د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۴

د افغان نجونو له ګډون پرته د سړو سیمو د پوهنتونونو پسرلنی سمستر پیل شو


ارشیف: د کابل پوهنتون انګړ
ارشیف: د کابل پوهنتون انګړ

د کابل په ګډون د سړو ولایتونو پسرلنی سمستر نن د نجونو له ګډون پرته پیل شو.

ځینې محصلانې وايي، د زده کړو په بندیز دوام راتلونکې ته اندېښمنې کړې دي.

د بلخ پوهنتون د ارواپوهنې پوهنځي محصله مدینه قاطع مصدق وايي، سږکال ځکه ورته دردونکی دی چې نجونې پوهنتونونو ته د تګ اجازه نه لري.

مصدق وايي: "په خپلو سترګو وینو چې هلکان درس ته ځي او چپټرونه ورسره وي، خو نجونې د یو پوچ ذهنیت له امله نه شي کولای، درس ووایي. هغو کوترو ته ورته یو، چې وزرونه یې راتړلي دي."

د نیمروز ولایت یوه محصله چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، وايي چې د اقتصاد پوهنځي پنځم سمستر یې پای ته رسولی او هیله یې درلوده چې ژر تر ژره خپلې زده کړې پای ته ورسوي، خو د طالبانو حکومت یې دا هیله په اوبو لاهو کړه.

دا محصله په زده کړو د طالبانو بندیز د علم او روښنايۍ خلاف اقدام بولي.

هغه زیاتوي: "زه دا پوښتنه لرم چې د شریعت په کوم ځای کې د نجونو په زده کړو بندیز لګول شوی دی، ایا هغوی هم په هغه اسلام عقیده لري چې موږ یې لرو یا که د هغوی اسلام بېل دی. هغوی د شریعت خبره کوي، خو اعمال یې د شریعت ضد دي."

دا محصله له نړیوالۍ ټولنې او بنسټونو غواړي چې په افغانستان کې د نجونو د زده کړو لپاره په اوسنیو واکمنانو فشار راوړي.

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت د تېر میلادي کال د ډسمبر میاشت کې نجونې تر بل امر پورې پوهنتون ته له تګ څخه منع کړې، خو اوس چې بیا تحصیلي کال پیل شوی، هیله وه چې نړیوالو او کورنیو غبرګونونو او غوښتنو ته په ځواب کې به طالبان د نجونو پر مخ پوهنتونونه پرانېزي.

د کابل پوهنتون یو شمېر نجونو محصلانو په یوه سرخلاصی لیک کې چې په ټولنیزو رسنیو کې یې خپور کړی، غوښتنه یې کړې چې د نجونو پر زده کړو لګول شوی بندیز دې لرې شي.

د کابل پوهنتون مخې ته د ښځینه محصلانو ګڼه ګوڼه. د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت د تېر میلادي کال د ډسمبر میاشت کې نجونې تر بل امر پورې پوهنتون ته له تګ څخه منع کړې. December 21, 2022
د کابل پوهنتون مخې ته د ښځینه محصلانو ګڼه ګوڼه. د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت د تېر میلادي کال د ډسمبر میاشت کې نجونې تر بل امر پورې پوهنتون ته له تګ څخه منع کړې. December 21, 2022

دې نجونو له نارینه محصلانو هم غوښتي، لکه څنګه چې ژمنه یې کړې وه د نجونو محصلانو ترڅنګ به تر هغه پورې درېږي چې نجونې هم پوهنتون ته لاړې شي، په خپله ژمنه دې ودرېږي.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصله شفیقه فرامرز وايي، نجونې محصلان خپل ټول وس کوي چې په دوی د زده کړو لګول شوی بندیز لرې شي.

دویمه طرحه دا ده چې نارینه محصلانو ته قلمونه ورکوو چې له موږ سره په خپلو کړیو ژمنو ودرېږي.

فرامرز وویل: "لومړی طرحه دا ده چې محصلانې د کابل پوهنتون مخ ته ورشي او هلته کتابونه له ځان سره یوسي او ویې لولي او طالبانو ته وښيي چې موږ د زده کړو غوښتونکي یوو. دویمه طرحه دا ده چې نارینه محصلانو ته قلمونه ورکوو چې له موږ سره په خپلو کړیو ژمنو ودرېږي."

په ورته وخت کې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علوم د پوهنځي محصل عبدالرحمن همت وايي، د پسرلني سمستر د پیل په لومړۍ دوشنبه ډېر کم شمېر هلکان محصلان پوهنتون ته ولاړل.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "نن درسونه پیل شول او له ټولو هلکانو محصلانو وغوښتل شول چې په خپل وخت په خپل ټولګي کې حاضر وي. ډېری محصلان همغه شعار ته ژمن پاتې شول، یا ټول یا هېڅ او پوهنتون ته ولاړل نه. زه هم ولاړم د پوهنتون شاوخوا وګرځېدم چې څوک راغلي که نه. نجونې محصلانې په پام کې لري چې پوهنتون ته راشي، که چېرې یې ونه شول کړای پوهنتون ته ننوځي د کابل پوهنتون د دراوزې مخې ته کتابونه ولولي."

د ازادي راډیو خبریال وغوښتل په دې اړه چې د نجونو په لوړو زده کړو بندیز به کله لرې شي، د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت نظر هم ولري، خو ویاند یې ضیاالله هاشمي اړیکې ځواب نه کړې.

خو مخکې نوموړي په دې اړه ویلي وو چې دا مهال ښځې او نجونې د دې امر په منلو مکلفې دي.

د یادونې ده چې له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو زده کوونکو پر زده کړو د بندیز تر څنګ د طالبانو حکومت د تېر میلادي کال په ډسمبر میاشت کې ښځې او نجونې پوهنتونونو ته له تګ هم راوګرځولې.

د طالبانو دا پرېکړه په کور دننه او بهر له پراخ غبرګون سره مخ شوه، خو دې غبرګونونو لا تر اوسه د دوی پرېکړه نه ده بدله کړې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG