د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۵

ملګرو ملتونو بیا د مرستو رسولو بهیر کې د افغان ښځو رول مهم وباله


ارشیف: د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ښځینه کارکوونکو د اعتراضیه غونډې انځور. طالبانو په دویم ځل واکمنۍ سره د دې وزارت کارکوونکې له دندو ګوښه کړې.
ارشیف: د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ښځینه کارکوونکو د اعتراضیه غونډې انځور. طالبانو په دویم ځل واکمنۍ سره د دې وزارت کارکوونکې له دندو ګوښه کړې.

د ملګرو ملتونو یوه اداره وايي، له طالب چارواکو سره پر دې خبرې کوي چې په نادولتي موسسو کې د ښځو کار کولو ته اجازه ورکړي.

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د دوی د بشري فعالیتونو د نظم دوام لپاره دا مهمه ده چې ښځینه کارکوونکي په نادولتي موسسو کې د کار کولو اجازه ولري.

په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ د رسنیو د برخې یوه مسوول پیټر کیسلر ازادي راډیو ته وویل: "موږ په ټینګه له چارواکو د یوې استثنا غوښتنه کوو، زموږ د همکارو غیردولتي موسسو د ښځینه کارکوونکو په مرسته زموږ ټول بشري فعالیتونه بیا پیل شي. په افغانستان کې اړو مېرمنو ته د بشري مرستو رسولو کې د ښځینه کارکوونکو رول مهم دی. نړیواله ټولنه نه شي کولای له افغانانو مخ واړوي."

د طالبانو اقتصاد وزارت د ډسمبر پر ۲۴ مه په نادولتي موسسو کې د ښځو او نجونو کار منع اعلان کړ چې په ځواب کې یې ځینو موسسو خپل ټول یا هم یوه برخه فعالیتونه وځنډول.

ملګرو ملتونو ویلي چې د افغانستان په ډېرو برخو کې اړو کسانو په ځانګړي ډول مېرمنو ته د بشري مرستو رسولو بهیر ټکنی شوی دی.

تېره میاشت په بشري مرستو او ضطراري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفیټس او تر هغه مخکې د سرمنشي بلې مرستیالې امینې محمد افغانستان ته سفر وکړ چې پر دې موضوع د طالبانو له چارواکو سره خبرې وکړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفیټس
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفیټس

خو داسې ښکاري چې د دوی بحثونو کومه نتیجه ورنه کړه، ځکه ښځې او نجونې لا هم نه شي کولای چې په نادولتي موسسو کې خپل کار ته دوام ورکړي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ د رسنیو د برخې مسوول پیټر کیسلر وايي، افغانان د لوږې تر څنګ د خوارځواکۍ او سرپناه په برخو کې له ستونزو سره مخامخ دي.

هغه زیاتوي: "دا مهال افغانان د خوړو د کموالي، خوارځواکۍ او سرپناه له سخت بحران سره مخامخ دي، دا مهمه ده چې دوی د خپلو کورنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره مرستې ترلاسه کړي، په ځانګړي ډول هغو مېرمنو سره مرسته وشي چې په افغانستان کې د نفقې برابروونکو لس فیصده جوړوي او ماشومان ښوونځي ته د تلو فرصت ولري، په ځانګړي ډول اوس چې نجونې له شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه لري."

کیسلر وویل، دوی په افغانستان کې اړو کورنیو ته د خوراکي مرستو تر څنګ نقدې پیسې ورکوي او د اړتیا په وخت کې د دوی لپاره پناه ځایونه برابروي.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د ماموریت مرستیالې رافایله یودیچې پرون په خپل ټویټر کې لیکلي، په اوکراین کې د روسیې د جګړې کال پوره شو، دغه جګړه نه یوازې په اوکراین بلکې د نړۍ په زیاتو برخو کې سولې ته خطر پېښوي.

د هغې د ټویټ له مخې په افغانستان کې خلک د جګړې له ترخو خبر دي.

ځینو کتونکو انتقاد کړی چې پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته افغانستان ته د نړیوالې ټولنې پام کم شوی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG