د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۶ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۱:۱۹

افغانستان

د ملګرو ملتونو سرمنشي یو ځل بیا د افغان ښځو پر وضعیت اندېښنه ښودلې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېریش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېریش

د ملګرو ملتونو سرمنشي یو ځل بیا په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او وايي، د افغانستان په ګډون په ځینو هېوادونو کې د ښځو حقونه د ورکېدو په حال کې دي.

انټونیو ګوټېریش بېګا د ښځو د وضعیت د څېړنې په هدف د ملګرو ملتونو په نوښت د سي ایس ډبلیو په نوم غونډې ته په وینا کې وویل په دې هېوادونو کې ښځې او نجونې عملاً له ټولنیز ژوند څخه حذف شوي.

هغه زیاته کړه، داسې مهال چې په نړۍ کې جنسیتي مساوات په پراخېدو دی، په دې هېوادونو کې له ښځو سره واټن نور هم زیات شوی.

د سرمنشي مرستیالې او د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې مشرې سیما باهوس د غونډې په پرانیستونو کې غونډه کې وویل چې طالبانو د هغو افغان مېرمنو د کورونو دروازې په نښه کړې دي چې د خپلو حقونو لپاره یې غږ اوچت کړی. د سي ایس ډبلیو غونډه پرون پیل شوه او د مارچ تر ۱۷مې نېټې پورې به دوام وکړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

اتریش کې یو افغان پناه غوښتونکی د ۳ ښځو د وژنې په تور نیول شوی

د اتریش یو شمېر پولیس - ارشیف
د اتریش یو شمېر پولیس - ارشیف

د اتریش د پلازمېنې ویانا پولیسو پرون د درېیو ښځو د وژنې په تړاو د یوه افغان پناه غوښتونکي د نیولو خبر ورکړ.

دا پېښه وروسته له هغې وشوه چې یوه کس په دانیوب سیند کې د وینو څاڅکي ولیدل او پولیسو ته یې خبر ورکړ او پولیسو تر پلټنې وروسته د سیمې په یوه بدنام نایټ کلب کې د درېیو ښځو مړي وموندل.

د ویانا د پولیسو ویاند فلیپ هاسلینګر پرون اسوشېټېډ پریس خبري اژانس ته وویل، د درېیو ښځو پر بدن د چړې په ذریعه ټپونه ښکارېدل او سم د لاسه جنايي څېړنې پیل شوې.

پولیسو هلته څلورمه ښځه هم پیدا کړې او له هغې د عیني شاهدې په توګه څېړنې شوې دي.

د هاسلینګر په وینا، د پېښې ځای ته څېرمه یو ۲۷ کلن سړی چې چاړه ورسره وه ونیول شو چې د پولیسو په وینا مشکوک سړی افغان پناه غوښتونکی دی.

سرپل: طالبانو د «بداخلاقۍ» په تور په دُرو د دوو کسانو د وهلو خبر وکړ

له ارشیفه د سرپل ولایت یو تصویر
له ارشیفه د سرپل ولایت یو تصویر

د طالبانو پر مجازاتوونکو اقداماتو د انتقادونو په منځ کې د طالبانو سترې محکمې پرون په سرپل ولایت کې د «بداخلاقۍ» په تور په دُرو د دوو کسانو د وهلو خبر وکړ.

دغې محکمې پرون شنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغو تورنو کسانو دوسیې د ابتداييه محکمې له خوا نهايي شوې وې او دوی د بند موده هم تېره کړې ده.

دا لا څرګنده نه ده چې دغه کسان دقیقاً په کوم جرم تورن شوي او څومره وخت یې په زندان کې تېر کړی دی.

طالبانو تېره پنج شنبه په غزني کې دوه کسان د قتل په تور په عام محضر کې قصاص کړل چې دې اقدام یې په نړیواله سطحه انتقادونه وپارول.

پر طالبانو یو انتقاد دا دی چې په ټولو ادارو کې یې خپل کسان ګمارلي او د محاکمې په بهیر کې شفافیت نه شته.

په اروپا کې د افغان حقوقپوهانو سراسري ټولنه: افغانستان کې دې اساسي قانون انفاذ شي

د افغانستان د پرځیدلي جمهوري نظام اساسي قانون - تصویر له ارشیفه
د افغانستان د پرځیدلي جمهوري نظام اساسي قانون - تصویر له ارشیفه

په اروپا کې د افغانستان د حقوقپوهانو سراسري ټولنې یو وار بیا په افغانستان کې د اساسي قانون د انفاذ غوښتنه وکړه.

د دې ټولنې مشر میر عبدالواحد سادات پرون له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې دا موضوع یاده کړه او ویې ویل:

" د عدم مشروعیت بحران د ختمولو لپاره په افغانستان کې د اساسي قانون نافذ کول، اساسي شرط او یوازنۍ لار ده."

طالبانو شا و خوا دوه نیم کاله مخکې پر افغانستان د ولکې له بیاټینګولو وروسته ټول قوانین ملغی اعلان کړل او وايي ټولې چارې د شریعت د حکمونو له مخې پرمخ بیايي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح اله مجاهد د جمعې په ورځ ویلي، په افغانستان کې د اساسي قانون نه شتون، د قانونی خلا په معنی نه دی.

د افغانستان په ۲۴ ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو اټکل شوی

تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت نن او سبا دوشنبه د افغانستان په ځینو سیندي حوزو کې د اوبو د سطحې لوړېدو او د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

دغه وزارت پرون د هواپېژندنې ادارو د اټکل له مخکې ویلي چې د ناڅاپي اورښتونو او سېلابونو راوتلو ډېر اټکل د هریرود او هلمند په سيندي حوزو کې شوی دی.

تر دې مخکې د افغانستان د هواپېژندنې ادارې تر سبا دوشنبې په ۲۴ ولایتونو کې د درنو اورښتونو، واورې اورېدو او د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی و.

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي د فراه، خاشرود، هلمند، ارغنداب، ترنک او غزني په سیندونو کې هم د اوبو د سطحې لوړېدو اټکل شوی دی.

وزارت د دغو سیندونو په څنډو کې له استوګنو خلکو غوښتنه کړې چې مخکې له مخکې خبر وي او د خوندیتوب اصولو ته پام وکړي.

د افغانستان په اکثر ولایتونو کې د واورو، بارانونو او سېلابونو د بهېدو اټکل شوی

ارشیف
ارشیف

سبا او بل سبا د افغانستان په اکثر ولایتونو کې د درنو واورو، بارانونو او سېلابو د بهېدلو اټکل کېږي.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوایي چلند د وزارت د هوا پېژندنې د ریاست په وینا، په کابل، سمنګان، غور، دایکندي، رزګان، زابل، کندهار، هلمند، نیمروز، فراه، هرات، بامیان، میدان وردګ، بادغیس، جوزجان، سرپل، غزني، پکتیکا، خوست، پکتیا، لوګر، پروان او بغلان کې یکشنبه او دوشنبه د ورښتونو امکانات شته.

په افغانستان کې که یوه لور ته اورښتونو ته بې کوره خلک اندېښمن دي، بل لور ته بزګران خوښ دي چې د وچکالۍ مخه به تر یوه بریده ورسره ونیول شي.

د میدان وردګ په جلریز کې د سېلاب ځپلیو لپاره ۷۵ کورونه جوړ شول

د افغانستان په عمومي نقشه کې د میدان وردګ ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د میدان وردګ ولایت موقعیت

د میدان وردګ ولایت په جلریز ولسوالي کې د سېلاب ځپلیو لپاره ۷۵ کورونه جوړ شول.

دا کورونه د جلریز ولسوالي په تکاني سیمه کې 'ډي آر سي' موسسې ودان کړي چې په هر کور کې درې پخې کوټې، یو پخلنځی او یو تشناب شته.

د سیمې خلکو ازادي راډیو ته وویل چې د دې کورونو شاوخوا دېوالونه نه شته، سړکونه یې نه دي تېر شوي، ښوونځی او کلینیک هم نه دی ورته جوړ شوی.

د جلریز ولسوالي په تکاني سیمه کې اووه میاشتې مخکې سېلابونه راغلي وو چې د سر او مال زیان یې اړولی و.

د هلمند په دیشو کې یو موسسې یو روغتون، جومات او مدرسه جوړ کړي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د هلمند ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د هلمند ولایت موقعیت

د هلمند په دیشو ولسوالي کې د قطر د شیخ حمد ال‌ثاني شاهي خیریه موسسې له لورې یو روغتون، جومات او مدرسه ودان شول.

د دې درې وړو پروژو د بنسټ ډبره نژدې کال مخکې ایښودل شوې وه چې پرون د دیشو په ولسوالي کې پرانیستل شوې.

دا درې ودانۍ په پاخه ډول جوړې شوي، خو د لګښت په اړه یې څه نه دي ویل شوي.

د قطر د شاهي کورنۍ دې موسسې تر دې مخکې هم یو شمېر پروژې په هلمند کې پلې کړې دي.

امیري: نړیواله ټولنه د افغانانو د اقتصادي ثبات، امنیت او حقونو ته درناوی لري

د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري
د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري

د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې وايي، د دوحې غونډې دا بیا روښانه کړه چې نړیواله ټولنه د افغانانو د اقتصادي ثبات، امنیت او حقونو ته د درناوي، په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو د کړاوونو د هواري لپاره یو موټی او ژمنه ده.

رینا امیري نن سهار په خپله ایکس‌پاڼه په دوحه کې شویو بحثونو ته په اشارې لیکلي، په دې غونډه کې د افغانستان د مدني ټولنې استازو په یوه خوله وویل چې نړیواله ټولنه دې د افغانستان د امنیتې حالاتو په ارزونه کې د افغان ښځو ناوړه حال او د افغانستان په بحثونو کې د ښځو او مدني ټولنې د ګډون ارزښت ته پام وکړي.

له دې وړاندې پرون د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ ویلي وو، ټول په افغانستان کې د ګډو ګټو په اړه قوي اجماع لري.

بخښنې نړیوال سازمان: طالبان باید سمدستي اعدام او نورې ظالمانه سزاګانې ودروي

د بخښنې نړیوال سازمان نښان
د بخښنې نړیوال سازمان نښان

د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو له‌خوا په غزني کې د دوو کسانو د اعدام په غبرګون کې دا کړنه د نه زغم، انساني کرامت ته سپکاوی او د نړیوالو قوانینو او معیارونو سرغړونه بللې.

په بریتانیا کې د بښنې نړیوال سازمان تېره شپه ناوخته یوه خپره کړې اعلامیه کې د طالبانو تر واک لاندې د عادلانه محاکمو نه‌شتون د جدي اندېښنې وړ بللی او زیاتوي، طالب چارواکي باید سمدستي اعدام او نورې ظالمانه سزاګانې ودروي.

په دې اعلامیه کې د دې سازمان د جنوبي اسیا د سیمه‌ییزې مرستیالې لیویا ساکاردي له قوله لیکل شوي: "اوس د دې وخت دی چې نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه په طالبانو د بشري حقونو د ښکاره سرغړونو له امله فشار راوړي څو دا ډاډ تر لاسه شي چې په افغانستان کې د نړیوالو حقونو خوندیتوب ته درناوی کېږي."

د طالبانو حکومت د پنجشنبې په ورځ یوه اعلامیه کې خبر ورکړی چې په غزني کې دوه تنه د قتل په جرم اعدام کړي دي.

د افغانستان د کرکټ الف لوبډله د سیالیو لپاره سریلانکا ته ځي

د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې ځینې لوبغاړي
د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې ځینې لوبغاړي

ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ الف لوبډله یا ابدالیان د روان کال په اپرېل میاشت کې د سریلانکا له الف لوبډلې سره د څو سیالیو لپاره دې هېواد ته ولاړه شي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د سریلانکا په کوربه‌توب په دې لړۍ کې به د افغانستان الف لوبډله له سیالې سریلانکایۍ لوبډلې سره پنځه یوورځنۍ او یوه څلورورځنۍ سیالي وکړي.

افغان کرکټ بورډ په یوه بیان کې چې بېګا خپور شو، ویلي چې دا لوبې د اپریل په ۲۸مه پیلېږي او د مې د تر ۱۴مې پورې دوام کوي.

له دې مخکې د هېواد ملي لوبډله د سریلانکا مېلمنه وه چې په ترڅ کې یې دواړو لوبډلو یوه ټېسټ، درې یوورځنۍ او درې شل اووریزې لوبې وکړې.

په دې لوبلړۍ کې افغان لوبډله ښه ونه ځلېده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG