د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

بلوچستان: په طبقاتي تعليمي نظام کې په مورنيو ژبو د زدکړې قانون نه شي عملي کېداى


د بلوچستان اوسني حکومت د دې کال په پيل کې په مورنيو ژبو د لومړنيو زدکړو قانون تصويب کړى، خو تر اوسه يې لا په ښوونځيو کې تدريس نه دى پيل شوى. د دې تصويب شوي قانون له مخې به ماشومانو ته يواځې يو مضمون په مورنيو ژبو ور ښوول کېږي، په کوټه کې د تعليم ځينې کارپوهان وايي، چې که د ماشومانو لومړنۍ زدکړې په بشپړه توګه په مورنۍ ژبه نه شي، هيڅ ګټه ورته نه کوي.

د پاکستان د ١٩٧٣م کال د اساسي قانون په ٢٦٤ ماده کې د اتلسم اصلاحي پرېکړه ليک تر تصويبېدو وروسته په ايالتونو کې په مورنيو ژبو د لومړنيو زدکړو اجازه هم ورکړل شوه. له دې قانونه په استفادې د بلوچستان اوسني حکومت د روان کال په جنورۍ کې د ايالتي پارلمان په غونډه کې په مورنيو ژبو د زدکړې پرېکړه ليک تصويب کړ او هوډ يې وکړ چې سږ به ماشومانو ته په مورنيو ژبو زدکړې پيل شي، خو د دې ايالت په اکثرو سيمو کې تعليمي کال پاى ته رسېدلى، مګر په ښوونځيو کې په مورنيو ژبو تدريس پيل نه شو.

د بلوچستان د اعلى وزير د تعليمي چارو سلاکار سردار رضا محمد بړېڅى وايي د لومړي ټولګي لپاره يې کتابونه چاپ کړي او هڅه کوي چې د نوي تعليمي کال له پيل سره سم يې پر ښوونځيو و وېشي:

"کتابونه په چاپخانه کې ده، يو څه چاپ شوي هم دي، په سړو سيمو کې به تر رخصتيو وروسته ماشومانو ته کتابونه و رسېږي. د نصاب ترتيبولو وخت واخيست، بيا مو چاپ ته ورکړ، تر ډېر تحقيق وروسته دې نتيجې ته ورسېدو، چې د مضمون په توګه مو د پښتو، بلوڅي او براهوي کتابونه چاپ کړل، د ښوونځيو له پرانيستل کېدو سره به يې پر ښوونځيو ووېشو"

ايالتي حکومت چې په مورنيو ژبو د زدکړو د نصاب لپاره کومه پارلماني کمېټۍ جوړه کړې وه، په هغه کې د بلوچستان پوهنتون د پښتو ادبياتو د څانګې استاد ډاکټر نصيب الله سيماب هم شامل وو. ښاغلى سيماب وايي د پارلماني کمېټۍ يواځينى هدف خو دا وو، چې ماشومانو ته به تر پينځم ټولګي پورې ټول درس په مورنۍ ژبه ورکول کېږي، خو وايي اوس چې دوى يواځې يو مضمنون په مورنۍ ژبه پيلوي، دا به ماشومانو ته چندان ګټه ونه لري:

"که پښتو، بلوڅي او براهوي ژبې د اختياري مضمنون په توګه په تعليمي کورس کې شاملې شي، د دې مانا دا ده چې د ماشوم په بسته کې دي يو کتاب ور زيات کړ، بل دي هيڅ ونه کړل دا ګټه نه کوي، ځکه چې دا بيا په شخصي ښوونځيو کې نه ور ښوول کېږي. که دا ژبې د لازمي مضمون په توګه پکې شاملې شي، هغه به تش دومره شي، چې کوشنى به له خپلې ژبې سره بلد شي، د نورو زدکړو ستونځه به پر ځاى پاته وي، د درس و تدريس ژبه به انګرېزي او اردو وي، چې تر څو يې د زدکړې ژبې په بشپړه توګه مورنۍ ژبې نه شي، دا ګټه نه کوي"

سره له دې چې په بلوچستان کې د پښتنو او بلوڅو درې غټې ژبې پښتو، بلوڅي او براهوي ويل کېږي، خو د بلوچستان حکومت په مورنيو ژبو د زدکړې په پرېکړه ليک کې پارسي، سيندي، سرايکي او پنجابي ژبې هم شاملې کړي دي، چې ويونکي يې ځانګړې سيمې نه لري او د بلوچستان په بېلابېلو سيمو کې په کم شمېر کې اوسېږي. د تعليم يو متخصص نظرمحمد بړېڅى وايي، په مورنيو ژبو د زدکړې قانون تصويب شوى، خو عملي کول يې ګران کار دى:

