د ازادي راډيويي مجلې په دې ګڼه کې مو لاندې مطالب راخیستي:
د تېرې اوونۍ فرهنګي خبرونه رویا معدومي وړاندې کوي.
د دوتار په اړه فرشته مرسل راپور لري.
په هنر جاج کې له پوهندوی ډاکترې زرغونې زېور سره د پوهاند رښتین د سلمې کلیزې په باب غږېدلي یوو.
په فنکار برخه کې د ننګرهار له والي او لیکوال شاه محمود میاخېل سره د هغه په لیکوالۍ غږېږو.
په زرپاڼه کې به لنډه کیسه چاودنه واوروئ.
او په وریښمین خیال کې به د کرن خان نظم وخت واورئ.
لیکوال او جوړوونکی: پوهنیار محبوب شاه محبوب
د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: