د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۸

طایر ځلاند: مورنۍ ژبه مو د خوبونو ژبه ده


د ازادي راډيويي مجلې دا ګڼه چې د پښتو غزل د پلار امیر حمزه شینواري د ۲۴م تلین په مناسبت د هغه سپېڅلي روح ته ډالۍ شوې په دې مطالبو راښکلې شوې ده:

د فرهنګي خبرونو تر څنګ مو د تنور په اړه یو هنري راپور برابر کړی.

په هنر جاج کې له لیکوال او کره کتونکي طایر ځلاند سره د مورنۍ ژبې پر اهمیت او د مورنۍ ژبو د نړیوالې ورځې په مناسبت غږېدلي يو.

فنکار برخه کې د مسافر او ځوان هنرمند شمالي افغان پر ژوند او هنر له هغه سره مرکه لرو.

په زرپاڼه کې به لنډه کیسه «تالا شوی» واوروئ.

د ادب جام دا برخه مو د لودي کورنۍ د دوو نوموتو سردارانو احوال ته ځانګړې کړې او ورېښمین خیال کې هنرمند ممتاز ولي چې پښتو غزلبول شاعر حمزه شینواري سره‌یې په کوچنیتوب کې ډېرې ناستې شوي، د حمزه بابا په رویې غږېدلی.

په پای کې به د حمزه شینواري ډکلمه شوی غزل او د هارون پاچا خوږه زمزمه واورئ.

دا خپرونه محبوب‌شاه محبوب جوړه کړې ده.

دا مجله د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:45:57 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG