د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۹

امریکا کې په پښتو او دري ژبه افغان ماشومانو ته د کیسو کتابونه چاپ شوي


په امریکا کې د لوست خونې موسسې له لوري افغان ماشومانو لپاره د چاپ شویو تصویري کتابونو انځور
په امریکا کې د لوست خونې موسسې له لوري افغان ماشومانو لپاره د چاپ شویو تصویري کتابونو انځور

په امریکا کې د لوست خونې په نوم یوې موسسې تازه په پښتو او دري ژبه افغان ماشومانو ته د کیسو دولس ټوکه تصویري کتابونه چاپ کړي دي.

دا کتابونه چې په اصل کې د سوریې په کمپونو کې د اردنې ماشومانو لپاره د اردني، مصري، فلسطیني او امریکايي لیکوالو له خوا لیکل شوي، اوس د امریکا په کمپونو کې افغانان ماشومانو ته د دوی په رسمي ژبو ژباړل شوي او چاپ شوي دي.

د دغه کتابونو زپاړونکي او عمومي ايدېټر لیکوال محب الرحمن محب وايي، دا کتابونه په عربي ژبه و او د یادې موسسې له خوا افغان ژباړونکو ته د اسانتیا برابرولو په موخه انګریزي ژبې ته اړول شوي وو.

محب د دغه کتابونو په اړه وايي: "د دې کتابونو ژبه معیاري او د ماشومانو سني کټګوریو ته په پام سره په معیاري ډول سویه بندي شوي دي. د کتابونو نقاشي او ډیزاین هم په خورا ښه کیفیت سره شوی دی، د کیسو نوعیت روایتي او پیغامونه په هنري ډول وړاندې کوي، چې په ماشوم ادبیاتو او ژباړه کې یوه ښه زیاتونه حسابېدای شي."

د عکس ښي لور ته ماریا محب او چپ لور ته محب الرحمن محب
د عکس ښي لور ته ماریا محب او چپ لور ته محب الرحمن محب

د نوموړي په خبره په دې کتابونو کې څلور ټوکه (ښه شپه مورې، له ماسره لوبې وکړه، زما ګورګوتي وېښتان ، زما کور) ده پښتو ته ژباړلي دي.

( د عمر په زړه کې دوه کوره، رنګینې غونډۍ، نقاش، کله چې زه خوشحاله یم) ماریا محب او (د مینې الوتکه، د توران توپ، لولو، د درېوو هیلو کیسه) ښاغلي اختر زمان ژباړلي دي.

د دغه کتابونو یوه بله ژباړونکې ماریا محب د یادو کتابونو د محتوا په اړه وايي: "د یادو کتابونو د منځپانګې په اړه باید ووایم، چې عاطفي او ټولنیز موضوعات دي. باوري یم چې له دې لارې به افغان ماشومان د خپلو رواني ستونزو د کابو کولو چل او له نوي ماحول سره به جوړ جاړی زده کړي او له بله پلوه به دا کتابونه افغان ماشومانو سره په مورنۍ ژبه د لیک، لوست زده کړې او تقویې په برخه کې هم مرسته وکړي."

محب االرحمن محب وايي، دغه کتابونه هر یو ۵۱ زره ټوکه چاپ شوي او په خبره یې ډېر ژر به د امریکا په کمپونو کې پر افغان ماشومانو وویشل شي.

د نوموړي په خبره، دا کار د ماشوم ادبیاتو په برخه کې د افغان لیکوالو او ژباړونکو په هڅه شوی دی.

XS
SM
MD
LG