د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۲

د کتاب نړیواله ورځ، د کتاب ارزښت نه‌دی کم شوی او ټولنیزې شبکې یې ځای نه‌شي نیولی


ارشیف، دوه زده کوونکي د کابل په یوه څنډه کې د مطالعې پر مهال, 01Mar2010
ارشیف، دوه زده کوونکي د کابل په یوه څنډه کې د مطالعې پر مهال, 01Mar2010

د سې شنبې ورځ د اپرېل ۲۳مه د کتاب نړیواله ورځ ده.

د ملګرو ملتونو د سازمان د فرهنګي او تعلیمي څانګې له‌خوا هر کال په ټوله نړۍ کې دغه ورځ لمانځل کېږي.

ځیني افغانان وايي، په افغانستان کې د ټولنیزو شبکو د فعالیتونو له پراخېدو سره، ډېری خلکو د کتاب له مطالعې لاس اخیستی دی، خو محصلین او زده‌کوونکي بیا وايي، د کتاب ارزښت کم شوی نه‌دی او ټولنیزې شبکې یې ځای نه‌شي نیولی.

د کابل اوسېدونکي امجد ازادي راډیو ته وویل:

"پخوا چې انټرنټ او نورې اجتماعي شبکې نه‌وې، د کتابونو مطالعه هم ډېره وه او درسونه به‌یې ویل، خو اوس‌مهال چې دغه شبکې لکه انټرنټ او داسې نورې نړۍ ته راوتلي، ډېری خلک کتاب لوستلو ته پام نه‌کوي."

ارشیف، په جلال اباد کې د نجونو یو ښوونځی, 14Oct2012.
ارشیف، په جلال اباد کې د نجونو یو ښوونځی, 14Oct2012.

کتاب پلورونکي هم وايي، د کتابونو د پېردلو او پلورلو بازار هم د پخوا په پرتله کمزوری شوی دی.

د کابل ښار د جوی شیر د سیمې یو کتاب پلورونکی محمد صابر سلطاني وايي:

"پخوا به زده‌کوونکي او د پوهنتونونو محصلان کتاب اخیستلو ته ډېر راتلل، خو د ټکنالوژۍ پراختیا خلک له مطالعې لیرې کړي دي. له تېرو پنځه شپږ کلونو وروسته د کتاب بازار په عمومي توګه کم شوی دی."

خو ځیني افغان ځوانان په‌دې باور دي چې ټولنیزې شبکې د کتاب ځای نه‌شي نیولی.

د کابل ښار اوسېدونکي سلیم نیازي په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"ښه دوست کتاب دی چې کتاب نه‌وي، نو انټرنټ له کومه ځایه پیدا کېږي، انټرنټ د کتاب له مخې سرچ کېږي، انټرنټ ډېر معلومات وړاندې کولای شي، خو د کتاب ځای نیولی نه‌شي."

خو د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت بیا وايي، له کتاب او مطالعې سره مینه د پخوا په پرتله زیاته شوې ده.

ارشیف، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لوحه , 29Jan2012
ارشیف، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لوحه , 29Jan2012

د دغه وزارت ویاند صابر مهمند په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"په‌دې وروستیو کې چې کتابونه چاپ شوي ډېر ژر په بازار کې خلاص شوي، یعنې په یوه کال کې یو کتاب پنځه شپږ ځلې، تر ۳۰۰۰ ټوکو پورې چاپ شوی دی. دا د دې ښکارندويي کوي چې د کتاب لوستلو فرهنګ ورځ په ورځ په ځوانانو کې پیاوړی کېږي."

ښاغلي مهمند دا هم وویل، په ۹۷ لمریز کال کې بېلابېلو فرهنګي بنسټونو شااوخوا ۷۰۰۰ کتابونه د افغانستان عامه کتابتون ته سپارلي چې ولایتونو ته واستول شي.

ده دا هم وویل، اوس‌مهال په ټول هېواد کې ۸۴ فعال عامه کتابتونونه لرو او په راتلونکي کال کې پلان لرو چې په ولایتونو لا څه چې په ولسوالیو کې هم عامه کتابتونونه جوړ کړو.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG