نړۍ
والسټریټ ژورنال: روسيه او ايران د بېپيلوټه الوتکو د توليد پلانونه پر مخ وړي

روسیه او ایران غواړي هغه پلانونه مخته یوسي چې لهمخې به یې په روسیه کې د ایران ساخت د شاوخوا شپږ زره هغو بېپیلوټه الوتکو تولید پیلیږي چې مسکو په اوس وخت کې ورڅخه د اوکراین په جګړه کې کار اخلي.
دا خبر پرون یکشنبې امریکایي والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د امریکا د متحدو ایالتونو د یوه متحد چې نوم یې نهدی اخیستل شوی، د چارواکو له قوله ورکړی دی.
دغو چارواکو ویلي چې مسکو او تهران هڅه کوي چې یوه چټکه بېپیلوټه الوتکه تولید کړي چې په ښه توګه د اوکراین د هوايي مدافعې ځواک چلنج کړي.
واشنګټن تېره میاشت خبرداری ورکړ چې مسکو او تهران په روسیه کې د بېپیلوټه الوتکو د جوړولو د یوې فابریکې پر جوړولو غور کوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د اختر لومړۍ ورځ هم د غزې لپاره خونړۍ وه، بل لور ته د روغتیایي کارکوونکو وژنې غسه پارولې

د غزې د عامې روغتیا وزارت له ملګرو ملتونو وغوښتل چې په رفح کې د روغتیایي کارکوونکو د وژلو پیښه وڅیړي.
د لویدیځو اژانسونو د راپور له مخې د فلسطین د سرې میاشتې ټولنې او د ملکي دفاع د خدمتونو څانګې ادعا کړې چې شاوخوا ۱۴ کارکوونکي یې یوه اونۍ مخکې د اسراییلو په برید کې وژل شوي دي.
د دغو وژل شویو کسانو ډله ییز قبر پرون یکشنبه وموندل شو چې منځ کې یې ۸ د سرې میاشتې کارکوونکي، پنځه ژغورونکي او یو بل تن چې هویت یې معلوم نه دی شامل وو.
دوی ویلي چې پر دغو روغتیایي کارکوونکو داسې مهال برید شوی چې هغوی په رفح کې پر بشري مرستو او د ژغورنې پر چارو بوخت وو.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې پرون یکشنبه د کوچني اختر په لومړۍ ورځ هم د غزې په خان یونس سیمه کې د اسراییلوهوایي بریدونو د نهو ماشومانو او دریو ښځو په ګډون ۱۶ ملکیان ووژل.
امریکا د روسیې پر تيلو د تعرفې د دویم ځلي لوړولو ګواښ وکړ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که روسیه د اوکراین د سولې په اړه د ده د تګلارې خنډ شي، د دویم ځل لپاره به یې پر تیلو له پنځه ویشتو تر پنځوس فیصدو پورې تعرفه ولګوي.
ټرمپ پرون یکشنبه له ( این.بي.سي نیوز) سره په ټیلفوني مرکه کې وویل، د پوتین هغو خبرو " ډېر غسه کړی" چې ویلې يې دي، اوکراین کې دې انتقالي حکومت رامنځته شي.
پوتین غواړي چې اوکراین کې د انتقالي حکومت په رامنځته کېدو سره اوسنی ولسمشر ولادمیر زلنسکي له صحنې لرې شي.
ټرمپ ویلي، که د راتلونکې یوې میاشتې په موده کې د اوکراین د سولې په اړه هوکړه ترلاسه نه شي، دی به د روسیې د سوداګرۍ په ضد دغه اقدامات پلي کړي.
ډونالډ ټرمپ د ټاکنیزو کمپاینونو او بیا له لوړې وروسته په وار وار ویلي چې د اوکراین جګړه به ژر تر ژره پای ته رسوي.
پر اوکراین د روسیې ناموجه یرغل د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پيل شوی چې لا هم دوام لري.
ایراني چارواکي وايي چې په دغه هیواد کې د نري رنځ ۲۵ سلنه ناروغان افغان کډوال دي

د ایران د روغتیا وزارت د ساري ناروغیو د مدیریت د مرکز مشر قباد مرادي وویل چې په دغه هیواد کې د نري رنځ په ناروغۍ د اخته کسانو ډیری برخه افغانان دي.
هغه وويل چې دا خلک ايران ته تر ننوتلو مخکې په دې ناروغۍ اخته وي او وروسته هلته هم ناروغي خپروي.
ایراني چارواکي وايي چې د افغان اتباعو ننوتل د دوی تر کنټرول لاندې نه دي، خو دوی هڅه کوي چې د هغوی لپاره ځانګړي طبي خدمات چمتو کړي.
تر اوسه پورې، ملګرو ملتونو یا نورو خپلواکو ادارو د ایراني چارواکي دا ادعا نه ده تایید کړې. دا په داسې حال کې ده چې په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې د کډوالو ضد احساساتو او کرکې په وروستیو کې زیاتې شوي.
د روغتیا نړیوال سازمان د کارکوونکو شمېر او د کار کچه کموي

رویټرز راپور ورکوي چې دا پریکړه له یاد سازمانه د امریکا د مالي ملاتړ د بندېدو په سبب شوې.
متحدو ایالتونو د دې سازمان د بودیجې اتلس سلنه برابروله.
د راپور له مخې، د فبروري په میاشت کې، د روغتیا نړیوال سازمان اجرایوي بورډ په پیل کې د ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو لپاره وړاندیز شوې بودیجه له ۵.۳ ملیارد ډالرو څخه ۴.۲ ملیارد ډالرو ته راټیټه کړې.
د روان کال د جنوري په ۲۰مه د لوړې په لوړې په مراسمو کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روغتیا له نړیوال سازمان څخه د امریکا د وتلو اعلان وکړ او د ۹۰ ورځو لپاره یې تمویل وځنډاوه.
د میانمار د زلزلې د مړو شمېر له ۱۷۰۰ تنو واوښت

د مارچ په ۲۸مه په میانمار کې د زورورې زلزلې له امله د مړو شمېر له ۱۷۰۰ څخه اوښتی، او داسې وېره شته چې په راتلونکو ورځو کې به دا شمېره لوړه شي.
د ۷.۷ درجې زلزلې - چې په تېره یوه پېړۍ کې ددې هېواد تر ټولو قوي زلزله یاده شوې - ګاونډی تایلینډ هم ولړزاوه، چې هلته یې زیانونه او مرګژوبلې واړولې.
د میانمار پوځي حکومت اعلان وکړ چې د مارچ تر ۳۰مې پورې په دې هېواد کې د زلزلې له امله شاوخوا ۱۷۰۰ کسان مړه شوي، ۳۴۰۰ ټپیان شوي او له ۳۰۰ څخه زیات کسان نادرکه دي.
نړیوالې مرستندویه ادارې هم د زلزلې وروسته د بشري ناورین د لا خرابیدو خبرداری ورکوي.
په میانمار کې بله زلزله شوه

د میانمار دوهم لوی ښار، ماندالای ته نژدې نن (یکشنبې) یوه بله زلزله وشوه.
د اسوشیېټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، له دې زلزلې وروسته، چې شدت یې د ریښتر په کچه ۵.۱ درجې و، خلک په ویرېدلي حالت کې واټونو ته راووتل او چیغې یې وهلې.
تر اوسه د احتمالي تلفاتو او زیانونو راپور نه دی خپور شوی.
دا په داسې حال کې ده چې د ژغورنې ډلو نن پرېکړه وکړه چې هغو سیمو ته داخل شي چې د وروستۍ ویجاړونکې زلزلې له امله ډېرې زیانمنې شوې دي.
د اسوشیېټېډ پرېس د راپور له مخې، تر دې دمه تر ۱۶۰۰ ډېر کسان په دې زلزله کې مړه شوي دي.
خو د دې لپاره چې سړکونه زیانمن شوي، پلونه نړېدلي، او د اړیکو ټینګول ستونزمن دي، د مرستې هڅې له خنډ سره مخامخ دي.
حماس وايي، د قطر او مصر د اوربند له وړاندیز سره یې موافقه کړې

د حماس ډلې د مشرتابه یوه لوړپوړي غړي ویلي، دوی د اوربند له هغه وړاندیز سره موافقه کړې چې دوه ورځې وړاندې قطر او مصر کړی و.
خلیل الحیه د شنبې په ورځ، د حمل ۹مه، په یوه تلویزیوني وینا کې وویل چې د حماس لیدلوری د منځګړو وړاندیز ته "مثبت" دی او دوی "منلی" دی.
حماس د امریکا او اروپايي اتحادیې له لوري د ترهګرې ډلې په توګه پیژندل کېږي.
د حماس مشر، چې د غزې په تړانګه کې د دې ډلې د مذاکره کوونکې هیئت مشري هم کوي، هیله څرګنده کړه چې اسرائیل به دا وړاندیز رد نه کړي.
هغه په ورته وخت کې وویل چې د حماس بې وسلې کول تر هغه وخته "سره کرښه" ده تر څو پورې چې د اسرائیل "اشغال" دوام ولري.
امریکا او اسرائیل څو ځله د حماس د بې وسلې کولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دا ډله باید له جګړې وروسته د غزې په اداره کې کوم رول ونه لري.
د اوکراین ولسمشر له لویدیځو متحدانو د روسیې په وړاندې د کلک غبرګون غوښتنه وکړه

په داسې حال کې چې روسیې پر اوکراین بریدونو ته زور ورکړی، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پرون شنبې د مارچ په ۲۹مه د اوکراین له لویدیځو شریکانو څخه د روسیې په وړاندې د " پیاوړي غبرګون" غوښتنه وکړه. زیلینسکي تیره شپه په یوه ویډیویي پیغام کې وویل،
"زموږ شریکان باید په دې ښه پوه شي چې دا بریدونه یوازې د اوکراین پر ملکي وګړو بریدونه نه دي، بلکې په ټولو نړیوالو هڅو هم دي - پر هغې ډیپلوماسۍ چې دوی یې د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره پرمخ وړي.»
د اوکراین ولسمشروویل، له ټولو لورو، متحدو ایالتونو، اروپا او هغو نړیوالو چې په ډیپلوماسۍ کې ښکیل دي، یوه پیاوړي غبرګون ته اړتیا لري.
زیلینکسي زیاته کړه روسیه باید سولې ته اړ ایستل شي او دا کار یوازې د فشار له لارې کیدای شي.
اوکرایني چارواکو د شنبې په ورځ په خارکییف کې پر یوه پوځي روغتون او پر (کریوي رای) ښار کې د روسیې د بې پېلوټه الوتکو او توغندو د بریدونو خبر ورکړ.
د خارکییف ښاروال د لږترلږه دوو کسانو د وژل کیدو خبر ورکړ او چارواکو په کریوي رای ښار کې د روسیې په بریدونو کې د لږترلږه اوه کسانو د ټپي کیدو خبره کړې ده.
د استانبول د ښاروال د بندي کېدو پر ضد مظاهرې دوام لري

زرګونو خلکو پرون (شنبې) یو وار بیا د استانبول په آسیایي سیمه، مالتپه کې د ښاروال اکرم اماماوغلو په ملاتړ لاریون وکړ.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د مظاهرهچیانو شمېر سلګونو زرو ته رسېده، او دا یې په تېرو لسو کلونو کې د ترکیې یوه تر ټولو ستره مظاهره بللې ده.
خلک په داسې حال کې د اماماوغلو په ملاتړ راووتل چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له تېرو لسو ورځو راهیسې هڅه کړې چې اعتراضونه وځپي.
د رویټرز د راپور له مخې، د ترکیې د پولیسو او امنیتي ځواکونو له خوا نژدې ۲۰۰۰ مظاهرهچیان نیول شوي دي.
د استانبول ښاروال ۴۵ کلن اکرم اماماوغلو، دوې اوونۍ وړاندې له لسګونو سیاستوالو، خبریالانو، سوداګرواو نورو کسانو سره د فساد د یوې قضیې په تړاو ونیول شو.
خلیلزاد: طالبان به یو بل امریکايي بندي هم زر خوشي کړي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له قوله ویلي، چې دا ډله به ډېر ژر یو بل امریکايي بندي، فاۍ ډي هال، له زندانه خوشې کړي. نوموړي په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
طالب چارواکو هم تر اوسه خپله ددې امریکايي بندي د خوشې کیدو په اړه څه نه دي ویلي. تر دې یوه اونۍ مخکې هم طالبانو یو امریکايي وګړی، جورج ګلزمن، کابل ته د هغه امریکايي پلاوي له سفر وروسته خوشې کړی و، چې زلمی خلیلزاد هم په کې شامل وي.
په واشنګټن کې چارواکي وایي، لا هم یو شمېر امریکایان په افغانستان کې د طالبانو لهخوا بنديان دي، او هڅې روانې دي چې هغوی هم راخوشې شي.