د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۸

د طالبانو استازي په تهران کې د افغانستان سفارت چارې رسماً پر غاړه واخیستې


د طالبانو له لوري فضل محمد حقاني په تهران کې د افغانستان د شارژدافېر په توګه دنده پیل کړه.
د طالبانو له لوري فضل محمد حقاني په تهران کې د افغانستان د شارژدافېر په توګه دنده پیل کړه.

د طالبانو د حکومت استازي په تهران کې د افغانستان د سفارت چارې رسماً په غاړه واخیستې او خپله دنده یې پیل کړه.

د سفارت کارکوونکو ته د فضل محمد حقاني د معرفي په مراسمو کې هېڅ یوې ښځې حضور نه درلود.

حقاني د طالبانو له خوا په تهران کې د افغانستان شارژدافېر ټاکل شوی او د دوشنبې ناوخته یې خپله دنده له څو نویو ډیپلوماتانو سره پیل کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل په خپل ټویټر د حقاني د معرفي عکسونه او لنډ بیان خپور کړی.

تکل ویلي، د شارژدافېر حقاني د معرفي په مراسمو کې د سفارت د کارکوونکو تر منځ د ښې همغږۍ، همکارۍ او په صادقانه ډول د خدماتو پر وړاندې کولو ټینګار وشو.

طالبانو ته د افغانستان د سفارت تر تسلمیولو وروسته د افغانستان د تېر جمهوري نظام له وخته پاتې ډیپلوماتانو او د سفارت مسوول عبدالقیوم سلیماني سفارت پرېښود او ویل یې چې له طالبانو سره کار نه کوي.

ایران له هغو محدودو هېوادونو دی چې ظاهراً یې د طالبانو رژیم په رسمیت نه دی پېژندلی، خو نږدې اړېکې یې ورسره پاللي او دا دی اوس یې په تهران کې سفارت هم ور وسپاره.

په تهران کې د افغانستان د سفارت کارکوونکو ته د فضل محمد حقاني د معرفي په مراسمو کې هېڅ یوې ښځې حضور نه درلود.
په تهران کې د افغانستان د سفارت کارکوونکو ته د فضل محمد حقاني د معرفي په مراسمو کې هېڅ یوې ښځې حضور نه درلود.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تهران ته د خپلو ډیپلوماتانو استول د ایران او افغانستان په اړیکو کې یو مثبت ګام بللی دی.

اخوا ځینې ناتایید شوي رپوټونه وايي چې د ترکیې په استانبول ښار کې هم د افغانستان قونسلګري د طالبانو استازي ته سپارل شوې.

تر دې مخکې پاکستان، چین، قطر، روسیې او د منځنۍ اسیا ځینو هېوادونو د افغانستان سفارتونه د طالبانو استازیو ته سپارلي.

طالبانو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ لپاره هم سهېل شاهین نومولی، خو نه دی منل شوی.

امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو بیا په وار وار ټینګار کړی چې له طالبانو سره اړیکې د افغانانو په وړاندې د هغوی په چلند پورې اړه لري.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته لوېدیځو هېوادونو خپلې ډیپلوماتیکې استازولۍ له افغانستانه وباسي او لا یې د طالبانو کوم استازی نه دلی منلی.

امریکا متحده ایالتونو بیا د جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته په واشنګتن کې افغان سفارت تړلی دی.

XS
SM
MD
LG