوادونو خپل پوځیان باسي، پوځ یې د ایستلو د بهیر د خوندیتوب لپاره الوتکې وړونکې او نورې جنګې کښتۍ ځای پرځای کوي.

د امریکا د مرکزي قواوو قوماندانۍ چې په افغانستان کې پوځي ماموریت یې تر څارنې لاندې دی، تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د دې قوماندانۍ مشر جنرال کینټ مککنزي د روانۍ اوونۍ په پیل کې د امریکا د کانګرس غړیو ته ویلي و چې پوځ به د ځواکونو د ایستلو بهیر خوندي کړي.

افغان ولسمشر د مرستو له امله د استونیا له ولسمشرې مننه وکړه

د افغانستان او استونیا جمهور رئیسانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

افغان ولسمشر اشرف غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د استونیا د مرستو په خاطر د دې هېواد له ولسمشرې کرستي کالیولاید څخه مننه وکړه.

مېرمن کرستي چې کابل ته په رسمي سفر تللې، پرون یې په ارګ کې له ولسمشر غني سره وکتل.

د جمهوري ریاست د ټویټرپاڼې له مخې دواړو ولسمشرانو د افغانستان او استونیا ترمنځ د اړیکو د پراختیا او له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو د پرېکړې او دغه راز له نړیوالې ټولنې او ناټو سره د افغانستان د اړیکو د یوه نوي باب د پرانیستلو په اړه خبرې وکړې.

ولسمشر غني له افغانستان سره د استونیا د مرستو د مننې ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په تېره بیا د ډیجیټال کېدو برخه کې د دې هېواد د همکارۍ د زیاتوالي غوښتنه وکړه.

ولسمشر غني کندهار ته په سفر کې د مهمند روغتون پرانېست

جمهور رئیس غني وویل، د مهمند نړیوال روغتون جوړېدل د کمال خان په څېر د ټولو افغانانو لپاره د وياړ خبره ده

افغان ولسمشر اشرف غني کندهار ته په سفر کې نن پنجشنبه (د غويي ۲مه) د مهمند روغتون پرانېست.

ولسمشر غني نن سهار د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کندهار ته تللی.

د جمهوري ریاست د وېب پاڼې له مخې ولسمشر به دغه سفر کې د مهمند روغتون په پرانیستلو سربېره د ارغنداب ولسوالۍ له جګړه ځپلو، د کندهار له قومي مشرانو، مخورو او د دې ولایت له ملکي او پوځي چارواکو سره جلا جلا کتنې ترسره کړي.

ولسمشر غني وروستی ځل د تېر کال په لیندۍ میاشت کې کندهار ته تللی و.

نامعلومو کسانو جوزجان کې یو پلار او زوی وژلي

د جوزجان مرکز شبرغان

د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې یو پلار او زوی د نامعلومو وسله والو په ډزو ووژل شول.

د جوزجان د امنیه قوماندانۍ ویاند احمد مسعود ندیم د چهارشنبې (د غویي په ۱ نېټې) ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه پرون ماسپښن شوې، خو وایي برید کوونکي د پېښې له سیمې تښتیدلي دي.

تر اوسه د دې پېښې علت معلوم نه دی او نه یې هم په تړاو څوک نیول شوي دي.

د سرچینې په وینا وژل شوی کس نصیر احمد نومیده او تردې وړاندې دوه ځله نور له بریدونو روغ وتلی وو.

جرمني ښایي۵۲۰ افغان ژباړونکو ته پناه ورکړي

افغانستان کې جرمني سرتیري

جرمني رسنیو د چهار شنبې (د اپریل ۲۱مه) په ورځ راپور ورکړی چې دا هېواد به ښایي هغو ۵۲۰ افغان ژباړونکو او کورنیو ته پناه ورکړي چې په افغانستان کې یې له جرمن ځواکونو سره کار کړی وي.

دا څرګندوني داسې مهال کېږي چې دا هېواد د جولای تر ۴مې پورې له افغانستانه د خپلو ټولو ځواکونو پر ایستلو غور کوي.

تر اوسه د دغو افغانانو د برخلیک په اړه کره پرېکړه او نېټه نه ده اعلان شوې، خو د جرمني دفاع وزیرې انیګریت کرامپ کارین باور د جرمني خبري اژانس ‘ډي.پي.اې’ ته ویلي چې غواړي ډاډ ترلاسه شي چې له افغانستانه د جرمني ځواکونو تر وتلو وروسته ایا د دوی د افغان همکارانو ژوند ته خطر متوجه دی که څنګه؟

دې ویلي: "موږ دلته د هغو کسانو په اړه خبرې کوو چې کلونه یې زموږ تر څنګ کار کړی، ژوند یې په خطر کې دی او هم زموږ سره یې په مبارزې کې برخه اخېستې ده."

د جرمني 'ویلت ام سونتاګ' ورځپاڼې هم د دې هېواد د کورنیو چارو وزارت په حواله ویلي چې پوځ په پام کې لري چې کابل او هم ښایې په مزار شریف کې دفترونه جوړ کړي چې د یادو افغانانو د پناهندګۍ پروسه پیل کړي، خو ټاکلي نېټه یې نه ده ښودلې.

که د دوی قضیې ومنل شي، کورنۍ یې به هم له دوی سره جرمني ته یوړل شي.

جرمني تر امریکا متحده ایالاتو وروسته په افغانستان کې تر ټولو ډېر ځواکونه لري چې شمېر یې شااوخوا زرو ته رسیږي.

دوی ۳۰۰ ځایي افغانان د ژباړونکو په توګه استخدام کړي دي.

چارواکي: میدان وردګو کې ماین چاودنې ۲ ماشومان وژلي

ارشیف

د میدان وردګو ولایت سیمه ییز چارواکي وايي تېره ورځ ناوخته د ماین په چاودنه کې دوه ماشومان وژل شوي دي.

د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند څارمن حاجي محمد هوفیاني ازادي راډيو ته وویل دغه پېښه د میدان ښار څلور لاري، د چارکه سیمه کې رامنځ شوې.

هوفیاني زیاته کړه: "ماشومانو غوښتل خځلې راټول کړي، خو ځای پرځای شوی ماین پرې وچاودېد چې پر مهال یې دواړه ماشومان ووژل شو او ددې ترڅنګ ۲۸ کلن کس ټپي هم شو."

نوموړي د ماشومانو عمرونه ۱۳ کلن او ۸ کلن یاد کړل او دا یې د وسله والو طالبانو کار وباله.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دفاع وزارت: نیمروز کې ۶ طالبان وژل شوي او ۶ نور ژوندي نیول شوي

افغان امنیتي ځواکونه د عملیاتو پرمهال

د افغانستان دفاع وزارت په نیمروز ولایت کې د ۶ وسله والو طالبانو د وژل کېدو او ۶ نورو د ژوندي نیولو خبر ورکړی.

د دغه وزارت په اعلامیې کې چې د چهارشنبې (د غويي ۱) په ورځ خپره شوه راغلي چې افغان کوماندو ځواکونو پرون ماسپښین د نیمروز د خاشرود ولسوالۍ په مربوطاتو کې د طالبانو د اخاذۍ پر یوه مرکز عملیات کړي دي.

د اعلامیې له مخې په عملیاتو کې ۴ نور طالبان ټپیان شوي هم دي.

دفاع وزارت زیاتوي چې طالبانو په دې سیمه کې له ټرانسپورټي موټرو څخه په زور او جبر پیسې اخېستلې.

طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

بغلان کې د هرات د خلکو پخوانی نومانده نسرین ستوده ووژل شوه

د هرات د خلکو پخوانی نومانده نسرین ستوده

افغان ولسي جرګې ته د هرات د خلکو پخوانی نومانده نسرین ستوده له خپل مېړه سره د ماین په یوه چاودنه کې ووژل شوه.

په ولسې جرګه کې د بغلان د خلکو استازي اسدالله شهباز تېر ماښام ازادي راډیو ته د دې خبر په تایید وویل چې دا پېښه د بغلان ولایت په بغلان مرکزي ولسوالۍ کې شوې ده: "هغه ماین چې د کور په انګړ کې یې ځای پرځای شوی وو ، وچاودېد چې په نتیجه کې نسرین او میړه یې ووژل شول."

دېرش کلنه نسرین په ولسي جرګې کې د هرات د خلکو د د اوسنۍ استازې سیمین بارکزۍ خور ده چې څو میاشتې وړاندې یې له یوه بغلاني کس سره واده وکړ.

په لومړي ځل د فوټبال اسیايي لوبو ته افغان لوبڅاران بلل شوي

د فوټبال اسیايي لوبو ټورنمنټ

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، په لومړي ځل د فوټبال اسیايي لوبو ته افغان لوبڅاران د لوبڅارنې لپاره بلل شوي دي.

د دغه فدراسیون ویاند فیروز مشعوف نن ازادي راډیو ته وویل، د هېواد د فوټبال نامتو لوبڅاران حلیم اقا شېرزاد او ننګیالی سادات به د (اسیا کلپونو جام) سیالیو کې چې د مې میاشتې په ۲۱مه نېټه د اسیا په لوېدیځ د اردن په امان ښار کې جوړېږي لوبڅارنه وکړي.

د (اسیا کلپونو جام) فوټبال سیالۍ د اسیا له غوره لیګ وروسته د اسیا د فوټبال کنفدراسیون رسمي دوهم ټورنمنټ دی چې د اسیا د مرکز، لوېدیځ او سوېل زونونو د غوره کلپونو ترمنځ جوړېږي.

د افغانستان روباتیک ډله د اسیا د پوهانو، نوښتګرو او پانګه‌والو ډله کې راغله

د افغانستان د روباتیک ډله

فاربس (Forbes) مجلې د افغانستان روبات جوړوونکې نجونې د اسیا په کچه د ۳۰ هغو پوهانو، نوښتګرو او پانګه‌والو په ډله کې راوستلي چې تر ۳۰ کلونو کم عمرونه لري.

د دغې مجلې په وینا پنځو افغان پېغلو د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو ته د مصنوعي اکسیجن (وینتېلاتور) سپکه وسیله تولید کړې ده.

تمه دا ده چې له دې وسیلې نه د ناروغانو په درملنه کې ګټه واخیستل شي.

فاربس په خپلې دې ګڼه کې سمیه فاروقي، ایدا حیدرپور، الهام منصور، فلورانس پویا او دیانا وهاب‌زاده د روباتیک ډلې غړې یادې کړې دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG