د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۶

ايران په افغانستان کې يو سوداګريز مرکز پرانيزي


کابل کې د ايران سفارت
کابل کې د ايران سفارت

په ۲۰۲۱م کال کې له افغانستانه د امریکا د متحدو ایالتونو د ټولو ځواکونو له وتلو وروسته ایران ظاهراً د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې د خپل نفوذ د پراخولو هڅه کوي.

پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته ایران د نورو هېوادونو په څېر د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی، خو د کابل او تهران ترمنځ ډیپلوماتیک تګ راتګ روان دی او کابل کې د ایران سفارت هم پرانیستی دی.

د مهر خبري اژانس په وینا، د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزارت مرستیال سعید محمد موسوي د سې‌شنبې په ورځ یوې غونډې ته د خبرو پر مهال په افغانستان کې د ایران د یوه سوداګریز مرکز د ایجاد خبر ورکړ.

د دې مرکز په جوړېدو سره به د کابل او تهران ترمنځ اړیکې لا پیاوړې شي.

هغه زیاته کړه، چې دغه مرکز به راروانه میاشت ایجاد شي، خو د مهر خبري اژانس په راپور کې نه‌دي راغلي، چې دغه مرکز به د افغانستان په کوم ولایت کې جوړيږي.

موسوي هیله وښوده چې د دې مرکز په جوړېدو سره به د کابل او تهران ترمنځ اړیکې لا پیاوړې شي.

موسوي «د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ فرصتونو» په نوم کنفرانس کې ویلي، غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړي او د افغانستان په «تلپاتې وده» کې برخه واخلي.

د طالب چارواکو او ايراني پلاوي ناسته
د طالب چارواکو او ايراني پلاوي ناسته

خو له ایرانه افغان سوداګر څه تمه لري؟

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رهبرۍ هیئت غړي خان جان الکوزي تېره شپه ازادۍ راډیو ته وویل: "نه یوازې له ایران بلکې له ټولو ګاونډیو هېوادونو مو غوښتنه دا ده چې پر یوه اقتصادي سیسټم کار وشي، یو سیمه‌ییز اقتصادي کوریدور رامنځته شي. سهولتونه ایجاد شي، یو له بل سره مرسته وشي. تعرفې راټیټې شي، د یو بل وارداتو او صادراتو ته زمینه برابره شي. ټرانزیټي لارو کې بهتري راشي، خصوصا په چاه بهار کې هغسې چې لازمه ده ظرفیتونه ایجاد شي."

ښاغلي الکوزي زیاته کړه، چې له ایران څخه د افغانستان د وارداتو اندازه چې په هغو کې خوراکي او سون توکي شامل دي، په کال کې تر یو ملیارد ډالرو رسېږي.

خان جان الکوزی
خان جان الکوزی

خو د ده په وینا ایران ته د افغانستان صادرات ډېر کم دي، چې په کال کې یې اندازه تر ۲۰ ملیون ډالرو لږه ده.

له کله چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، ایران له طالبانو سره خپلې اړیکې ساتلي او د طالبانو د استازو کوبه‌توب یې هم کړی دی.

ځینې شنونکي د افغانستان له تېر حکومت سره د ایران اړیکو ته په پام په دې باور دي، چې ایران له خپل ګاونډي هېواد سره د خپلو ګټو د ساتلو هڅه کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG