د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۳

د افغانستان د ماشومانو د ادبیاتو ملي بنسټ خپل کارونه بیا پیلوي


ارشیف، یو شمېر افغان ماشومان
ارشیف، یو شمېر افغان ماشومان

د افغانستان د ماشومانو د ادبیاتو ملي بنسټ بیا ځلي د خپلو فعالیتونو د پیلېدو خبر ورکوي.

د دغه بنست مشره نعیمه غني وايي، دوی په پام کې لري چې ځینې کتابونه چاپ کړي.

خو اغلې غني دا اندېښنه هم څرګندوي چې ښايي د مخکې په شان د دغو کتابونه بازار ښه نه وي: "د افغانستان د ماشومانو د ادبیاتو ملي بنسټ کارونه هم څه ځنډ سره مخ شوي وو، اوس غواړو له سره یې پیل کړو، په ځینو کتابونو باندې کار کوو، خو لکه څنګه چې مخکې د ماشومانو د کتابونو بازار ښه وو، اوس فکر نه کوم چې دومره اخیستونکي ولري، ځکه د اکثرو کسانو اقتصادي وضعیت ښه نه دی چې ماشونو ته کتابونه واخلي."

نوموړې وايي، مخکې هم دوی خپل کتابونه په ډېره تېټه بیه خرڅ کړي چې د بنسټ له خوا پرې راغلي لګښتونه یې نه دي پوره کړي.

د ماشومانو د ادبیاتو ملي بنسټ په ۱۳۹۸ لمریز کال کې خپل فعالیت پیل کړ.

د دغه بنسټ مسوولین وايي، تراوسه پورې دوی په پښتو، دري، ازبېکي، نورستاني، پشه یي او بلوچي ژبو ۵۰ عنوانه کتابونه چاپ کړي دي.

د ماشومانو د ادب یو لیکوال محب زغم
د ماشومانو د ادب یو لیکوال محب زغم

په ورته وخت کې د ماشومانو د ادب یو لیکوال محب زغم د ماشومانو ادبیات د دوی د ذهني او فطري روزنې لپاره ډېر مهم بولي: "د ماشوم ادبیاتو ته کار ډېر مهم دی، ځکه چې د ماشوم ذهني او فطري روزنه په همدې ادبیاتو سره کېږي او ماشومان چې څومره کیسې او شعرونه لولي، هماغومره یې د لید ساحه پراخېږي، د فکر وسعت یې زیاتېږي او شخصیت یې مثبته وده کوي."

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې وروستیو بدلونونو سره د بېلابېلو ستونزو له امله ډېری ټولنیز، فرهنګي او مدني فعالیتونو په ټپه درېدلي دي.

XS
SM
MD
LG