د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۴

د کتاب او کاپي رایټ نړیواله ورځ؛ افغانستان کې د مطالعې فرهنګ څنګه عام کېدای شي؟


ارشیف، هلمند کې مطالعې ته د ځوانانو د هڅولو لپاره د مطالعه کوونکو لپاره ګرځنده کتابتون
ارشیف، هلمند کې مطالعې ته د ځوانانو د هڅولو لپاره د مطالعه کوونکو لپاره ګرځنده کتابتون

نن د اپرېل ۲۳مه د کتاب او کاپي رایټ نړیواله ورځ ده، دا ورځ هر کال د نړۍ په بېلابېلو هيوادونو کې نمانځل کېږي او خلک په‌کې د کتاب لوست ته هڅول کېږي.

افغانستان چې د بې‌سوادۍ کچه په‌کې لوړه ده د کتاب مینه‌وال په‌کې کم دي او د نږدې ۳۵ ملیونه نفوس درلودونکي دې هېواد کې د مطالعه کوونکو شمېر په وړو کې د مالګې په اندازه وي.

السعید چاپ خونه، په کابل کې د کتابونو د چاپولو هغه پرمختللی مرکز چې په تېره اوونۍ کې يې ماشینونه د چاپ لپاره یوازې یو ځل چالان شوي دي، خو دوه کاله وړاندې ښايي د چاپ دې ماشینونو د درېدو او دمې لپاره کم وخت درلود.

په افغانستان کې د زیاتېدونکې بې‌وزلۍ او ناامنۍ سربېره د کرونا وبا خپرېدل هغه څه دي چې وروستیو کې یې د کتابونو د چاپ چارې اغېزمنې کړې دي.

مسؤلین‌يې وايي د کرونا ویروس د خپرېدو پر مهال په افغانستان کې ټولې تعلیمي ادارې رخصت شوې، نو ځکه د کتابونو د چاپ او پلور بازار سوړ شو.

په کابل کې د السعید چاپ خونې مسؤل دبیر احمد که څه هم وايي چې په تېرو دوو لسیزو کې په دې هېواد کې د کتاب چاپ ته ډېر کار وشو، خو د ده په وینا په وروستیو څو کلونو کې دا بهیر پڅ شوی دی.

ارشیف، کندهار کې یو کتابتون
ارشیف، کندهار کې یو کتابتون

دبیر احمد زیاتوي: "په تېر کال کې چې کرونا ویروس په ټوله نړۍکې خپور وو زموږ کارونه‌یې سخت اغېزمن کړل، ان ۸۰ په سلو کې کارونه مو په ټپه ولاړ وو، دا ځکه چې دلته زیات شمېر کتابونه درسي چاپېږي د پوهنتون او ښوونځیو لپاره، نو کله چې تعلیمي ادارې رخصت وې کتابونه هم نه‌چاپېدل."

ښايي دا یوازې السعید مطبعه نه‌وي چې د چاپ کارونه‌يې د تېرو کلونو په پرتله کمزورې شوي وي.

دانش مطبعه چې له کلونو راهیسې په افغانستان کې د کتابونو د چاپ او خپراوي چارې ترسره کوي، مسؤلین‌يې د کتابونو د پلور له کمزوري بازاره سر ټکوي.

د دې مطبعې مسؤل اسد دانش ازادي راډيو ته وویل: "د کتاب مارکېټ خو تېر لمریز کال د کرونا له امله او دغه شان د اقتصادي ستونزو له امله سخت خراب دی، زیات شمېر دولتي مأمورینو ته د درې یا څلورو میاشتو معاشونه نه‌دي ورکړل شوي او کله چې خلکو سره پیسې نه‌وي، نو د کتابونو بازار خامخا خرابېږي، نو په ټوله کې ویلی شم چې د کتابونو بازار په اوس وخت کې ډېر خراب دی."

د دانش مطبعې مسؤل اسد دانش
د دانش مطبعې مسؤل اسد دانش

نن د اپرېل ۲۳مه د کتاب او کاپي رایټ نړیواله ورځ د ملګرو ملتونو د فرهنګي، علمي او روزنیز سازمان، یونېسکو له‌خوا نومول شوې هر کال په نږدې ۱۰۰ هېوادونو کې نمانځل کېږي.

د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د کتابونو په نړیواله ورځ کتاب چاپوونکي، کتاب پلورونکي او د کتاب مینه‌وال په ګډه کار سره کوي او خلک کتاب لوستلو ته هڅوي.

په کابل کې د مورا په نوم د تعليمي او تحصيلي کمپلېکس رئیس ډاکتر عزيز الله امير د افغانستان په څېر ټولنو ته چې د کتاب لوست په‌کې کم دی د داسې یوې ورځې یادول مهم بولي.

ښاغلی امیر وايي: "زه فکر کوم چې د کتاب د نړیوالې ورځې په ویاړ په غونډو سره خلکو ته د کتاب د ترویج پیغام د خلکو غوږونو ته رسېږي، او تر ټولو مهمه دا ده چې موږ له ماشومانو پیل وکړو، په وړکتونونو او ښوونځيو کې ماشومان له کتابونو سره اشنا کړو ځکه دا ډېره مهمه ده."

