د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۷

افغانستان کې يو شمېر مېرمنو د ښځو د پيوستون نړيواله ورځ له خپل وخت مخکې ونمانځله


کابل کې يو شمېر معترضې مېرمنې، انځور - ارشيف
کابل کې يو شمېر معترضې مېرمنې، انځور - ارشيف

په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د دوهم ځل لپاره، د مارچ له اتمې نمانځنه.

افغان معترضې مېرمنې ادعا لري، چې د طالبانو حکومت دوی له خپلو اساسي حقونو محرومې کړي، خو د دوی په خبره د نابرابرۍ او بې عدالتۍ په وړاندې به له خپلې مبارزې لاس په سر نه‌شي.

یوه له دغو مېرمنو، چې د یکشنبې د ورځې په سهار یې په کابل کې د مارچ د اتمې نېټې د ښځو د پيوستون د نړیوالې ورځې په مناسبت د نمانځنې په یوې غونډه کې کې برخه اخیستي وه او نه‌غواړي نوم یې راپور کې خپور شي وایي: "د مارچ د اتمې نېټې له نمانځلو زمونږ موخه دا ده، چې نړیوالو ته خپل غږ ورسوو، چې موږ ښځې هېرې نه‌کړئ او دغه شان موږ به د هر هغه محدودیت په وړاندې چې د طالبانو د حکومت له‌خوا پر ښځو لګول کېږي مبارزه وکړو."

د دغو معترضو مېرمنو له ډلې یو بله یې وایي، چې د طالبانو د حکومت له‌خوا پر ښځو او نجونو د لګېدلو بندیزونو په وړاندې به چوپه خوله پاتې نه‌شي.

دا مېرمن چې هم نه‌غواړي نوم يې خپور شي، زیاتوي: "زما موخه په دې غونډه کې له ګډون نه دا ده څو وښیم، چې زه په هیڅ صورت محدودیت نه منم، او چوپتیا نه غوره کوم، بلکې تر پخوا هم لا غښتلې خپلې مبارزې ته ادامه ورکوم."

يو شمېر افغان مېرمنې او نجونې، ارشيف
يو شمېر افغان مېرمنې او نجونې، ارشيف

وموغوښتل د دغو معترضو مېرمنو د ادعاو او څرګندونو په اړه د طالبانو د حکومت ویاندویان هم وپوښتنو خو ذبیح‌الله مجاهد او مرستیال یې بلال کریمي په دې اړه د راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

د مارچ د اتمې نېټې د نماځنې دا مراسم د ښځو د سیاسي مشارکت شبکې له‌خوا جوړ شوې وو.

د دغه شبکې مشرې ترنم سعیدي ازادي راډیو ته وویل، دوی په داسې حال کې د مارچ د اتمې مراسم نمانځي، چې په خبره یې نړیوالې ټولنې هیرې کړې دي.

"نن هم د افغانستان ښځه د بې عدالتۍ سره مخ ده

اغلې سعیدي وویل: "نن هم د افغانستان ښځه د بې عدالتۍ سره مخ ده، نن هم د افغانستان ښځې نږدې دو کاله کېږي چې له خپل ټولو حقونو څخه محرومې دي او له بده مرغه چې نړی په داسې حال کې د مارچ اتمه نمانځي چې افغانستان یې بالکل هیر کړی دی."

مسوولینو د غونډې د ګډونوالو د شمېر په اړه څه نه‌دي ویلي، خو په کومو تصویرونو کې چې ازادي راډیو ته یې رالېږلي، شمېر یې پنځلسو ته نږدې ښکاري.

په افغانستان کې په تېر جمهوري نظام کې د مارچ اتمه هر کال د پراخو پرګرامونو په جوړېدلو سره نمانځل کېده، خو د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو راهیسې په تېرو دوو کلونو کې دا ورځ په ښکاره ډول نه‌ده نمانځل شوې.

د یادونې ده چې، طالبانو په افغانستان کې په بیاځلي واکمنېدو سره په ښځو او نجونو ګڼ محدودیتونه لګولي دي.

له شپږم ټولګي پورته زده‌کړې یې پرې بندې کړي، له پوهنتونو یې راګرځولې، په ډېری دولتي او ټولو نا دولتي بنسټونو کې یې په کار کولو هم بندیز لګولی.

دغه شان نورو عامه ځایونو لکه ورزشي کلبونو، ښاري ښځینه حمامونو او پارکونو ته د تګ اجازه هم نه‌لري.

حجاب یې پرې اجباري کړی او ورته یې ویلي، چې له شرعي محرم پرته د لرې واټن سفر هم نه‌شي کولی.

که څه هم د طالبانو دا پرېکړې پر کور دننه او بهر له پراخو غبرګونوو سره مخ شوي خو دغو غبرګونونو دوی د پرېکړو بېرته اخیستلو ته نه‌دي اړ کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG