د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۶

يو شمېر کورنۍ: د نوي کال په پيل سره دې طالبان له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانيزي


د نجونو يو ښوونځی، انځور - ارشيف
د نجونو يو ښوونځی، انځور - ارشيف

په داسې حال کې چې د یو بل نوي تعلیمي کال پیل ته نږدې شل ورځې پاتې دي، لا هم په افغانستان کې د نجونو په وړاندې د ښوونځيو د پیلېدو په اړه د طالبانو حکومت څرګند دریځ نه‌لري.

د نجونو په وړاندې له شپږمو ټولګیو پورته د ښوونځيو پیل ته اجازه ورکول کېږي کنه؟

هغه پوښتنه ده چې نن سبا د زیات شمېر افغان نجونو زده‌کوونکو او د دوی د کورنیو په خوله ده.

د پلازمېنې کابل اوسېدونکې زرمینه چې پر افغانستان د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ له پیل مخکې د یوولسم ټولګي زده کوونکې وه وايي، که څه هم فکر نه‌کوي چې طالبان دې سږ کال د دوی لپاره زېری ولري خو لا هم ناهیلې شوې نه‌ده.

نوموړې وايي: "یو کال د نجونو ضایع شو اوس افغان نجونې او زموږ کورنۍ ویره لري چې ښايي یو بل کال هم دوی ته د زده‌کړو اجازه ورنه‌کړل شي."

موږ هیله لرو چې سږ کال به موږ ته د زده کړو اجازه راکړل شي

د ننګرهار اوسېدونکې عالیه چې ښوونځی ترې په لسم ټولګي کې پاتې دی هم ورته هیله لري او د طالبانو له حکومته غوښتنه کوي چې سږ کال دوی ته د پاتې زده‌کړو د بشپړېدو اجازه ورکړي.

عاليه وايي: "دا چې نوی تعلیمي کال پیل ته نږدې شل ورځې پاتې دي او طالب چارواکو لا د ښوونځيو د خلاصېدو په اړه څه نه‌دي ویلي، خو موږ هیله لرو چې سږ کال به موږ ته د زده کړو اجازه راکړل شي او موږ له اسلامي امارت هم هیله لرو چې موږ ته د زده‌کړو اجازه راکړل شي او په دې سره موږ خپلو هیلو ته ورسیږو."

د نجونو يو ښوونځی، ارشيف
د نجونو يو ښوونځی، ارشيف

دا زده‌کوونکې او کورنۍ یې د طالبانو حکومت له دې امله پړ ګڼي، چې په نږدې یو نیم کال را په دې‌خوا له ژمنو سره سره د نجونو د ښوونځيو لپاره د یوې طرحې په جوړېدو بریالي نه شول.

د پکتیا د مرکز ګردیز اوسېدونکی بلال احمدزي ازادي راډيو ته وویل: "که څه هم طالبانو د ښوونځيو د خلاصېدو په اړه لا دریځ نه‌دی واضح کړی چې سږ کال به اجازه ورکړي او کنه، زموږ ویره هم همدا ده چې خدای ناخواسته د نجونو یو بل کال ضایع نه‌شي، زموږ هیله دا ده چې د طالبانو حکومت سږ کال موږ ته یو زیری ولري او هغه دا چې د نجونو په وړاندې د ښوونځيو دروازې پرانیزي."

په همدې حال کې پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازې مېرمن روزا اوتنبایوا سره کتلي دي.

د ښاغلي کرزي په ټویټر پاڼه لیکل شوي چې، په دې کتنه کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو پر پرانیستو او کار ته د ښځو پر بېرته ستنېدو ټینګار شوی دی.

د نجونو يو ښوونځي
د نجونو يو ښوونځي

هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو د حکومت له ویاندویانو سره هم خبرې وکړو خو ذبیح‌الله مجاهد وویل، د پوهنې وزارت باید دا پوښتنه ځواب کړي او د پوهنې وزارت ویاند د دې راپور تر خپرېدو زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

په ۲۰۲۱ میلادي کال کې طالبانو پر افغانستان د بیاځلي واکمنېدو له پیل سره سم له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو په وړاندې د ښوونځيو دروازې وتړلې.

که څه هم تمه کېده چې ښايي د طالبانو دا پرېکړه لنډمهالي وي، ځکه هغه مهال د طالبانو د پوهنې وزارت د یوې داسې طرحې د جوړېدو خبره کړې وه چې، له‌مخې یې د اسلامي شریعت سره سم نجونو ته د زده‌کړو خوندي چاپیریال رامنځته شي خو د ۲۰۲۲ میلادي کال په ډیسمبر میاشت کې په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده‌کړه بندیز د افغان نجونو د زده کړو هیلې نورې هم مړاوې کړې.

خو اوس چې د نوي تعلیمي کال پیل ته لږې ورځې پاتې دي، خلک هیله لري او له د طالبانو له حکومته غوښتنه کوي چې خویندو او لوڼو ته یې د زده‌کړو اجازه ورکړي، ښوونځي او پوهنتونونه ورته پرانیزي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG