د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۹

بریتانیا د پوهنې په برخه کې له افغانستان سره پر خپلو مرستو بیا کتنه کوي


ننګرهار کې یو شمېر زده کوونکې چې د ټولګي او امکاناتو د نشتوالي له امله تر شنه اسمان لاندې زده کړه کوي. February 25, 2021
ننګرهار کې یو شمېر زده کوونکې چې د ټولګي او امکاناتو د نشتوالي له امله تر شنه اسمان لاندې زده کړه کوي. February 25, 2021

بریتانیا د افغانستان د پوهنې وزارت د هغې پرېکړې په اړه غبرګون ښودلی چې له ۱۲ کلونو د پورته عمر لرونکو نجونو پر ترانې ویلو یې بندیز لګولی دی.

د بریتانیا ټلګراف ورځپاڼې د حکومتي چارواکو له قوله لیکلي، دوی له دې پرېکړې وروسته، د پوهنې په برخه کې له افغانستان سره پر خپلو مرستو بیا کتنه کوي.

ټلګراف د دې هېواد د بهرنیو اړیکو د پراختیا د ویاند دفتر له قوله لیکلي "دوی سمدستي د دې پرېکړې په اړه د افغانستان له پوهنې وزارت څخه روښانتیا غوښتې او له دې هېواد سره د ښوونې او روزنې په برخه کې د خپلو مالي مرستو د هر ډول احتمالي پایلو په لټه کې دي."

ټلګراف لیکلي، تېرو دوو لسیزو کې بریتانیا د پوهنې په برخه کې له افغانستان سره لسګونه ملیونه ډالره مرسته کړې او پر همدې مرستو له ۳۰۰ زرو زیاتو نجونو ته یوازې تېرو شپږو کلونو کې ښوونځیو ته د تګ زمینه برابره شوې.

پوهنې وزارت داسې مهال دا پرېکړه کوي چې لا هم د هېواد په یو ډېر شمېر لیرو پرتو سیمو کې زده‌کوونکي ښوونځي، کتابونه او نورو درسي توکو ته لاسرسی نه‌لري او په دې برخه کې بهرنیو مرستو ته په تمه دي.

پرون د پوهنې وزارت ویاندې نجیبه ارین ازادي راډیو ته د دې پرېکړې دلیل، د زده‌کوونکو د والدینو غوښتنه بللې وه.

د پوهنې وزارت د دې پرېکړې په اړه په کور دننه هم مخالفتونه شته.

د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټټیوټ رئیس احمد ناصر سرمست هم وايي، د پوهنې وزارت دا پرېکړه د افغانستان او نړیوالو قوانینو سره ټکر کې ده.

ښاغلی سرمست زیاتوي: "له دې پرېکړې سره مخالف یم. د پوهنې وزارت دا پرېکړه د افغانستان او نړیوالو قوانینو خلاف ده. دا پرېکړه په ښکاره ډول، ترانې، سرود او موسیقۍ برخه کې د نجونو او ښځو حقونه تر پښو لاندې کول دي."

ناصر سرمست
ناصر سرمست

شکریه مشعل چې تر ۱۲م ټولګي یې د هرات په تجربوي لېسه کې زده‌کړې کړي او د ترانې ویلو په سیالیو کې یې هم ونډه اخیستې، دا پرېکړه، شاتګ او د نجونو پر وړاندې یو ډول تبعیض بولي.

اغلې مشعل زیاتوي: "تر هغې چې له ۱۲م ټولګي فارغېدم، د ترانې ویلو ګروپ غړې وم. اوس مې هم په یاد دي چې په څومره مینه او لېوالتیا مو شعرونه یادول او بیا مو تمرین کاوه. زه له دې پرېکړه سره مخالفه یم، ځکه کلونه کېږي چې زموږ د نجونو ترانې ثبت شوي او خپرې شوي."

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون هم پرون د پوهنې وزارت دا ګام د افغانستان او نړیوالو قوانینو خلاف وباله او ورسره‌یې مخالفت وښود.

ذبیح‌الله فرهنګ
ذبیح‌الله فرهنګ

د دې کمېسیون ویاند ذبیح‌الله فرهنګ ازادي راډیو ته وویل: "زده‌کړه، د بیان او هنري ازادۍ ته لاسرس د ماشومانو له اساسي حقونو شمېرل کېږي، بې له دې چې د هغوی عمر او جنس په نظر کې ونیول شي."

د بشر حقونو د څار نړیوال سازمان د اسیا برخې مشرې پاترېشا ګاسمن هم د پوهنې وزارت د دې پرېکړې په غبرګون کې ازادي راډیو سره خبرو کې، دا ډول کړنې د بندیزونو د لا زیاتوالي لپاره د زمینې برابرول بللي و.

ښځینه فعالانو هم د پوهنې وزارت له دې پرېکړې سره د مخالفت په پار، ځینې ترانې په خپلو ټولنیزو رسنیو خپرې کړې دي.

د افغانستان مشهور سندرغاړی فرهاد دریا هم تازه په خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي "دا بنسټ د دې دنده لري چې نویو ځوانانو او ځوانانو ته د ژوند کولو په اړه پراخ لیدلوری وښيي، نه دا چې د څو تنه بنسټ‌پالو او افراطینو د خوښ ساتلو لپاره دا ګلان تېر ته وګرځوي."

فرهاد دریا
فرهاد دریا

خو یو شمېر شته چې د پوهنې وزارت له‌خوا له ۱۲ کلونو پورته نجونو باندې د ترانو د ویلو بندیز ستایي.

نوید احمد د دې پرېکړې په ملاتړ په خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي "له نویو ځوانانو د خپلو غونډو د ښایست او بې‌‌ځایه ستاینې لپاره ګټه پورته کول او پرې ترانې ویل چې بند شي، ښه او عالي کار دی."

هڅه مو وکړه د پوهنې وزارت یو ځل بیا په دې اړه غبرګون واخلو، خو له ډېرو اړیکو سره سره‌یې څوک خبرو ته حاضر نه‌شول.

پوهنې وزارت له دې وړاندې هم له دې کبله تر نیوکې لاندې و چې لومړۍ پرېکړه کې یې د اسلامي تعلیماتو معینیت لغوه کړی و، خو تر نیوکو وروسته‌یې دا پرېکړه بېرته واخیسته.

همدا ډول دې وزارت پرېکړه کړې وه چې په هغو سیمو کې چې ښوونځي نه‌لري تر درېیم ټولګي پورې زده‌کړې په جوماتونو کې وشي، خو په دې اړ هم د خلکو له پراخ غبرګون وروسته، دا پرېکړه واخیستل شوه.

XS
SM
MD
LG