سمیرا له خپلو پنځو ماشومانو سره د کندز په خواجه اباد سیمه کې ژوند کوي، د هغې خاوند ۱۷ کاله دمخه مړ شوی او د خپلو ماشومانو یوازینۍ سرپرسته ده.
سمیرا ازادي راډیو ته وویل، له یو نیم کال راهیسې یې خپله دنده له لاسه ورکړې او د ورځنیو لګښتونو لپاره هیڅ عاید نهلري.
نوموړې وايي: "له یو نیم کال راهیسې وزګاره یم، د بیو لوړوالی، نا امني، بېروزګاري، جګړه، مصیبت، وچکالي. نه پوهېږم چې تقدیر له موږ سره څه لوبه کوي، نیمه شپه له خوبه پاڅېږم او له ځانه سره فکر کوم چې په پای کې به څه پېښ شي، موږ ټول په رواني ستونزو اخته شوي یو، موږ یوه هیله درلوده، چې نن یا سبا به کوم کار پیدا کړو، خو اوس مو دا هیله هم له مينځه ولاړه."
نه پوهېږم چې تقدیر له موږ سره څه لوبه کوي
په افغانستان کې د سمیرا په څېر زرګونه کورنۍ له قحطۍ او بېوزلۍ څخه شکایت کوي او وايي چې، له مرستندویه بنسټونو یې هېڅ ډول مرسته نهده ترلاسه کړې.
د تخار په مرکز، تالقان کې د یوې کورنۍ سرپرستې، صابرې ازادي راډیو ته وویل: "زموږ په لاس کې هیڅ نهشته، نه کار، نه کومه خیریه مؤسسه او نه هم د کومې خوا څخه مرسته. د ډېرو ستونزو، ګډوډیو او جنجالونو سره مخ یو. درمل او روغتیایي توکې خو پرېږدئ چې ان دا مهال موږ د خپلې ډوډۍ، خوړو او د کورونو ګرمولو په غم اخته یو، ترڅو زموږ ماشومان له منځه ولاړ نهشي، نړیوالې ټولنې هم زموږ غږ وا نهورېد."
په همدې حال کې د ژغورنې نړیواله کمېټه (IRC) وايي، افغانستان د هغو شپږو هېوادونو په کتار کې دی چې، په لوړه کچه له قحطۍ سره مخ دي.
د دغې کمېټې د معلوماتو لهمخې، افغانستان، سومالیا، یمن، شمال ختیځ نایجیریا، ایتوپیا او سویلي سوډان هغه شپږ هېوادونه دي چې نږدې یو میلیون وګړي یې د قحطۍ په څنډه کې دي او که ژر تر ژره اقدام ونهشي، له لوږې سره به مخ شي.
دا په قحطۍ کې د پنځو کلونو مخکې، یعنې د ۲۰۱۷ کال په پرتله، لس چنده زیاتوالی ښیي.
IRC په یو راپور کې ویلي، په میلیونونو نور خلک لا د مخه د کافي خوراکي توکو د ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي، کورنۍ وږي دي او ماشومان په سختې خوارځواکۍ اخته دي.
د دغه راپور پر بنسټ چې لوږه د نړۍ په عصري تاریخ کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې او لامل یې د کرونا ناروغۍ خپرېدل، طبیعي پېښې او په اوکراین کې پرلهپسې شخړې دي.
یاده اداره دا هم وايي چې، په ٢١مه پېړۍ کې قحطي د وړاندوينې او د مخنيوي وړ ده، نړۍ د قحطۍ د وخت معلومولو لپاره قوي خبرداري سيستمونه او اسانتياوې لري او د مخنيوي لپاره يې د چټکو ګامونو پورته کولو وسايل هم شته، خو هغه څه چې نيمګړي دي، هغه اراده او سیاسي سرچینه ده.
د ژغورنې نړیوالې کمېټې په راپور کې راغلي، لا هم د سلګونو زرو د ژوند ژغورلو فرصت شته او نړیواله ټولنه باید همدا اوس عمل وکړي ترڅو د دې کړکېچ لاره بدله کړي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې ۲۰۲۳ د ډېرې قحطۍ کال نه وي.
د ژغورنې نړیواله کمېټه په داسې حال په افغانستان کې د قحطۍ زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګندوي، چې دغې کمېټې او په افغانستان کې نورو مرستندویه مؤسسو، د طالبانو له پرېکړې وروسته چې په نا دولتي ادارو کې یې د ښځو په کار کولو بندیز ولګاوه، خپل فعالیتونه په جزوي ډول یا په ټپه درولي دي.