د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۶

د فوټبال نړيوال جام کې د ايران د لوبې پر مهال مخالفتونه او ناندرۍ


د فوټبال نړيوال جام کې د ايران لوبه
د فوټبال نړيوال جام کې د ايران لوبه

د فوټبال نړیوال جام سیالیو په لړ کې پرون ایران ولز ته دوه د صفر پر وړاندې ماتې ورکړه.

په دوحه کې د احمد بن علي لوبغالي کې ایرانیان په دوو ډلوویشل شوي و؛ یو د ایران د حکومت پلویان او بله يې مخالفان وو.

د اسوشتید پریس د راپور پر بنسټ؛ د ایران د فوټبال ملي ټیم یو شمیر مینه‌والو، له هغو کسانو څخه چې د دې هېواد د انقلاب مخکې دورې بیرغونه يې په لاسونو کې وو احمد بن علي لوبغالي ته له داخلېدو وړاندې واخیستل او د هغو کسانو چې لنډ کالي يې اغوستي وو او د "ښځې، ژوند او ازادي" شعارونه يې ورکول په ضد يې نارې ووهلې.

"ښځه، ژوند او ازادي" په ایران کې د اعتراض کونکو د غورځنګ شعار دی.

همدا رانګه د سړیو یوې قهرجنې ډلې بیا د "ایران اسلامي جمهوریت زنده باد" شعارونه ورکول.

دا شعارونه سړیو په داسې حال کې ورکول چې له لوبغالي بهر ځینو ښځو رسنيو سره په ایران کې د وروستیو اعتراضونو په اړه خبرې کولې.

د ایران د حکومت پلویانو چې د دې هېواد بیرغونه ورسره وو، د دې ښځو څخه راتاو شوي وو او د هغوی ویډیويي تصویرونه یې اخیستل.

په همدې وخت کې د مریم په نوم یوې معترضې مېرمن چې په مخ يې د "ښځې، ژوند او ازادۍ" شعار نقاشي کړی و په ژاړه پیل وکړ.

هغې زیاته کړه چې ريښتیا هم د خپل امنیت په اړه انديښمنه ده.

د وانیا په نوم یوې بلې مېرمنې چې په قطر کې ژوند کوي وویل، په لوبغالي کې د وروستیو پېښو له لیدو وروسته ایران ته له سفر ویره لري.

هغې زیاته کړه چې ريښتیا هم د خپل امنیت په اړه انديښمنه ده.

د ایران د فوټبال د ملي ټیم لوبغاړو د تېرې لوبې بر عکس چې د انګلستان سره يې درلوده دا ځل يې د ایران ملي سرود د لوبې په پیل کې زمزمه کړ.

د فوټبال هغوو پلویانو چې د ایران د یو پخواني فوټبالیست وریا غفوري په نوم خولۍ یې پر سر کړې وې وویل، د ایران د رژیم د پلویانو له لورې یې خولۍ ترې غلا شوې.

د فوټبال نړيوال جام کې د ايران لوبډلې مينه‌‌وال
د فوټبال نړيوال جام کې د ايران لوبډلې مينه‌‌وال

غفوري د پنجشنبې په ورځ په ایران کې ونیول شو.

د ایران د فوټبال یو شمېر هغه پلویان چې د ایران د حکومت مخالف دي د دوشنبې په ورځ د ایران په لومړۍ لوبه کې يې د ایران د معترضو ښځو ملاتړ وکړ.

دغه اعتراضونه په ایران کې د تېر سپټمر راهیسې د مهسا امیني له مرګه وروسته پیل شوي دي.

۲۲ کلنه مهسا د حجاب نه رعایت کولو په تور د ایران د ګشت ارشاد پولیسو له‌خوا په تهران کې نیول شوی وه.

هغه په توقیف کې د کوما په حالت کې روغتون ته یوړل شوه او وروسته يې ساه ورکړه.

XS
SM
MD
LG