"په پنجاب کې نه سرايکي او نه پنجابي ژبه د هغه ځاى په ښوونځيو کې د زدکړې ژبې ګرځول شوې دي، خو زموږ دې ايالتي حکومت دا کارنامه وکړه، چې په پنجابي، سيندي، سرايکي، بلوڅي، پښتو، براهوي او پارسي اووو ژبو کې يې د لومړنيو زدکړو قانون تصويب کړى دى، خو دا قانون تر کاغذه پورې پاته دى، دوې مياشتې وروسته دويم کال شروع کېږي، خو ايالتي حکومت په مورنيو ژبو د تعليم نصاب هم نه دى جوړ کړى، نو دا را روان درې کلونه به هم همداسې تېر شي بيا به چېغې وهي چې موږ خو قانون تصويب کړى، مګر يواځې قانون جوړول خو کار نه ورکوي، دا عملي کول غواړي"

په بلوچستان کې د تعليمي نظام د کمزورۍ او د معياري تعليم د نشتوالي له امله د اکثرو شتمنو خلکو اولادونه په شخصي تعليمي ادارو کې زدکړې کوي، چې د اکثرو د تدريس ژبه انګرېزي ده. د تعليمي چارو متخصص نظرمحمد بړېڅى وايي، د همدې طبقاتي تعليمي نظام له امله به دا ډېره ګرانه وي، چې په سرکاري او شخصي ښوونځيو کې دي په مورنيو ژبو زدکړې ورکړل شي:

"دلته طبقاتي تعليمي نظام دى، ځينې طبقې د ژوند په هره برخه کې قابضې دي، د هغوى بچې له ايالته بهر په انګرېزي ښوونځيو کې زدکړې کوي، دا به د دوى لپاره ډېره ګرانه وي، چې دلته په مورنيو ژبو زدکړې ورکړي او په مورنيو ژبو زدکړې هم نه ورکوي، يواځې يو مضمنون به په مورنۍ ژبه وي، دا د دوى خوښه چې پښتو وايي، بلوڅي وايي، پارسي وايي که بله ژبه وايي، بيا په هغه ښوونځي کې استاد شته که نه. دلته چې کومه سياسي رهبري ده، که په حکومت کې دي، که د ايالتي اسمبلۍ، مرکزي اسمبلۍ او سنا غړي دي، د دوى ټولو اولادونه په اسلام اباد کې په انګرېزي ښوونځيو کې زدکړې کوي، نو د دوى له دې سره غرض نه شته، چې په مورنيو ژبو زدکړې ورکړي"

د پاکستان په تعليمي ادارو کې تعليمي نصاب هم يوه لويه ستونځه ده او اکثر مترقي ليکوال ورباندې انتقاد کوي، چې وايي په پاکستان کې د مذهبي افراطيت يو لوى سبب د پاکستان تعليمي نصاب دى، چې د نورو مذهبونو او فرقو په خلاف پکې مواد شامل دي.

د خيبرپښتونخوا ايالت تېر حکومت چې په مورنيو ژبو کوم کتابونه چاپ کړل، اوسنى حکومت بيا له هغه نصابه ځينې شيان باسي. د بلوچستان پوهنتون د پښتو څانګې استاد نصيب الله سيماب وايي، که ماشومان پخپله مورنۍ ژبه کې هم له خپل تاريخ، کلچر او جغرافيې خبر نه شي، نو هيڅ ګټه به ونه کړي:

"که په پښتو کې د پښتانه کلچر، اتل، جغرافيه، شاعر او ادب شامل نه وي بيا خو په پښتو زدکړې ته اړتيا نه شته، بيا خو علامه اقبال يا غالب په اردو ژبه ورته ويل کېږي. کوشنى پخپل تاريخ او کلچر پوه کول پکار دي، کوشني ته دا ور ښوول دي، چې ستا له دې خاورې سره تعلق څه دى، په کوم هېواد کې چې زما کلچر او ادب خوندي وي او اتل مي پکې ستايل کېږي زه ورسره وفاداري کوم، په کوم هېواد کې چې زما دغه شيان نه ستايل کېږي، وفاداري ورسره نه شي کېداى"

په مورنيو ژبو د زدکړو د تصويب شوي قانون له مخې به کال پر کال له لومړي تر پينځم ټولګي پورې به د مورنيو ژبو کتابونه يواځې د يوه لازمي مضمون په توګه ور ښوول کېږي. د اعلى وزير د تعليم سلاکار رضا محمد بړېڅى وايي، چې تر پينځم ټولګي د يوه لازمي مضمون د تدريس مرحله سر ته ورسېږي، هڅه به کوي چې بيا تر پينځم ټولګي پورې ټول مضامين په مورنيو ژبو ور وښوول شي:

"چې څه وخت موږ د يوه مضمون په توګه د مورنيو ژبو پر ښوونه بريالي شوو او استادان هم په دې برخه کې و روزل شول، بيا به نو د يوه مضمون په توګه نه، هڅه به کوو چې بيا په بشپړه توګه تر پينځم ټولګي پورې په مورنيو ژبو کې زدکړې ورکړل شي"

د يادونې وړ ده چې په ١٩٩٠م کال کې هم، چې نواب اکبر بګټى د بلوچستان اعلى وزير وو، په مورنيو ژبو زدکړې پيل شوې، چې دوه کاله يې دوام وکړ، خو بيا د مورنيو ژبو د ښوونې لپاره د استادانو د نشتوالي او ځينو سياسي ستونځو له امله ماشومان بيرته په مورنيو ژبو له لومړنيو زدکړو بې برخې شول.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG