د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۵

نن د ۸ هېوادونو ترمنځ ۴ د فوټبال مسابقې په پام کې دي 


د فوټبال د ٢٠١٨میلادي کال د نړیوال جام په سیالیو کې نن د اتو هېوادونو ترمنځ څلور مسابقې په پام کې دي.

د افغانستان پر وخت د مازيګر شپږ نيمې بجې سعودي عربستان او مصر د مسابقې ډګر ته وځي.

بله مسابقه په عين وخت کې د يوروګواى او روسيې ترمنځ کېږي.

درېيمه مسابقه د شپې پر لس نيمو بجو د ايران او پرتګال او څلورمه مسابقه پر همدې وخت د هسپانيا او مراکش ترمنځ کېږي.

پرون درې مسابقې وشوې.

انګلستان شپږ د يو په وړاندې پانامه ته ماتې ورکړه، ورپسې مسابقه چې د جاپان او سنګال ترمنځ وه، دوه د دوو په وړاندې مساوي پاى ته ورسېده.

درېيمه مسابقه د پولنډ او کلمبيا ترمنځ وشوه چې کلمبيا وتوانېدله درې د صفر په وړاندې پولنډ ته ماتې ورکړي.

XS
SM
MD
LG