د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۸

ګوتېرش: د طالبانو له لوري پر نجونو د زده‌کړې د بنديز پرېکړه 'ظالمانه' ده


د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتېرش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتېرش

سره له‌دې چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري پر نجونو له شپږم ټولګیو پورته زده‌کړې بندې شوي، خو ځینې وړې کړۍ هڅې کوي چې د کورنیو ښوونځيو په جوړېدو نجونو ته انلاین زده‌کړې ورکړي.

پرستو حکیمي یو له هغه افغان مېرمنو ده چې د افغانستان په اته ولایتونو کې یې د څرک په نوم کورني ښوونځي جوړ کړي او په وړیا ډول نجونو ته په‌کې زده‌کړې ورکول کېږي.

مېرمن حکیمي ازادي راډيو ته وویل، چې له دې سره نږدې دېرش ښوونکي په دې برخه کې وړیا کار کوي.

نوموړې وويل: "زموږ دا ښوونځي په اته ولایتونو کې دي، درې په کابل کې، دوه په کندهار کې، په ارزګان، مزار، هرات او کندز کې ښوونځي لرو، د څرک بنسټ زموږ له لوري اداره کېږي، او هیڅ بنسټ مو مالي مرسته نه‌کوي، زموږ ښوونکي په وړیا ډول خدمت کوي."

"زموږ ښوونځي نه‌شي کېدای چې د دولتي ښوونځيو بدیل و اوسي

سودابه نژند بله افغانه مېرمن ده چې په کابل کې يې د نجونو د زده‌کړو لپاره یو کورنی ښوونځی جوړ کړی دی.

اغلې نژند وايي: "زموږ ښوونځي نه‌شي کېدای چې د دولتي ښوونځيو بدیل و اوسي، خو موږ غواړو چې د طالب مفکورې ته نه ووایو، دا ښوونځی مو جوړ کړی دی، موږ نورو دوستانو ته هم ویلي دي چې باید په دې کار کې له موږ سره یو ځای شي. په ولایتونو کې په ځانګړي ډول بادغیس، پنجشېر او هرات کې له دوستانو سره په اړیکه کې یو او دوی ټولو ښوونځي جوړ کړي او د طالبانو اوسنۍ مفکورې ته يې نه ویلي دي."

طالبانو د ۲۰۲۱ میلادي کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د بیاځلي واکمنېدو وروسته له شپږمو ټولګیو پورته نجونې له ښوونځیو منع او دغه شان یې په وروستي اقدام کېدوی له پوهنتونونو هم راوګرځولې.

دا په داسې حال کې ده چې نن د جنورۍ ۲۴مه د زده‌کړو نړیواله ورځ ده او ډېری نړیوال بنسټونه د افغان نجونو لپاره د زده‌کړو د حق غږ پورته کړی دی.

"اوس د ټولو هغه قوانینو او تبعیضونو د پای ته رسېدو وخت دی چې د زده‌کړو په وړاندې خنډ ګرځي

د ملګرو ملتونو د سازمان سرمنشي انتونیو ګوتېرش د سې‌شنبې په ورځ د زده‌کړو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یو پیغام کې د طالبانو دا پرېکړه ظالمانه عمل بللی دی او له طالبانو يې غوښتي چې خپله پرېکړه بېرته واخلي.

نوموړي ويلي: "اوس د ټولو هغه قوانینو او تبعیضونو د پای ته رسېدو وخت دی چې د زده‌کړو په وړاندې خنډ ګرځي، زه په ځانګړي ډول په افغانستان کې له حاکمو چارواکو غواړم چې د نجونو په وړاندې د زده‌کړو د بندیز ظالمانه او ناکامه پرېکړه بېرته واخلي."

نږدې يونيم کال کېږي چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي.
نږدې يونيم کال کېږي چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د یونسکو سازمان سږ کال د زده‌کړو نړیواله ورځ د افغان نجونو په نوم نومولې او تازه یې پر خپله ټویټر پاڼه یو وار بیا له ټولو غوښتي چې د افغان نجونو د زده‌کړو لپاره خپل غږ پورته کړي.

په ورته وخت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یو‌این‌ایچ‌سي‌ار د زده‌کړو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل ټویټر لیکلي دي، چې زده‌کړو د بشر حق دی او افغان نجونو ته باید له شپږمو ټولګیو پورته د زده‌کړو اجازه ورکړل شي تر څو خپلې وړتیاوې وښيي.

دغې ادارې ټینګار کړی دی چې زده‌کړه خلک له بې‌وزلۍ خلاصوي او په خپلو پښو يې ودروي.

خو له دې ټول ټینګار سره سره تر دې دمه طالبانو د زده‌کړو په برخه کې پر افغان نجونو خپله کړې پرېکړه بېرته نه‌ده اخیستې او ویلي دي، چې د شریعت په چوکاټ کې د ښځو او نجونو حقونه ټینګ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د علمي، ښوونیز او فرهنګي سازمان د معلوماتو پر بنسټ دا مهال په افغانستان کې ۲ عشاریه ۵ میلیونه نجونې له زده‌کړو بې‌برخې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG