د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۷

د طالبانو لوړو زده‌کړو وزارت د پسرلني سمېستر د پيل نېټه اعلان کړه


د لوړو زده‌کړو وزارت
د لوړو زده‌کړو وزارت

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت په سړو سیمو کې د پوهنتونونو او د لوړو زده‌کړو د نورو بنسټونو د پسرلني سمېستر د ډېر ژر پیلېدو خبر ورکوي.

د دې وزارت ویاند حافظ ضياءالله هاشمي پرون په یوه ټویټ کې ویلي، د زده‌کړو دغه بهیر به یوازې د ذکور محصلینو لپاره د کب یا حوت میاشتې په ۱۵مه نېټه د راتلونکې دوشنبې په ورځ په رسمي ډول پیل شي.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د ښځینه محصلینو د زده‌کړې د بهیر د پیلېدو په اړه هیڅ هم نه‌دي ويلي.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د قوس په ۲۹مه د لوړو زده‌کړو ټولو مؤسسو ته په یوه استولي مکتوب کې ویلي و چې، د کابینې د پرېکړې له‌مخې د اناثو تحصیل تر امرثاني پورې معطل دی.

د طالبانو د يادې پرېکړې په وړاندې کورني او نړیوال سخت غبرګونونه ښکاره شول او د پوهنتونو یو شمېر استادانو هم د دغې پرېکړې په وړاندې د اعتراض په توګه استعفاوې وکړې.

يو شمېر محصلانې، ارشيف
يو شمېر محصلانې، ارشيف

د طالبانو دغه اقدام ښځینه محصلینې له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ کړي دي.

د نجونو د زده‌کړې په اړه هم د طالبانو چارواکو تر اوسه هیڅ داسې نښه نه‌ده ښودلې چې ایا د نوي تعلیمي کال له پیلېدو سره به چې ورته څه کم درې اوونۍ پاتې دي، ټولې نجونې پرېږدي چې ښوونځیو ته لاړې شي؟

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازي مرستیال رامز الاکبروف وړمه ورځ د زده‌کونکو نجونو نامعلوم برخلیک ته په اشاره وویل، تر اوسه هیڅ هڅونکي پرمختګونه نه ترسترګو کېږي چې نجونې به بېرته ښوونځیو ته ستنې شي.

الاکبروف چې له کابل څخه یې د ویډیو کنفرانس له لارې په نیویارک کې خبریالانو ته د افغانستان د روان وضعیت په اړه معلومات ورکول، د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د نجونو پر زده‌کړې او په غیردولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار د لګول شویو بندیزونه په اړه د طالبانو په مشرتابه کې د اختلافاتو په اړه راپورونه درست دي، یوازې دومره وویل چې د ده په فکر په دې اړه تبصره کول به ګټوره نه وي.

خو نوموړي پر دې ټینګار وکړ چې، واکمن طالبان باید دا مسله یقیني کړي چې، افغان ښځې او نجونې حق لري چې د ټولنې بشپړې غړې وي.

الاکبروف زیاته کړه، دوی باید د کار او زده‌کړو اجازه ولري اوهم روغتیایي او نورو خدمتونو ته لاس‌رسی ولري.

د طالبانو چارواکو په کراتو کراتو دا خبره کړې چې، د شریعت په چوکاټ کې د نجونو او ښځو د زده‌کړې او کار مخالف نه‌دي، خو دا چې کله به دوی نجونې او ښځې بېرته زده‌کړې او کارته پرېږدي، تر اوسه یې په دې اړه واضح څه نه‌دي ویلي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG