د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۱

وال سټریټ ژورنال: د ايران ساحلي پروژې امريکا له ستونزمن حالت سره مخ کړې


  • ګالپ مؤسسه

ګالپ مؤسسې د افغانانو په اړه يوه نوې نظرپوښتنه کړې ده.

دغه مؤسسه په سروې کې د افغانانو د ژوند تر ټولو ښکته کچې او د دوی لپاره د فرصتونو په اړه خبر ورکوي.

په نظرپوشتنه کې ۵۲ فیصده افغانانو ويلي چې ژوند يې تر پخوا خراب شوی او يوازې ۴ فیصده افغانانو ويلي چې د ژوند وضعیت‌يې سم شوی دی.

همداراز ۳۶ فيصده کسانو چې په دې نظرپوښتنه کې يې ګډون کړی، ویلي ښايي تېره ورځ‌یې خندلي وي يا مسکۍ شوي وي.

د ګالپ په وينا دا په نړۍ کې د خندا تر ټولو ښکته کچه ده.

ګالپ مؤسسه: په نظرپوشتنه کې ۵۲ فیصده افغانانو ويلي چې ژوند يې تر پخوا خراب شوی.

په مقاله کې راغلي چې که د ژوند د ښېګڼې، اسانتياوو او فرصتونو لپاره د نړۍ هېوادونو ته له صفره تر ۱۰ امتياز ورکړل شي، افغانستان ۲،۳ اخلي.

د ګالپ نظرپوښتنه ښکاروي چې په افغانستان کې تاوتريخوالي او بې‌وزلۍ تر کومې کچې د افغانانو ورځنی ژوند زيانمن کړی دی.

ګالپ مؤسسې له ۲۰۰۶م کال راهيسې تر اوسه هر کال په افغانستان کې همداسې نظر پوښتنه کړې ده.

​په مقاله کې راغلي چې خواړه، سرپناه، امنيت او خونديتوب د انسان له بنيادي اړتياوو څخه دي او دا هغه څه دي چې نشتوالی يې د ژوند لپاره د هيلو کچه په افغانستان کې تر ټولو ټيټه کړې ده.

ګالپ مؤسسې له ۲۰۰۶م کال راهيسې تر اوسه هر کال په افغانستان کې همداسې نظرپوښتنه کړې ده.

د دې مؤسسې تر ټولو نوې سروې په افغانستان کې د جولای مياشتې پر مهال له زرو کسانو سره تر خبرو وروسته چمتو شوې ده.

  • وال سټریټ ژورنال

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د چابهار بندر په اړه ليکلي دي.

د مقالې عنوان دی، د ايران ساحلي پروژې امريکا له ستونزمن حالت سره مخامخ کړې ده.

مقاله په سوریه، لبنان، یمن او نورو ځایونو کې د ایران فعالیتونو ته په اشاره وايي چې امریکا دغه فعالیتونه د منلو وړ نه‌بولي او په نتيجه کې يې پر ايران بنديزونه لګولي چې د نومبر په پنځمه به عملي شي.

مقاله ليکي، پر ايران د امریکا بنديزونه ښايي د چابهار بندر پر جوړېدو منفي اغېز وکړي.

تمه کېږي چابهار بندر به په سیمه کې سوداګري زیاته کړي.

وال سټریټ ژورنال: پر ايران د امریکا بنديزونه ښايي د چابهار بندر پر جوړېدو منفي اغېز وکړي.

له بشپړېدو وروسته دا بندر ښايي له جنوبي او منځنۍ اسیا هېوادونو سره د اقتصادي اړيکو په پراخولو کې له ایران سره مرسته وکړي.

له دې سره به ايران د خپلو تېلو د صادراتو په برخه کې تر خليج فارس ورهاخوا نکته ومومي او همداراز به دغه بندر ورته يوه ستراتېژيکه نظامي پانګه وي.

د دې بندر يوه کوچنۍ برخه په تېر ډسمبر مياشت کې فعاله شوه.

د بندر جوړولو موافقه د ايران، هندوستان او افغانستان ترمنځ د ۲۰۱۶م کال په مې مياشت کې لاسليک شوې وه.

وال سټريټ ژورنال لیکي چې دا بندر نه‌يوازې د ايران، بلکې د هندوستان اقتصاد ته هم ډېره ګټه رسوي.

وال سټريټ ژورنال: دا بندر نه‌يوازې د ايران، بلکې د هندوستان اقتصاد ته هم ډېره ګټه رسوي.

​هندوستان د امريکا متحد هېواد دی او د مقالې په وينا امریکا هندوستان ته ويلي چې په منځنۍ اسيا کې خپل اقتصادي حضور پراخ کړي.

د مقالې په وينا هندوستان بله هېڅ لاره نه‌لري چې منځنۍ اسیا ته لاسرسی ومومي.

مقاله يادونه کوي چې چابهار همداراز د افغانستان لپاره د پاکستان یو بديل دی ځکه پاکستان غواړي افغانستان په راتلونکي کې له چين سره د جوړېدونکي ګوادر له بندره په استفاده سوداګري وکړي.

مقاله د کارپوهانو له قوله لیکي چې که د چابهار د جوړېدو کارونه ودرول شي، افغانستان به په دايمي توګه پر پاکستان متکي شي.

XS
SM
MD
LG