د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

تهران کې افغان سفارت کې نوې ګمارنې ولې وشوې؟


ايران کې د افغانستان سفارت
ايران کې د افغانستان سفارت

تهران کې افغان سفارت طالبانو ته سپارل.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي، په تهران کې د افغانستان د سفارت لپاره د نوي شارژدافیر او ډیپلوماتانو له ګومارنې سره سم به په هغه هېواد کې د مېشتو افغانانو او د ایرانیانو لپاره د خدمت رسونې چارې په ښه روحیه او تعهد په عادي توګه دوام پیدا کړي.

دا خبره د دې وزارت ویاند عبدالقهار بلخي بېګا په څوټویټونو کې کړې ده.

هغه نه‌دي ویلي چې، په تهران کې د افغانستان د سفارت چارې کله دوی ته رسماً وسپارل شوې او له خپله اړخه یې څوک د شارژدافیراو سرپرست په توګه ورته نومولی دی، خو په ټولنیزو رسنیو کې ویل شوي چې، فضل محمد حقاني په دې دنده ګومارل شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست رئیس ‌ذاکر جلالي هم پرون په یوه ټویټ کې د غه ګومارنه تایید کړې او ویلې یې دي، د دوشنبې په ورځ به فضل محمد حقاني په تهران کې د افغانستان د سفارت مسوولیت په غاړه واخلي.

هغه زیاته کړې چې، له حقاني سره به د بهرنیو چارو وزارت تجربه لرونکي ډیپلومان ملتیا کوي.

د جرمني خبري اژانس د راپور له‌مخې تر اوسه ایراني چارواکو رسماً نه‌ده تایید کړې چې ایا د طالبانو له‌خو ګومارل شویو ډیپلوماتانو ته یې اعتبار ورکړی دی او کنه؟

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني په دې وروستیو کې ویلي و چې، تهران له افغانستان سره د ډیپلوماتیکو اړیکو په اړه پالیسي نه‌ده بدله کړې.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند ناصر کنعاني
د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند ناصر کنعاني

خو په تهران کې د افغانستان د سفارت یوه ډیپلومات حامد رهګذر پرون د ورځې په پیل کې ازادي راډیو ته وويل، ایران له دوی غوښتنه کړې چې سفارت طالبانو ته وسپاري.

ایران سره له دې چې د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی خو تر اوسه یې ورسره ښې اړیکې پاللې دي.

عبدالقهار بلخي که څه هم ویلي چې، د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا د ډیپلوماتیکو کادرونو بدلون یوه معمول چاره او دا د هر هېواد مشروع حق دی خو په ملګروملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ په ګډون تر اوسه په ډېرو هېوادونو کې د افغانستان د سفارتونو چارې د پخواني حکومت ډیپلوماتان سمبالوي، ځکه د نړۍ هیڅ یوه هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند هیله څرګنده کړې چې، په نویو ګومارنو سره به د سفارت په چارو کې د شفافیت او همدارنګه د دواړو مسلمانو، دوستو او وروڼو هېوادونو ترمنځ د مناسباتو په ټولو برخو کې د پراختیا شاهدان و اوسو.

د جرمني د ډي پي اې خبري اژانس د راپور له‌مخې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان له بیا واکمنېدو راهیسې تر اوسه پاکستان، چین، روسیې او ترکمنستان ته خپل استازي استولي دي خو په ډېرو هېوادونو کې د پخواني ړنګ شوي حکومت استازي تر اوسه فعال دي.

د دغو ډیپلوماټانو کار کم شوی ځکه دی چې د ډیپلوماتیکو استازولیو برخلیک یې مبهم دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG