د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۵

د ايران د فوټبال مخکښ ستوری علي دايي د فيفا د غوره جايزو په مراسمو کې له ګډون منع شوی


د ايران د فوټبال مخکښ ستوری علي دايي
د ايران د فوټبال مخکښ ستوری علي دايي

دايي د فیفا د فوټبال غوره جایزو لپاره چې تمه ده د فبروري په ۲۷مه په سویس کې ترسره شي د فوټبال نړیوال فدراسیون له‌خوا وربلل شوی و.

د ایران نیمه دولتي اژانس ایسنا راپور ورکړی چې، هغه ممنوع الخروجه دی او له ایرانه نه‌شي وتلی.

د ایران د فوټبال متقاعد لوبغاړی علي دایي، د پولیسو په توقیف کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني د وژل کېدو له امله د څو میاشتو راهیسې د لاریونونو له څپې څخه خپل ملاتړ څرګند کړی.

دايي مخکې اعلان کړی و چې، هغه د چارواکو له‌خوا د لاریونونو د ملاتړ په تور احضار شوی و او پاسپورت یې ضبط شوی دی.

تر دې مخکې د علي دايي مېرمن او وړه لور هم چې دوبۍ ته په لار وې الوتکه یې بېرته راوګرځول شوه او د ایران په خاوره کې ناستې ته اړ شوه.

علي دايي او د هغه لور نورا دايي
علي دايي او د هغه لور نورا دايي

۵۳کلن دايي، د جرمني د فوټبال په بایرن مونیخ لوبډله کې کلونه لوبه وکړه او په نړیواله کچه یې د ملي ګولونو ریکارډ د ایران په نوم ثبت کړی و.

دايي د ایران او نړۍ یوه مخکښه څېره ده او هغه په ۱۰۹ ګولونو سره کلونه بې سیاله و تر دې چې بلاخره کریستیانو رونالډو دا ریکارډ خپل کړ.

د سپټمبر په میاشت کې د مهسا امیني له وژل کېدو وروسته په ټول ایران کې د لاریونونو له پیل راهیسې ډېری ایراني شخصیتونه او لوبغاړي چې د لاریونوالو ملاتړ یې کاوه تر پوښتنو ګرویږنو لاندې دي او پاسپورتونه یې ضبط شوي دي.

په ایران کې د رژیم له‌خوا د ښځو پر وړاندې ځپونکو او محدودونکو اقداماتو ګڼ خلک لارو کوڅو وتلو ته اړ کړل.

چارواکو دا ناکرارۍ او مظاهرې اکثر په ځپونکو اقداماتو سره غلې کړې.

پر دايي سربېره ګڼ نور لوبغاړي هم له یو شمېر محدودیتونو سره مخ شوي دي.

علي دايي
علي دايي

د ایران د فوټبال یو پېژندل شوی لوبغاړی امیر نصر ازاداني هم چې د مظاهرو پر مهال نیول شوی و په ۱۶ کاله بند محکوم دی.

د ایران رژیم د یوه بل پخواني او مشهوره ایراني فوټبالر علي کریمي کور او جایدادونه هم ضبط کړي.

کریمي په خواله رسنیو د مظاهره‌چیانو د ملاتړ لپاره هڅې کولې.

هغه یوازې په انسټاګرام پنځلس میلیونه فالووران/مینه‌وال لري.

د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه‌يي د مظاهره‌چیانو د ملاتړ لپاره د مشهورو شخصیتونو هڅې «بې ارزښته» بللې او د هغوی پر ضد یې د قضايي اقدام غوښتنه کړې ده.

د بشري حقونو د ډلو په وینا، د مهسا امیني تر وژل کېدو وروسته د راپورته شویو مظاهرو پر مهال تر دې دمه تر ۵۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.

په زرګونو نور نیول شوي دي چې په‌کې ګڼ فعالان، خبریالان، نجونې، او محصلان شامل دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG