د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

اوچا: ښايي په افغانستان کې بشري وضعیت لا خراب شي


ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان. October 20, 2021
ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان. October 20, 2021

اوچا په خپل یو تازه تویټ کې لیکلي، سره له دې چې د افغانستان دو پر درېیمه برخه وګړي اړمن دي، ډېر احتمال شته چې وضعیت لا خراب شي، مګر دا چې د بودیجې کچه خوندي او د اړتیاوو اصلي لاملونه له منځه ولاړ شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، د دې احتمال شته چې په افغانستان کې بشري وضعیت لا خراب شي.

په افغانستان کې د بشري وضعیت د خرابېدو په اړه د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې اندېښنه وښوده.

اوچا په خپل یو تازه تویټ کې لیکلي، سره له دې چې د افغانستان دو پر درېیمه برخه وګړي اړمن دي، ډېر احتمال شته چې وضعیت لا خراب شي، مګر دا چې د بودیجې کچه خوندي او د اړتیاوو اصلي لاملونه له منځه ولاړ شي.

اوچا وايي، په افغانستان کې بشري اړتیاوو ته د رسېدنې په برخه کې ۴ اعشاریه ۶ میلیارده ډالرو د مرستو غوښتنه په نړۍ کې د مرستو تر ټولو لویه اندازه ده.

اوچا د روان ۲۰۲۳ کال په لومړیو کې د افغانستان لپاره له نړۍ د یاد رقم غوښتنه کړې ده.

پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ له پیل راهیسې چې زیات شمېر افغانانو په کې خپلې دندې له لاسه ورکړې بېوزلي اوج ته رسېدلې ده.

په خوست کې خلک د بېوزله او بېکاره خلکو یو انځور. دوی د کاري فرصتونو او مرستو غوښتنه کوي. 02-12-2021
په خوست کې خلک د بېوزله او بېکاره خلکو یو انځور. دوی د کاري فرصتونو او مرستو غوښتنه کوي. 02-12-2021

یو شمېر افغانان وايي، د ژوند لومړنۍ اړتیاوې یې په روان ژمي کې لا زیاتې شوې دي.

پنځه پنځوس کلنه سلطانه چې په پلازمېنه کابل کې اوسېږي وايي، د دوه زامنو مېرمنې او اولادونه یې ورته پاتې دي.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل دواړه زامن یې جګړې ترې اخیستي دي.

هغه زیاتوي: "اته یتیمان راته پاتې دي، دواړه زامن مې شهیدان شول، اوس د دوی پالنه زه کوم هیڅوک نه شته. زامن مې ګلونه وو ګلونه. ډېره سخته ده چې هر ځای ځوانان ګورم زړه مې اور اخلي، رنځوره یم، خو الله صبر راکړی دی. بس اوس راته دا واړه واړه ماشومان پاتې دي او پالنه یې زما پر غاړه ده، وخت دی تېرېږي یا ښه یا بد."

سلطانه د طالبانو له حکومته د مرستو غوښتنه کوي.

خو دې مرستو ته یوازې سلطانه نه، بلکې د بېلابېلو نړیوالو سازمانونو د وړاندې شویو شمېرو له مخې میلیونونه نور افغانان هم اړتیا لري.

په ورته وخت کې د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوالې ټولنې د اسیا پاسفیک برخې رییس الکساندر متيو چې افغانستان ته تللی وايي، افغانان له بشري مرستو ترڅنګ نورو مرستو ته هم اړتیا لري.

نوموړي د سي اې این CAN په نوم له یوه سینګاپوري خصوصي تلوېزیون سره په مرکه کې ویلي چې له دندو، روزنې، رسمي او غیررسمي زده کړو پرته د افغانستان لپاره هېڅ هیله نه شته او د دې هېواد راتلونکې تیاره ښکاري.

الکساندر متيو وویل: "اټکل کېږي چې شاوخوا ۲۵ میلیونه کسان په افغانستان کې بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري، خو دا یو څه پېچلې ده. که څه هم خواړه، اوبه د ژوند او ستونزو د حل تر ټولو اړینې اړتیاوې دي، خو بشري مرستې حل لاره نه ده. هغه څه چې له ټولو زیات دا هېواد ورته اړتیا لري دندې، روزنه او د اقتصادي فرصتونو بیارغونه ده. دا یوازینۍ لاره ده چې په راتلونکي کې خطر راکموي."

طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ښځینه کارکوونکې له دندو ګوښه کړې چې دوی یې په غبرګون کې اعتراض وکړ. October 18 2022
طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ښځینه کارکوونکې له دندو ګوښه کړې چې دوی یې په غبرګون کې اعتراض وکړ. October 18 2022

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼو نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې د بېوزلۍ او بشري مرستو ته د اړتیاوو راپورونه ورکړي دي.

د تېرې اونۍ د چهارشنبې په ورځ د روغتیا نړیوال سازمان یا ډبلیو ایچ او په یو راپور کې ویلي و چې مرستو ته د اړو افغانانو شمېر د تېر کال په پرتله ۱۶ سلنه نور هم زیات شوی دی.

دغه سازمان ویلي چې تېر ۲۰۲۲ میلادی کال په افغانستان کې د اړو افغانانو شمېر ۲۴ اعشاریه ۳ میلیونه وو، خو روان کال دا شمېر ۲۸ اعشاریه ۳ میلیونه ته لوړ شوی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG