د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۴

د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ؛ په مورنۍ ژبه زده کړې څومره مهمې دي؟


د فبروري ۲۹مه د مورنیو ژبو نړیواله ورځ
د فبروري ۲۹مه د مورنیو ژبو نړیواله ورځ

نن د فبرورۍ ۲۱ د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ده.

دا ورځ ملګرو ملتونو د خپل ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان یونیسکو په غوښتنه د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځ په توګه په رسمیت پېژندلې او هر کال په دې موخه چې حکومتونه، کورنۍ او ادارې د مورنۍ ژبې ارزښت ته وهڅوي نمانځل کېږي.

د نورستان ولایت دولس کلن اوسېدونکې نورالله چې د ښوونځي په شپږم ټولګي کې زده کړې کوي وايي، په نصاب کې یې داسې کتابونه نه شته چې د ده په مورنۍ ژبه لیکل شوی وي.

دی غوښتنه کوي چې واکمن نظام دې په راتلونکې کې د دوی مورنۍ ژبه د تعلیمي نصاب برخه وګرځوي.

هغه وویل: "زه د شپږم ټولګي زده کوونکی یم، زموږ د ښوونځي په کتابونو کې زموږ په مورنۍ ژبه لیکلي کتابونه نه شته، له حکومت نه مو غوښتنه دا ده چې بل کال زموږ په مورنۍ ژبه کتابونه چاپ کړي."

د افغانستان د تعلیمي نصاب کتابونه تر ډېره په پښتو او دري ژبو دي او ښايي د هغو ماشومانو لپاره چې د درېیمو ژبو ویونکي وي زده کول يې یو څه ستونزمن وي.

پښتو او دری د افغانستان رسمي ژبې دي، خو لسګونه نورې ژبې هم شته چې ګڼ افغانان پرې خبرې کوي او د دوی مورنۍ ژبې دي.

اورال چې په کابل کې ژوند کوي وايي، مورنۍ ژبه یې ازبکي ده، خو لومړنۍ زده کړې یې په کابل کې په دري ژبه کړې دي.

دا وايي ښايي همدا لامل وي چې اوس په مورنۍ ژبه لیکل او لوستل نه شي کولای.

هغه وویل: "زه همدا اوس د ازبکي په الف با نه پوهېږم، څه ورسېږي هغه کسانو ته چې ازبکي يې مورنۍ ژبه نه ده. موږ پوهېږو چې د ژبو ترویج ډېر کم شوی دی."

د افغانستان د اساسي قانون د ۴۳مې ماده کې راغلي: "دولت مکلف دی چې په ټول افغانستان کې د متوازن معارف د عامولو او د منځنیو اجباري زده کړو د تامین لپاره اغېزمن پروګرام طرح او تطبیق کړي او د مورنۍ ژبو د تدریس لپاره په همغو سیمو کې چې پرې خبرې کېږي لاره هواره کړي."

د افغانستان اساسي قانون او ملي بیرغ
د افغانستان اساسي قانون او ملي بیرغ

د همدغه قانون په ۱۶ ماده کې هم راغلي: "د پښتو او دري سربېره، ازبکي، ترکمني، بلوچي، پشه یي، نورستاني، پامیري او د ګڼو نورو رایجو ژبو سربېره، پښتو او دري د دولت رسمي ژبې دي، خو په هغو سیمو کې چې خلک یې په خپلې مورنۍ ژبې خبرې کوي، هغه د همغه سیمې درېیمه ژبه پېژندل کېږي."

خو نیوکې دا دي چې په تېرو شلو کلنو کې د قانون دغه دواړه مادې او په ځانګړې توګه ۴۳مه ماده نه ده پلې شوې.

که څه هم د تېر جمهوري نظام د پوهنې وزارت چارواکو هغه مهال په ښوونځيو کې د زده کوونکو لپاره په مورنۍ ژبه د زده کړو د عملي هڅو خبره کړې وه، خو پایلې یې چندان مثبتې نه وې.

پوښتنه داده چې په مورنۍ ژبه زده کړې څومره مهمې دي؟

د هرات پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي استاد عبدالواحد ناصري وايي: "دا چې په مورنۍ ژبه زده کړه څومره مهمه او ګټوره ده، هر کوچنی هغه مفاهیم چې په مورنۍ ژبه یې په اسانه او کم وخت کې زده کولای شي، په بله ژبه یې نه شي زده کولای. نو لازمه ده چې هر کوچني ته په خپله مورنۍ ژبه د زده کړو زمینه برابره شي او په دې سره یې استعدادونه وغوړېږي."

نن د فبروري ۲۱ د مورنۍ ژبه نړیواله ورځ ده.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ۲۰۱۰ کال کې یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې له مخې یې هر کال د فبرورۍ میاشتې ۲۱مه د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي.

دا ورځ هر کال په دې موخه چې کورنۍ او ادارې د مورنۍ ژبې ارزښت ته وهڅوي نمانځل کېږي.

د دې ورځې د نمانځلو بل هدف د هغه لږکیو د ژبو ژغورل دي چې د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي.

یو شمېر افغان لیکوالان وايي، په تېرو څو لسیزو کې په افغانستان کې د بېلابېلو ژبو د ودې او پرمختګ لپاره څنګه چې لازم وه کار نه دی شوی.

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي منشي څېړنوال دوکتور رفيع الله نيازي ازادي راډيو ته وویل: "د دې هېواد د لویو قومونو ژبو ته هم په هاغه شکل چې په کار وه کار شوی وای هم نه دی شوی، پاتې درېیمې او د وړو قومونو ژبې."

دی وايي، د حکومتونو لپاره په مساویانه ډول د ټولو ژبو لپاره کار ځکه ښايي ستونزمن وي چې ډېرې بودیجې او امکاناتو ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړه: "دا ډېره سخته هم ده چې په یو هېواد کې د ټولو ژبو لپاره لکه څنګه چې یې خلک غوښتنه کوي په مساوي ډول کار وشي، ځکه یو خو د حکومتونو امکانات او پالیسۍ په دې برخه کې محدودیتونه رامنځته کوي، بله خبره د ژبو د ویونکو شمېر په خپله غټه ستونزه ده، کومې ژبې چې ډېر ویونکي نه لري، په فرهنګي، سیاسي او اقتصادي لحاظ یې ویونکی د سیمې په نورو ژبو افهام او تفهیم کوي."

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د څېړنو پر بنسټ په افغانستان کې نږدې ۵۵ لوی او واړه قومونه ژوند کوي.

که څه هم په افغانستان کې د ژبو د شمېر په اړه دقیقه څېړنه نه ده شوې، خو ویل کېږي ښايي په دې هېواد کې څه د پاسه ۳۰ کوچنیو او لویو ژبو ویونکی موجود وي.

په همدې حال کې د طالبانو حکومت وايي هڅه کوي چې د ټولو ژبو د ویونکو لپاره په مساویانه ډول کار وکړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل: "اسلامي امارت د ټولو ژبو ویونکو ته بشپړ احترام لري او کار کوي، په کومو سیمو کې چې زمینه برابره ده، د مورنۍ ژبې د زده کړې هلته کار شوی او د ژبو د تقویې لپاره کار روان دی او په کومو کې چې نیمګړتیا ده هلته وخت ته اړتیا ده چې باید کار ورته وشي."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

مجاهد وویل، د طالبانو حکومت هڅه کوي چې ټولو افغانانو ته په مورنۍ ژبه د زده کړو زمینه برابره کړي.

نوموړی دا خبرې داسې مهال کوي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري له شپږمو ټولګیو پورته ان تر پوهنتونه د نجونو په وړاندې د زده کړو هر ډول دروازې تړل شوي دي.

نجونې ان د نورو ژبو د زده کړو مرکزونو ته هم نه پرېښودل کېږي.

که څه هم په دې اړه په کور دننه او بهر پراخه غبرګونونه شته، خو د طالبانو حکومت لا هم نجونو ته د زده کړو اجازه نه ده ورکړې.

د ښوونځيو او پوهنتونونو ګڼې افغان زده کوونکې غوښتنه کوي چې د طالبانو حکومت دې دوی ته د زده کړو اجازه ورکړي.

XS
SM
MD
LG