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي په دې هېواد کې په کلني ډول زرګونه ټوکه کتابونه خپرېږي، خو دوی سره‌يې دقیقې شمېرې ځکه نه‌شته چې زیات شمېر خپرندویه ټولنې له حکومت سره ثبت نه‌دي او خپل‌سري فعالیتونه کوي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند صابر مومند
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند صابر مومند

د دې وزارت ویاند محمد صابر مومند وویل: "په افغانستان کې په کلني ډول زرګونه ټوکه کتابونه خپرېږي، خو دا چې دقیق ارقام‌يې نه‌شته دلیل‌يې دا دی چې زیات شمېر خپرندویه ټولنې هغه کتابونه چې دوی يې خپروي، قانوني بڼه نه‌ورکوي چې هغه د ای‌اېس‌بي‌اېن او کاپي رایټ ادارې سره ثبت او راجستر کول دي."

  • ۳۳ ملیونه نفوس او په‌کې د یو کتاب تر زر د کمو نسخو پلور

افغان کتاپ پلورونکي وايي هېواد کې یې د وګړو شمېر له ۳۰ ملیونه اوړي، خو په دې هېواد کې دوی د یو کتاب حتی په کال کې زر ټوکه هم نه‌شي خرڅولای.

د ختیځ خپرندویه ټولنې او کتاب پلورنځي مسؤل زاهدالله ناصري ازادي راډيو ته وویل: "په افغانستان کې چې د لوستو شمېر ته وګورو نو د کتاب د پلور بازار صرف سره ضرب دی، په هېواد کې همدا اوس سلګونه مدرسې او پوهنتونونه فعالیت کوي، خو د کتاب بازار نه‌شته، د دې ترڅنګ د افغانستان نفوس له ۳۰ ملیونه اوړي، خو په کلونو کلونو یو کتاب چې زر ټوکه خپرېږي نه‌خرڅېږي."

خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند محمد صابر مومند بیا په دې هېواد کې ورځ تر بلې د مطالعه کوونکو په شمېر کې د زیاتوالي خبره کوي.

نوموړی وايي د دوی د معلوماتو پر بنسټ یو شمېر کتابونه په درېیم او څلورم ځل خپرېږي او خلک‌يې غوښتنه کوي.

  • په ګاونډيو هېوادونو ایران او پاکستان کې د افغان کتابونو چاپ

په کابل کې د چاپ خونو مسؤلین وايي زیات شمېر خپروونکي خپل کتابونه د چاپ لپاره ګاونډيو هېوادونو په ځانګړي ډول ایران او پاکستان ته وړي چې دې چارې هم د دوی کارونه زیانمن کړي دي، خو ولې؟

خپروونکي وايي د ایران او پاکستان په پرتله په کابل کې د کتابونو پر چاپ لوړ لګښت راځي.

د چاپ خونو مسؤلین‌يې هم مني، خو وايي لږ کار او په افغانستان کې پر کتاب او د کتاب پر چاپ لوړه مالیه د دې لامل شوې چې د چاپ لګښت لوړ شي.

یو افغان ځوان عظمت کټوازی د ځوانانو ترمنځ د دودولو لپاره په خپل مالي لګښت د اخیستل شویو کتابونو د وېشلو پر مهال
یو افغان ځوان عظمت کټوازی د ځوانانو ترمنځ د دودولو لپاره په خپل مالي لګښت د اخیستل شویو کتابونو د وېشلو پر مهال

د دانش مطبعې مسؤل اسد دانش غوښتنه کوي چې باید حکومت لکه د نورو ګاونډيو هېوادونو په څېر پر کتاب او کتاب پورې اړوند چارو مالیه معاف کړي.

د کاپي رایټ ستونزه لا هم پر خپل ځای ده. کاپي رایټ یا د کتابونو د کاپي د حق د خوندیتوب نه‌مراعتول افغانستان کې هغه ستونزه ده چې لا يې هم د هواري برخه کې اړین ګامونه نه‌دي اخیستل شوي.

کتاب خپروونکي حکومت پړ ګڼي او مسؤلین بیا کتاب خپروونکي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند صابر مومند وايي کتاب خپروونکي لا هم د کتاب د چاپ د حق په مسئله کې د دوی اصول نه‌پلي کوي.

ای‌اېس‌بي‌اېن نمبر او له دې وزارت سره د خپرېدونکو کتابونو ثبت کول چې ښاغلی مومند يې اړینه مسئله بولي په وینا يې کتاب خپروونکي ورته غاړه نه‌ږدي، خو د خپرندویه ټولنو مسؤلین په دې برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په کم‌کارۍ او بې‌غورۍ تورنوي.

کتاب خپروونکي غوښتنه کوي چې باید یاد وزارت په دې برخه کې جدي شي او پرېنږدي چې خپروونکي سرغړونه وکړي.

څنګه کېدای شي د مطالعې فرهنګ عام شي؟

دل جان، هغه مېرمن چې په کابل کې کتابونه پلوري
دل جان، هغه مېرمن چې په کابل کې کتابونه پلوري

د افغانستان د اطلاتو او فرهنګ وزارت وايي دوی هڅه کوي چې د عامه پوهاوي له لارې خلک مطالعې ته وهڅوي.

لیکوالان بیا وايي په بېلابېلو وختونو کې د کتابونو د نندارتونونو جوړول او خلکو ته په بېلابیلو بڼو د لوست د ارزښت بیانول‌يې ښه لاره ده.

هغه څه چې ښايي هر کال‌يې د کتابونو خرڅوونکي او خپروونکي د کتاب د نړیوالې ورځې د نمانځنۍ په بهانه د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG